Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Lyrics

44 Millions Views For Ali Zaffar And Gul Panra Pashto Duet Song

 Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Tor mala Rawra  44 millions Record Views for a Pashto Song in 2 Months The Folk Pashto  Song remixed By Ali Zaffar And Gul Panra breaking All the records with 44 Millions Views only On Ali Zaffar Youtube Channel only in 62 Days... almost 800,000 Daily views ( Only On One Upload) Daily Views for Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Tor mala Rawra..? 800,000 Views Daily Only On Ali Zaffar Youtube Channel, Think about the rest, The Facebook uploads, Gup Panra GP Official channels, WhatsApp circulation, radio broadcast, On airing on TV screens, Audio Formats downloads etc...  it will be surely 2 to 2.2 Millions daily and these are  rough, minimum estimated calculations.  Lar Sha Pekhawar ta Kamis Tore mala Rawra is classic Pashto Folk song originally recorded by radio Pakistan Peshawar back in 70s remixed by Ali Zaffar And Gul Panra in 2021. Lar sha pekhawar ta Qamis Tore ma la rawra folk song remix proved all time hit song and broken all the records to get views no other P

One Of The Best Of Rahman Baba's Pashto Poems. Sufi Lyrics

Rahman baba Sufiana Kalam One Of The Best Of Rahman Baba's Pashto Poems. Sufi Lyrics Of Rahman Baba. څوک دې راکاندي قسم په کردګار که درهم لرم په کور کې یا دینار زه دینار او درهم نه لرم په کور کې ولې نور عالم مې بولي دنیا دار هم په دا چې نه له ځایه چرته خوځم نه د هېڅ یوه مخلوق یم منت بار نه مې ښکته ملک لیدلی  نه پورته خبر نه یم په یمن او په یسار آب و خور لکه اسیا په ځای را رسي په خپل کور کې مې سکون دی هم رفتار لکه ونه مستقیم پر خپل مقام یم که خزان را باندي راشي که بهار رحمٰن بابا *اسیا=ژرنده One Of The Best Of Rahman Baba's Pashto Poems. Sufi Lyrics Of Rahman Baba. Sook di Ra kandi qasam pa Kirdigar, ka darham laram pa koor ki ya Dinar. 

Pasarli Rashi Teer She Mong Paki Deedar Wana Ko. Ghazal Lyrics

 Pasarli Rashi Teer She Mong Paki Deedar Wana Ko. Ma Sara Fikar She Che Yaw Bul Ta Azzar Onako Poet. Rahmat Shah Sayel Singer. Muntazir Khan پسرلے راشي تير شي، مونږ په کښې ديدار اونۀ کو ما سره فکر شي چې يو بل ته ازار اونۀ کو  زما او ستا د ليونو زړونو شريکه درزا  کۀ مونږ قلاره نۀ کو، مونږ به ترې قرار اونۀ کو  منګے ئې سر ته کۀ په تلو کښې ئې همزولو ته وې ګودر به څۀ کو چې ديدن پرې د سرکار اونۀ کو  په فولادي غرونو کښې سرو دشتو کښې لاروه کوؤ چې د جانان زړګي له راشو په کښې لار اونۀ کو مونږ هره شپه ستا د خالانو ذکر فکر کوؤ مونږه يوه شپه هم د زړۀ په لاله زار اونۀ کو  ستا ‌د نظر ستا د بنو دغه بې‌ واره حملې  مونږ به جانانه ستا د دے‌ کاره روزګار اونۀ کو  سائله ژوند به څۀ وي خوند به ئې څۀ، رنګ به ئې ځۀ  چې په سندره کښې هم ‌ذکر دلدار اونۀ کو  ___  غزل  رحمت شاه سائل (يه زړۀ ګورې دلته به ګل نۀ سپړے) Pashto Times Pashto Songs Lyrics. Pasarli Rashi Teer She Mong Paki Deedar Wana Ko. Ma Sara Fikar She Che Yaw Bul Ta Azzar Onako by Rahmat Shah Sayel.  Muntazir Khan Pashto Songs Lyrics 2022

Da Saba Bada Guzar Pa Chaman Bia Ka. Khushal Khattak

Da Saba Bada Guzar Pa Chaman Bia Ka. Khushal Khattak. Pashto Ghazal. Da Saba Guzar Pa chaman  Singer. Ustad Sadiq Fitrat Nashanas. Poet. Khushal Khan Khattak Baba د صبا باده ګذر په چمن بيا کړه په چمن کښې رنګارنګ ګلونه وا کړه زه دې توان د خرخشو لرم چه کړې یې که دې زړه زما په مرګ دی دا ادا کړه بې نياز څه خبر له نازه ، چې ناز څه دی ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما کړه زه له خپله بخته چا وته فرياد کړم چې پرون ئې راته مخ وو ، نن يې شا کړه خوله مې ډکه شوه په شهدو په شکرو چه سحر مې ستا د لام و بې ثنا کړه عاشقي که سراسر واړه بلا ده ما په ځان د زړه قبوله دا بلا کړه زه خوشحال کمزوری نه يم چې به ډار کړم په ښکاره نارې وهم چې خوله ئې راکړه ( خوشحال خان خټک )

