Skip to main content

چي څه دې په دې زړه راځي هغه کوه پاړو

 خپل  مار  ګډوه  خپله تماشه کوه پاړو!  

د خلقو  د  ذهنونو  جنازه  کوه  پاړو!  















چې څه دې په دې زړه راځي  هغه کوه پاړو!

خو لوبه د فرېب په  طريقه کوه پاړو!  


د مار او  د نولي  مقابله  کوه  پاړو!  

خو خلق چې په جنګ شي فېصله کوه پاړو!  


يقين دې په خپل فن او عقيده کوه پاړو!  

خو مونږ.سره د صدق  يارانه کوه پاړو!  


دوئ هسې خوشحالېږي په دله دله د خان 

دې خلقو  سره هسې جوړ تازه کوه پاړو!  


جمات کښې يو سپين ږيري مداري ته چا وئېل 

وعده مه  کوه  خېر دے اراده کوه پاړو!  


دا ګډې دي دوئ هر چاته سرونه خوځوي 

دوئ سترګې پټې کړې دی قصه کوه پاړو!  


مونږ حال نه وايو چاته ستا د لاس د صفايۍ 

خو ته هم کله کله ګوزاره کوه پاړو!  


اقبال خو دومره هم نه دے ناجاڼه مثلا" 

خبره چې کوې نو په کنډه کوه پاړو!  


Shaheed DSP Iqbal Momand

روح یې ښآد په ګور یې نور

Comments