Skip to main content

Khushal Baba Kalam. Ghazal Khushal Khan Khattak Baba.

 Khushal Baba Kalam. Ghazal Khushal Khan Khattak Baba.


ښه سړي د چا په بدو نظر نه کا

که څوک بد ورسره کاندې دوی به ښه کا

په بارداره ونه تل ورېږي کاڼي

ورته ګوره چې بارداره ونه څه کا؟

د جهان کینې، غصې واړه تر شا کا

که سړی پر وخت د قهر مرګ تر زړه کا

دا په دا چې خودبیني ور څخه نشته

د جهان نندارې ځک دوه لېمه کا

په کینه، په حسد هېڅ د چا ونه شي

هر سړی چې حسد کاندې ځان اوبه کا

نصیحت د نېکو ښه دی، نه د بدو

کم بختان په بدفعلۍ د چا په خوله کا

وسړي ته یې اختیار ورکړ هوښیاره!

که په هره چار کښې خدای واړه خپل کړه کا

ورځ او شپه په لار روانې قافلې دي

نېک و بد د قافلې په لارې تله کا

بک تنها په لارې تلنه ده خوشحاله!

په دا هسې لار څوک څه د لارې مله کا



Waliullah Khawreen 

خوشحال خان خټک 

خوشحال خان خټک رح 

خوشحال خان خټک  کتابتون

Comments