د تاریخ برخه
عبدالمنان اڅکزی ٣٧ کاله وروسته د بوډاتوب په حالت کې د پاکستان له زندانه ازاد شو !
د ١٩٨٨ م کال د مارچ په دوولسمه نېټه د پاکستان د هوایي دولتي شرکت PIA الوتکې د کراچۍ له هوایي ډګره د لاهور پر لور الوتنه وکړه ، له څو شیبو پرواز کولو وروسته د لومړۍ درجې څوکۍ څخه د عبدالمنان اڅکزي په نامه دغه کس راپورته شو او په پیلوټ پسې یې له خپل لستوڼي څخه تفنګچه را وه ایسته هغه پیلوټ ته وویل چې الوتکه مخ پر کندهار وګرځوي او د کندهار په هوایي ډګر کې ناسته وکړي ، کله چې پیلوټ د الوتکې مخ کندهار ته وګرځوه هغه په بیړه الوتکه د کندهار پر ځای د کویټې په هوايي ډګر کې ښکته کړه او عبدالمنان پر پیلوټ ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې پیلوټ زخمي شوی هم و ، کله چې عبدالمنان اڅکزی ونیول شو د ضیاءالحق حکومت هغه ته د عمري بند سزا واوروله دا دی 37 کاله وروسته د بوډاتوب په حالت کې د پاکستان له زندانه ازاد شویدی.
کاپي

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.