Lyrics of Pashto Song Ogora Dab Dab Zama..
وګوره دبدب زما
سل مې پۀ اردل کښې ځي
سل مې غلامان دي، سل اسونه پۀ سل لارې ځي
سل پکې ریبارې ځي
سل مې محلونه دي
سل مې برجلونه دي
سل پکښې ډالونه دي
سل پرې اویزانې کټارۍ دي د غضب زما
وګوره دبدب زما
سل دي جلادیان پکښې
سل دي دورانچیان پکښې
سل دي نوکران پکښې
سل می لګیدلي خنجرونه پۀ اوربل کښې ځي
سل مې په اردل کښې ځي
سل دي سهیلۍ زما
سل ګډې، چیلۍ زما
سل پړي، سیلۍ زما
سل مې کيجاوې د سلو سترګو راته دارې ځي
سل پکې ریبارې ځي
سل مې صفتونه دي
سل مې نوبتونه دي
سل مې جماتونه دي
سل مې شجرې دي، سل کتابه د نسب زما
وګوره دبدب زما
سل مې سفیرۍ کوي
سل زمیندارۍ کوي
سل مې نوکرۍ کوي
سل مې پۀ قولبو پسې جامبړي پۀ غوبل کښې ځي
سل مې پۀ اردل کښې ځي
سل مې ماشومانې دي
سل پکښې ځوانانې دي
سل مې بوډۍ ګانې دي
سل مې مخکښې وروستو، سل کم عقلې، سل هوښیارې ځي
سل پکښې ریبارې ځې
سل پۀ زړۀ زخمونه مې
سل سل پرهرونه مې
سل قسمه دردونه مې
سل ځله غوسېږي زړهٔ نادان دے بې ادب زما
وګوره دب دب زما
سل یې اداګانې دي
سل یې جفاګانې دي
سل یې خنداګانې دي
سل یې ښائستونه اننګو له پۀ ول ول کښې ځي
سل مې په هردل کښې ځي
سل واره غړۍ ماله
سل سپینې کوکۍ ماله
سل وارې خولکۍ ماله
سل وارې دې مړ شم کۀ مې سر پۀ دغه لارې ځي
سل پکښې ریبارې ځي
سل مې دي ښکاریان په کښی.
سل مې دي تازیان په کښی.
سل مې دي هاتیان په کښی.
سل په زنځیرونو سل ترلي په جلب زما.
اوګوره دبدب زما.
سل دي حساب ګر زما.
سل دي شهنازګر زما.
سل دي جادوګر زما.
سل د بڼو غشي سل اورنګه ترې زلزل کښی ځي.
سل مې په اردل کښی ځي.
سل په کښی په وخت اوځي.
سل سره د تخت اوځي.
سل په زړګي سخت اوځي.
سل په کښی نېزې سل ایرانئ تورې آبدارې ځي.
سل په کښی ریبارې ځي.
سل د شرافت پکښې
سل د شرارت پکښې
سل د حفاظت پکښې
سل پکښې د روم دي، سل د ترکو، د عرب زما
وګوره دبدب زما
سل دي دورانۍ پکښې
سل دي جرمنۍ پکښې
سل کوي خانۍ پکښې
سل سل اشرفۍ ترینه جلبۍ ته یو غزل کښې ځي
سل مې په اردل کښې ځي
سل د باغیچو سره
سل مې د مورچو سره
سل د تمانچو سره
سل دې ټیکداره په جيازونو کې بمبارې ځي
سل پکښې ریبارې ځي
عبدالواحد ټېکدار
ثقلېن مشتاق ثقلېن ميډيا سيکتر بام ادبي ټولنه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.