Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Abid Malang Ghazal

Kaliwala. Pashto Two Lines Best Poetry By Mumtaz Orakzai.

 Kaliwala. Pashto Two Lines Best Poetry By Mumtaz Orakzai. Kali Wala By Mumtaz Orakzai. په خدای که په گناه او په ثواب يم کليواله ‏په خدای نن سبا بل شانې خراب يم کليواله ‏دا کلی عذابونو هم راويښ نه کړو څه اوکړم؟ ‏برباد يم کليواله په عذاب يم کليواله ‏ممتاز اورکزی Kaliwala. Pashto Two Lines Best Poetry By Mumtaz Orakzai. Kali Wala By Mumtaz Orakzai. Pashto Poetry By Mumtaz Orakzay. Pashto Times Pashto Poetry 2022 & 2023.

Olas Janan Kra No Da Tool Olas Janan Ba Shay. Pashto Ghazal Lyrics.

 Olas Janan Kra No Da Tool Olas Janan Ba Shay. Pashto Ghazal Lyrics. Poem By Rahmat Shah Sayil Singer. Haroon Bacha ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان به شې که لږ په خپله ځمکه ودرېدې اسمان به شې په تنهايۍ کې وي بې دره بې دياره سړى د زړونو کور کلي له راشه نو ودان به شې د ژوند په شور کې ځينې ځينې اوازونه اوره که ناست يې پابه څې که پاڅېدې روان به شې ستوري خالونه په تندو کړه د وطن د ښکلو تيارې دې نۀ شي پټولى چراغان به شې د پردي سيوري نه په خپلو سرو غرمو کې ښه يې دلته به ډېر ګران يې که هلته شوې ارزان به شې د خپل پرهر د درد د سرو ګلونو ژبه زده کړه په خپل ګل به شې د ګل د خاندان به شې ماتول هېڅ نه دي مشکل د نفرتونو پولې د مينې لار واخله يقين به شې ايمان به شې بيا به تمبېږي د پلکونه ګوزارونه درنه د ستمګرو مينه وکړه نو سندان به شې يا بنجارى شه يا ملنګ د پښتنو د کوڅو سايله دا اعزاز حاصل کړه شاه جهان به شې!

Ajmal Khattak, King Zahir Shah, Raj Wali Shah Khattak

Ajmal Khattak, King Zahir Shah, Raj Wali Shah Khattak  نــه خــو د ديــن نــه د سـادين پاتې شوو  نـــه کـلـه ښــي نــه هـم کـيـڼ پـاتـې شـوو  شـاتګ مو پرېښود پرمختـګ و نـه شــو  نه خو دروغجن وو نه رښتين پاتې شوو اجمل خټک د اجمل خټک د تلین په مناسبت انځور د محترمې میرمن پروین ملال له وال څخه کاپي شوی، ( اجمل خټک او راج ولي شاه خټک او د ملت بابا اعلیحضرت محمدظاهرشاه) Pashto Times. Ajmal Khattak Baba Pashto Poetry. Pashto Ghazal, Pashto Sherona, Pukhto Sherona, Ajmal Khattak With King Zahir Shah. Ajmal Khattak, King Zahir Shah, Raj Wali Shah Khattak

Hagha Yaraan Kho Ba Zama Na Khamkha Khafa We. Sahib Shah Sabir Pashto Songs

 Hagha Yaraan Kho Ba Zama Na Khamkha Khafa We. Sahib Shah Sabir Pashto Songs. Ghazal. Pashto. Singer. Karan Khan چې په دروغو خوشحاليږي په رښتيا خفه وي هغه ياران خو به له ما نه خامخا خفه وي زما خوږمن له مانه لرې په صحرا دېره دی زما په کلي کښې څوک نشته چې په ما خفه وي هغه سړی څۀ عجيبه، عجيبه ټوقې کوي ما اورېدلي چې زما خفه، په ما خفه وي د پېښور په ښار بلا شوې چې اوسې په کښې زړۀ به دې تنګ وي په وجود کښې به دې ساه خفه وي د مرغو شور په کومه لاړ مرغۍ په کومه لارې؟ بڼونه ختم شو سحر خپه هوا خفه وي مينه به کوم کوم زړۀ ساتي څومره ناکام به کوي دا خو دنيا ده د سړي نه به دنيا خفه وي دا د ازار په ډېرۍ وختل ازار به مومي چا چې نن جنګ وکړو، دا خلق به سبا خفه وي زۀ د زړۀ منمه، خو څۀ خبره ومنمه دغه دی ستا نه مرور دی خو په تا خفه وي څۀ لېونی دی چې په يو ځای کښې خوشحاله نه وي صّابر په ښار کښې مرور وي په صحرا خفه وي ____ غزل ____ صاحب شاه صابر قامتونه قيامتونه (۳۲۸،۳۲۹/328,329) Pashto Times Pashto Poetry, Pashto Lyrics Pashto SMS, Pashto Poetry Text. Pashto Sad New Poetry. Pashto Attitude Shayeri. Trending A

