شوخ نظر مې نن بیا ځوروي
رنګ په رنګ مې اشنا ځوروي
میرمن پروین - د افغانستان لومړنۍ ښځینه سندرغاړې
میرمن پروین، چې اصلي نوم یې خدیجه وو، په ۱۳۲۹ لمریز کال (۱۹۵۰ زېږدیز کال) کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه سندرغاړې وه چې غږ یې د راډیو له څپو واورېدل شو. د هغې خوږ غږ د اورېدونکیو له پراخ هرکلي سره مخ شو.
میرمن پروین د سردار عبدالرحیم خان ضیایي لور وه، چې په «شیون کابلي» مشهور و، هغه د امیر عبدالرحمن خان د زامنو له کورنۍ څخه و. هغه د اماني دورې د مشروطه غوښتونکو شاعرانو له ډلې او د ښځو د حقونو مدافع و. کله چې د حبیبالله کلکاني واکمني پیل شوه او د ناپوهۍ او تیارو واکمني خپره شوه، نوموړی اړ شو چې خپل هېواد پرېږدي.
سردار عبدالرحیم خان د سټالین د واکمنۍ پر مهال جلاوطن شو او هلته یې ډېرې سختې ورځې تېرې کړې. وروسته د مسکو په ښار کې د افغانستان د هغه مهال د سفیر په منځګړیتوب له تبعید څخه ازاد شو، خو هېڅکله یې بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ترلاسه نه کړه او د ژوند تر پایه په مسکو کې پاتې شو.
د میرمن پروین مور د افغانستان د بدخشان اوسېدونکې وه. د خپل مېړه له جلاوطنۍ وروسته، کله چې هغه ازبکستان او روسیې ته ولېږدول شو، مور یې په یوازې ځان د خپلې لور روزنې ته ملا وتړله.
پوهاند عبدالاحد جاوید، چې د افغانستان د راډیو له لومړنیو مشرانو څخه و، د میرمن پروین د سندرو د پیل په اړه یوه خاطره داسې بیانوي: د میرمن پروین د سندرو د ثبتولو لپاره، چې له سامعې او فرښتې وروسته درېیمه ښځینه سندرغاړې وه چې غږ یې په راډیو کې خپرېده، دوی له خپلو سازونو سره د هغې کور ته ورغلل او یوه سندره یې ترې ثبت کړه، څو په راډیو کې خپره شي.
عبدالوهاب مددي په خپل کتاب «د افغانستان د موسیقۍ ژوندلیک» کې لیکي:
«د ۱۳۲۹ لمریز کال د کب/حوت په میاشت کې استاد لطیفي د غږ ثبتولو له یوې غږنیوي سره د پروین کور ته ورغی او د هغې څو سندرې یې په کور کې ثبت کړې. څو ورځې وروسته دغه سندرې د کابل له راډیو څخه خپرې شوې او د اورېدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې. د پروین د غږ تود هرکلي د دې لامل شو چې هغه راډیو کابل ته لاره ومومي. د ۱۳۳۰ لمریز کال په نوروز کې، د راډیو له جوړېدو لس کاله وروسته، پروین د لومړي ځل لپاره، په داسې حال کې چې چادري یې پر سر وه، د راډیو کابل د موسیقۍ ثبتولو خونې ته ننوته او د «ګل فروش - ګلپلورونکي» سندره یې وویله. دغه سندره وروسته ډېره مشهوره شوه او تر ډېرو کلونو پورې د کابل راډیو له تر ټولو ډېر اورېدل کېدونکو سندرو څخه وه.»
میرمن پروین د موسیقۍ نړۍ ته د مخه کولو لاملونه خپله له موسیقۍ سره مینه، د روڼاندې او هنرپال پلار هڅونه او د استاد غلام حسین (استاد سرآهنګ) غوښتنه بولي، چې د هغې له خپلوانو څخه ګڼل کېده.
هغې په خپل خوږ غږ په پښتو، دري، ازبکي او بلوڅي ژبو سندرې ویلې او د افغانستان په راډیو کې یې تر درې سوو ډېرې سندرې ثبت کړې دي.
ارواښاده میرمن پروین د خپل ژوند تر پایه له سندرو او هنر سره تړلې پاتې شوه. خو د ژوند په وروستیو کې یې له سختو ستونزو سره مخامخ ژوند کاوه. نوموړې د ۱۳۸۳ لمریز کال د لیندۍ په ۱۸مه (د ۲۰۰۴ زېږدیز کال د ډسمبر په ۸مه) د کابل په مکروریان سیمه کې په خپل اپارتمان کې، د ناروغۍ پر بستر، له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
سرچینه: بيبيسي او د همبستګي ګوند پاڼه
یادښت: د استاد عبدالوهاب مددي په وینا «لومړنۍ ښځینه سندرغاړې» او د پوهاند عبدالاحد جاوید په وینا د اغلیو سامعې او فرښتې تر هغې مخکې د سندرو ویل ثبت او خپاره شوي ول.
#افغانستان
#ښځه
#هنر
#سندره
سلیم ڑنگ


Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.