ونسټن چرچل پهٔ خپل کتاب " جنګِ ملاکنډ" کې ليکي چې;
" د ملاکنډ، باجوړ، سوات، بونير، اتمانزي او مهمند جنګونو د برطانوي هند بنیادونه ژړقولي وو. زما قابو ګمان دا وهٔ چې دې شينکي غرونو کې زما مرګ ليکل شوې دې. يو وخت داسې راغلې وهٔ چې برطانيې د ټول هندوستان نه خپل نظر راواړوه او ټوله توجو يې مالاکنډ او قبايلو ته کړه. ځکه مونږ پوهه شوي وو چې زمونږ ملګري او دښمنان څوک دي. قبايلو مونږ ته يو غټ سبق دا راکړو چې پر مونږ يې ملګري او دښمنان وپيژندل.
يوه شپه قبايلو زمونږ په کيمپ بريد وکړو نو په سلګونو افسران او سرتيري یې راله ووژل. چې سحر شو نو ټول کيمپ په کارتوسو سورے شوی وو. مونږ ډېر په قهر وو چې دا بدل به حتماً اخلو او د برطانوي هند د حکم په انتظار وو. خو قبايلو د مذاکراتو شرايط اومنل. چې کله د هغوي يو څو مشران زمونږ کيمپ ته مذاکراتو ته راغلل نو يوه عجيبه مکالمه شروع شوه ؛
افسر = تاسو ولې د امن دښمنان يئ؟
مشر= مونږ خو امن کې وو. تاسو ناټیکاوه یې. تاسو ته مونږ بلنه درلېږلې وه، چې ملاکنډ ته راشئ؟ امن تاسو خراب کړو.
افسر = تاسو په کيمپ حمله وکړه او سلګونو عسکر مو ووژل.
مشر= دغه خو زمونږ د ځوانانو نافرماني ده. مونږ ورته ډېر وايو چې ټوپک نه لاس واخلئ خو هغوي غضب ناک دي ( کوم مشر چې دا خبره کوله هغه پخپله ما په دوربین کې ليدلی وهٔ چې د غر په څوکه ولاړ وهٔ او رائفل يې په اوږه وهٔ)
افسر= د سکھ رجمنټ عسکر چې مړه شول نو تاسو ترې 30 رائفلې واغستې. هغه بيرته مونږ له راکئ.
مشر= مونږ سره خپلې رائفلې دي کوم چې د کونړ ولايت څخه ملګرو په ډالۍ کې راکړي دي. او هغه هرګز تاسو ته نشو درکولی. ستاسو د عسکرو زمونږ سره 16 ټوپکې دي. « هغوي زړې او پخواني ټوپکې بوجئ نه راويستلی او مونږ ته يې راکړې»
افسر= تاسو د عُمراخان جندولي (افغان نيپولين) او د هغه ملګري ددې غرونو نه اوباسئ او که هغوي په فرنګي عسکر بريد کوي يا حکمت عملي اختياروي نو بايد تاسو برطانوي هند حکومت خبر کړئ.
مشر= اُومرا خان او ملګري يې افغانستان کې دي. دلته د هغه راتګ مونږ ته هم خطر دے او تاسو ته هم. که هغه بيرته راتللو نو اول به مونږ سره لاس اوګریوان کېږي.
افسر= ستاسو څومره ملګري وژل شوي
مشر= درې سوه شپيته شهيدان دي او زرګونه ټپیان.
افسر= که غواړئ مونږ ورله علاج کولی شو
مشر= دا زمونږ وطن دے او مونږ پخپله د خپلو ټپيانو درملنه کولی شو.
ما فکر کولو چې قبايلي افغانان څومره غيرت او جنګيالي دي خو شکر په دې چې عسکري او سياسي تربيت نه لري. پهٔ دې وجه قبايل یو وحشتناک هجوم دے او هيڅ پاليسي نه لري. دوي سره امن هم په جنګ حسابیږي. ځکه دوي په دې غرونو کې پخپلې ازادئ هيڅ کمپرومائز نه کوي. خو دا جنګ انګريزانو ګټلے وو او قبائل يې د لاس لاندې راوستي وو چې دا پخپل ځان کې يوه غټه معجزه وه. خو زه نن دا تسليموم چې افغان قبايل که منظم وو نو مونږ دې غرونو کې يو قدم هم نشو اغستلی. زه دا تسليموم چې دنيا کې افغان قبايل بهادر دي. زه دا تسليموم چې دوي مونږ له د شپې خوبونه حرام کړي وو ، حالانکې مونږ سره جديد ټيکنالوژي وه او هغوي سره فقط پخواني جنګي ټوپکې او روايات. مونږ به د دوي جرات او ميړانه ياد لرو او هيڅکله هم خپل ملګري نه هيروؤ ، کوم چې دوي په وحشتناک مرګ وژلي دي. دوي به بيرته خپل کلي او غرونه اباد کړي کوم چې مونږ سيزلي دي. مونږ به يوه ورځ ددې غرونو نه لاړ شو خو ولې دوي به خپل راتلونکي نسل ته وايي چې مونږ يو غټ قوت له دې غرونو کې خوبونه حرام کړي وو او زغلولي مو وو. مونږ قبائلو له يو نوی تاريخ جوړ کړو کوم چې به نسل در نسل ياد ساتل شي".
منقول
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.