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama

 Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama جې په تيارو کښې د رڼا د زړۀ خبرې کوي دا سړے څوک دے چې زما د زړۀ خبرې کوي ° اوس سړے داسې په اسانه سړے نه پېژني  خلق هوښيار شو په خطا د زړۀ خبرې کوي ° چې د رڼا او د رنګونو موسم پېژني څوک باران ته ناست دي د برېښنا د زړۀ خبرې کوي ° څوک چې د جنګ وايي د جنګ د زوره نه دي خبر دا لېوني دي د بلا د زړۀ خبرې کوي ° دا چې په مونږ او زمونږ مينه پورې ټوقې کوي دا څوک! د کم ځاے دي؟ دا د چا د زړۀ خبرې کوي ° اوس څوک رښتيا خبره هم ښکاره کولے نه شي اوس ياران يو بل ته په غلا د زړۀ خبرې کوي ° مدام سنګسار وي په صّابر غريب مې زړۀ هم وسوځي څومره ساده دے په رښتيا د زړۀ خبرې کوي  ________ صاحب شاه صّابر قامتونه قيامتونه  (۳۳،۳۴/33,34) Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kawe. Pashto Times Pashto Poetry Of Sahib Shah Sabir. Pashto Poetry In Text For SMS. Pashto SMS Text. Pukhto Naway Sherona. Ghazal Pukhto

Pashto Ghazal New By Haseena Gul Tanha 2022. Pukhto Shayeri

 Pashto Ghazal New By Haseena Gul Tanha غزل _ محترمه حسينه ګل محبت نه کوو په دې به هنګامه جوړه شي  سندرې نه وايو ددې نه به لانجه جوړه شي   هغه چې پیغلې قتلوي څوک د رڼا په جرم  زما د ليک نه به ددې ظالم قيصه جوړه شي   زه د محل زه د ماڼۍ غوښتنه نه کومه  کور مې کنډر دى بس ددې دې دروازه جوړه شي ته نو بيا ګوره د هر رنځ علاج به دغه کې وي  مينه ژوندئ  ده  خو په دې دې عقيده جوړه شي   زه ترې بيرغ د خپل زړګي وطن ته خپله ګنډم ماله دې هاغه لوپټه بلها اوږده جوړه شي  - - - اغلې حسينه ګل صاحبه ليک وخت _ ٢٣جنوري ٢٠٢٢ مردان Pashto Ghazal New By Haseena Gul Tanha. Hasina Gul Tanha Pashto New Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Poetess Sayeda Haseena Gul Tanha Pashto Ghazal 2022 and 2023. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022

 Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022 غزل _ درويش روشان ـــــــــــــــــــــــــــ ازار د پېغلتوب دې چرته نه شمه ګل روخ  ته څه وايي؟  چې زه دې راپه زړه شمه ګل روخ  راځې که نه تمـثيل د زنکدن کوم لګـيا يم  راځې که نه؟ د مرګ په خوب ويده شمه ګل روخ  هوا مې کړه چې سم دې په سينه واوړم راواوړم  لونګ مې کړه دانه وانه به زه شمه ګل روخ  بيخي لکه د نوې مېنتوب د درد شدت يې  د کاڼې په شان ځان ذبېخم اوبه شمه ګل روخ  ته څه وايې چې ژوند ذهر نوشي نه ده نو څه ده  ته څه وايې ؟ چې خوله راکړى او ښه شمه ګل روخ  ته هم د سولې غږ يې راځې نه دروېش روښانه   او زه به هم  ارمان د پـــښتانه شــمه ګل روخ  دروېش روښان Pashto Times, Pashto Lines, Pashto Poetry, Pashto Ghazal 2022 and Pashto Ghazal 2023. Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022. Pukhto Ghazal Shayeri. Darweesh Rokhan New Pashto Ghazal. Gul Rukh.

Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023

 Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023 د پرهرونو ژبې ګونګې ښه دي  د سترګو توري چې خبرې کوي د خلکو يره يې په سترګو کې وي  چاپېره ګوري چې خبرې کوي  د چنار سيوري له هيبته رپي  د بڼو سيوري چې خبرې کوي  د انتظار مزه په هغه شپه وي  شوګير او ستوري چې خبرې کوي صاحب شاه صابر Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023. Pukhto Shayeri. Pukhto Lines. Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Qamatona Qeyamatuna. Pashto Times Pashto Blogs. "Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Mumtaz Orakzai Pashto Poem. Pukhto Nazam Da Mumtaz Orakzi

 Mumtaz Orakzai Pashto Poem. Pukhto Nazam Da Mumtaz Orakzi بيتونه د ممتاز اورکزي صيب دي ما نه بچي پوښتنه وکړه چې ټال څه ته وایي بیا زه خبر شوم چې د ژبې زوال څه ته وایي هره لمحه بس د رشتو د کشف عذاب تېروم صاحبه اورې؟ په پردي وطن کال څه ته وایي ★★★ یوې پوښتنې ته راغلی یم، خو څه پوښتنه؟ ته ما نه ولې هېروې زما په زړه پوښتنه ممتازه زه د یو امکان په سر ژوندی اوسمه ما مدام کړې دیواله نه ده د وره پوښتنه ★★★ په ثوابونو پسې مړه ورته ثواب نه وایي سوال ګرځومه خو هېڅوک ورته ځواب نه وایي زه دومره زغم غواړم هغو ته، اې مدهوشه سجدې چې ښه یې نه بولم نو ما ته به خراب نه وایي ★★★ نه ځمه، نه ځم، مه مې نیسه له مړونده ژونده زه بې خوندیو کې پټ شوی یم له خونده ژونده په دریابونو مې راواړوه او وا مې ړوه خو سلامته راته پرېږده خپله تنده ژونده ممتاز که هر څه یم خو ستا یم او ته هم زما یې د مرګ پنجو کې به نارې کوم چې ژونده ژونده ★★★

Muhabatuno Ta Ozgara Na Wa. Pashto Ghazal By Taj Wali Sanam

 Muhabatuno Ta Ozgara Na Wa Zama Khatono ta ozgara Na Wa 2. محبتونو ته وزګاره نۀ ده زما خطونو ته وزګاره نۀ ده د كور كارونه يې پۀ سر پراتۀ دي نورو كارونو ته وزګاره نۀ ده هغه د خان كور كې نوكره جينۍ هغه خالونو ته وزګاره نۀ ده هغه د مينې نه منكره نۀ ده خو قسمونو ته وزګاره نۀ ده هغه نكريزې ګدي د چم جونو ته خپلو لاسونو ته وزګاره نۀ ده سر کې يې ګرځي له زما خيالونه نورو خيالونو ته وزګاره نۀ ده لکه زما کوي روزګار د مينې له نفرتونو ته وزګاره نۀ ده صنمه تاته چې نامه ګل كړي ستا له رومالونو ته وزګاره نۀ ده تاج ولی صنم Pashto New Ghazal 2022 By Taj Wali Sanam. Pukhto Shayeri. Pashto Love Poetry. Tajwali Sanam Ghazal. Pukhto SMS, Pashto SMS Poetry. Pashto Times. Lyrics Of Love in Pashto 

Da Shaheed Bashir Bilour Kamis, Pukhto Tapa aw Nang

 Da Shaheed Bashir Bilour Kamis aw Pukhto Tapa Hamdard Yousafzai څو کالہ وړاندې باچا خان بابا  مرکز ته تلے وومه ،پښتون ميګزين دفتر کښې حيات روغاني صېب سره ناست وومه ،بلا ګپونه مو اولګول ،څه وخت پس راته حيات لالا وې ته راشه لږ باهر ځو ،مونږ د پشتون ميګزين د دفتره راووتو ،حيات لالا يوې کوټې ته دننه شو وې ته راشه دا وينه ،مخامخ په هنګر کښې د شهيد بشير بلور جامې ځوړندې وې !!! مونږ په خاموشې کښې دغه درد او کرب نه تېر شو !!!لالا وې ته ګوره دغه جامو کښې د ګولو او چرو ټول سوري په سينه کښې دي او د جامو شاته مخ سلامت دے دغه جامې ما د هغوي له کوره راوړي دي چې دلته مرکز کښې خوندي وي  زه واړندې شوم لاسونه مې رپېدل ...د کوټ سينه غار غار وه ...او شا يې داسې سلامته وه لږ اوس چې استري شوې وي ... ما وې لالا  زما په مخ لاړې راتو کړه  که مې د ننګ ګولې په شا خوړلي وينه Da Shaheed Bashir Bilour Kamis aw Pukhto Tapa. Remembering Shaheed Bashir Ahmad Bilour By Dr. Hamdard Yousafzai. Shaheed Bilour Shirt in Museum at Bacha Khan Markaz Peshawar.

Wali Ashna Ba Darta Na Wayama? Pashto Poetry Ghazal

 Pashto New Ghazal Poetry 2022. غزل ــــــــــــ د دهغې غلا به چاته نه وایمه ستا د ادا به چاته نه وایمه ښه ولې مونږه زړونه نه لرو څه؟ ولې، اشنا به چاته نه وایمه؟ زما او ستا د محبت رازونه  ځه مړه دا به چاته نه وایمه له تانه پس به هم یاري کومه خو د وفا به چاته نه وایمه خلک زما په شعر کې تا لټوي ګرځي دې، ستا به چاته نه وایمه تنها د درده به یې خوند اخلمه زه د دوا به چاته نه وایمه

Da Khapero Shehzadgai. Latoon Da Ghani Khan

 Da Khapero Shehzadgai.  Ghani khan Da Ghani Latoon. د ښاپیرو شهزادګی د سرو زرو محل کښی یو تخت وو د لالونو اوچت د غرہ په سر وو یو کمال د کمالونو چاپیرہ تری خندا وہ او مستی او مشغولا وہ ګلونه وو، سرونه وو، رنګونه وو، رڼا وہ او ناسته دی محل کښی ښاپیری د شهزادګو وہ چی جوړہ له خوبونو ښائسته نری نری وہ ما وی ای د جنت بی بی زہ ستا د در ملنګ یمه ډیر تنګ د دی جهانه د غمونو نه ئی تنګ یمه لګ پټ می کړہ د غم د تورو سترګو نه محل کښی زر ورکه دا ذرہ به شی د ستورو په غوبل کښی او سترګی ئی راپورته کړی پستی د رڼا سپینی نازکی نازنینی په رنګونو کښی رنګینی رو غم پکښی راوخوت لکه لړہ د ماښام چا ډک کړو له شرابو د سپوژمی د رڼا جام وی واخله دا محل دا تخت دا ټول ساز و سامانه د غمه پټیدہ نشته څوک پټ به شی له ځانه زہ! پښو له د جانان دی دا نغمه د جهان یوسه زہ څاڅکیه! دا دریاب له یوہ قطرہ د ارمان یوسه ته غم ئی، ته خندا ئی، ته بهار ئی، ته خزان خو ما لیدلے خوب کښی دے د حُسن یو جهان چی ډوب به په مستی کاندی ستا غم او ستا ارمان ما وى سر می لوګی شه له تا سترکی می قربان رازہ چی دی د نور جهان له دواړہ شو روان اے شرنګه د ګونګ

Malanga. Riaz Tasneem Pashto Ghazal

  Malanga By Riaz Tasneem. Pashto Lyrics »»»»»رياض تسنيم«««««« ملنګه ! ملنګه چې دا خلک پۀ تُندۍ چرته روان دي؟ وئېل ئې، دا د خپلو خواهشونو غلامان دي ملنګه! د لونګو څانګې لارې د چا څاري؟ وئېل ئې، څو کم سنه دي، لۀ قافه را روان دي ملنګه!دا ګټان زلفې، درانۀ باڼۀ اؤ ډک زړۀ؟! وئېل ئې، دغه ټول علامتونه د باران دي ملنګه! کوم يوسف ته دې ليدلی خوب بيان کړ؟ وئېل ئې، بس يو زۀ اؤ دېوالونه د زندان دي ملنګه! محبت ګني  بېخي دلته ناياب دی؟ وئېل ئې،چې ناياب نۀ دی؛ خو ډېرئې پۀ ارمان دي ملنګه! ستوري څۀ وائي چې زمکې ته راګوري؟ وئېل ئې ،د ساه ګانو جوارۍ وته حېران دي #ریاض_تسنیم Pashto Times. Pukhto Ghazal, Malanga.

Palwasha nazam by Ghani Khan baba. Latoon Book

 Palwasha by Ghani Khan. Palwasha Nazam By Khan. Pashto poem پلوشه په غمونو  کښې  خندا  کړه په  خندا  کښې  غم  ھير  نۀ  کړې او  د  ډيرو  په  سودا  کښې  څي  قيمت  د  کم  ھير  نۀ  کړې د  وصال   په  لمغړو   کښې د  فراق  ستم  ھير  نۀ  کړې دا  څې  تې  سترګو  ته  خاندې د  دې  سترګو  غم  ھير ‌ نۀ  کړې د  الله  الله  په  شور  کښې  څې  صنم  صنم  ھير  نۀ  کړې غنی خان بابا لټون Pashto Times Pashto poetry blog. What is  name. Pashto ghazal Palwasha. Palwasha Nazam By Khan. Pashto poem. Lyrics of Ghani Baba.

Abid Malang Pashto Poetry Ghazal. 2022

Abid Malang Pashto Ghazal. ويخ يمه خوب نۀ وي آرام نۀ کيږي  ياد سره دې بلکل ناکام نۀ کيږي دلته چاته مۀ وايه چي خوښ مې يې دلته د جذبو احترام نۀ کيږي کومې بدبختۍ د اولس وژاړم کومه تجربه مې پۀ قام نۀ کيږي سيده يم صفا صفا غږېږَمه مانه د هيندوانو رام رام نۀ کيږي اوس حالات خراب دي ښۀ وختي راځم اوس رانه شوخي پۀ ماښام نۀ کيږي هله به ښاغلے شم چې مړشومه داسې خو د چا راته فام نۀ کيږي ستا له وجې ستا د لېوني عابد څنګه به قيصې د بدنام نۀ کيږي New Pashto Poetry By Abid Malang Dir Maidan. Pashto Times Poetry Lines. Pashto Lyrics and Pashto Vibes. Lyrics of Abid Malang 202 Ghazal. Pukhto Shayeri aw Ghazal Lines by Abid Malang.

Ghazal (poetry) Samiullah khatir

Samiullah Khatir Pashto Poetry 2014 Ghazal شیخ وائی پہ دین کی دہ ھر شی فکر پکار دے۔ زہ ویم دہ دنیا دہ ھر سڑی فکر پکا ر دے۔۔ The priest of says we must be thinking about here after While I insist we  must be thinking about every person of the world here. سو بہ دہ عربوغلامی کوو، ڈوڈئی پسے؟؟۔ مونگ لہ پہ دی یو ٹکی بیخی فکر پکار دے How long we will be like slaves of Arabs  We must be thinking about this very point here. بس دے جنگ پریدہ جنگ پہ گولئی وولہ۔ ژوند لہ دہ قلم دہ روشنائی فکر پکار دے۔ Let The wars go the Hell We must be thinking about pen here for our coming generation and life تیرے چپے ھیرےکہ چی تیرے دی۔ اوس درلہ دہ رونڑ سحر ساختی فکر پکار دے۔ Don,t morn your Past as the past is past We must think about the brighter tomorrow and future بیا بہ رانہ ٹول خلک پہ مخکی مخکی تلی وی۔ اوس گورےاو نن گورے وختی فکر پکار دے۔ Then Every one and every nation would have gone far away and we would be left far behind. We must Think Right Now to be on right t