Gulzar Alam Pashto Ghazal Song Lyrics

 Pashto Song. Khuday Zda Lyrics. Shams Ul Qamar Andesh Singer. Gulzar Alam پښتو غزل خدایزده کوم پړاو کې د ارمان یمه  ستا د یاد په دوړو کې روان یمه  ستا د محبت د جنون دشته کې  ګله نه د ځان او نه په ځان یمه  ښار دی لکه کنګل سمندر ویده  دې د خاموشۍ شور ته حیران یمه مینه هسې هم د ګټې کور نه و  زه د خپل احساس په سر تاوان یمه  هلته به جوټې د ناز په ټال خورمه  دلته زه د ژبې اوېزان یمه  دومره که مې وپېژنې ښه به وي  زه د برګ د څانګې ثناخوان یمه  اې د امیدونو د سپرلو راڼۍ  ستا د تصور په ځمکه خان یمه  شاعر : اندېش شمس القمر سندرغاړی : ګلزار عالم صیب

Be Shaka Ma Dagha Khata Kari Da. Hamza Baba Ghazal

 Be Shaka Ma Dagha Khata Kari Da. Hamza Baba Ghazal Singer. Haroon Bacha ارواښاد حمزه بابا غزل امیز حمزه خان شینواری بې شکه ما دغه خطا کړې ده چې تا جفا کړه ما وفا کړې ده دا چې سم سم راته نظر نه کوې ښکاری چې تامې د زړه غلا کړې ده ژاړم په دا چې ته خندا نه کوې خاندې په دا چې ما ژړا کړې ده کومه وعده دې ما دروغ ګڼړلې کومه وعده دې په ریښتیا کړې ده چې خپل غزل د چانه واورم حمزه ویمه چې چا هسې وینا کړې ده باباي غزل حمزه شینواري Pashto Times Pashto Song Lyrics of Be Shaka Maa Dagha Khata kari da. Che taa jafa kra , Maa Wafa Kari Da. Khkari che ta me da zra ghla Kari da. Pashto Learning by Reading Pashto Poetry.

Khushal Khan Khattak Baba Pukhto Ghazal

 Ghazal. So ba sta da di ghamono zghmal Poet. Khushal Khan Khattak Baba غزل شاعر. خوشال خان خټک بابا څو به ستا د دې غمونو زغمل تل کړم! د یارانو کمی نشته یار به بل کړم! په قراره قراري دې یاري پرې کړه د نیمګړي نیت دې چا وته ویل کړم؟  نور به هسې یک تنها په جهان اوسم د هر چا سره چې کښېنم غم حاصل کړم بلاپېری زړه لرم دا یې عادت دی غم و بل لوري ته درومي زه یې خپل کړم چې منګي مې تشول د میو زه وم اوس نور ‌‌‌‌‌‌ډکې پيالې اخلي، زه کتل کړم خالي لاس ورځنې ځم تمه مې نه وه چې ‌‌‌‌‌‌ډک زړه به یې، له ‌‌‌‌‌‌ډکه باغه تلل کړم خوشحال خان خٹک بابا Pashto Times, Pashto Poems of Khushal Baba Ghazal Zaar, Ghazal Band, Ghazal Times. Lyrics Ghazal. So ba sta da di ghamono zghmal Poet. Khushal Khan Khattak Baba

Jaam Khali, Jada Khali, Urdu, English And Pashto Translation.

 Jaam Khali, Jada Khali, Urdu, English And Pashto Translation. Persian to Urdu Translation By Aslam Malik . Female Singer. Nigora Kholova, Tajikistan Male Singer. Amin Jan Saboori, Kabul, Afghan Persian to Urdu Translation of Shehr Khali. شہر خالی، جاده خالی، کوچہ خالی، خانہ خالی (شہر خالی،رستہ خالی،کوچہ خالی، گھر خالی) جام خالی، سفره خالی، ساغر و پیمانہ خالی (جام خالی،میز خالی،ساغرو پیمانہ خالی) کوچ کرده، دستہ دستہ، آشنایان، عندلیبان (ہمارے دوست و بلبلیں، دستہ دستہ کر کے کوچ گئے) باغ خالی، باغچہ خالی، شاخہ خالی، لانہ خالی (باغ خالی، باغیچہ خالی، شاخیں خالی، گھونسلے خالی) وای از دنیا کہ یار از یار می‌ترسد (وائے دنیا کہ جہاں دوست دوست سے ڈر رہا ہے) غنچہ‌ہای تشنہ از گلزار می‌ترسد (جہاں غنچہ ہائے تشنہ باغ ہی سے ڈر رہا ہے ) عاشق از آوازهٔ دلدار می‌ترسد (جہاں عاشق اپنے دلدار کی آواز سے ہی ڈر رہا ہے) پنجۂ خنیاگران از تار می‌ترسد (جہاں موسیقاروں کے ہاتھ تارِساز سے ڈر رہے ہیں ) شہ‌سوار از جادهٔ ہموار می‌ترسد (شہسوار سہل و ہموار رستے سے ڈر رہا ہے) این طبیب از دیدن بیمار می‌ترسد (طبیب بیمارکو دی

Hamza Baba Pashto Ghazal. Lyrics Of Pashto Ghazal

 Hamza Baba Kalam. Pashto Poetry Of Baba E Ghazal Hamza Baba زمـــــا زړه دې وي داغـــــدار ښــــۀ ستـــا خالـــونه په رخســـار ښــــۀ تـــۀ رنـګ رنـګ جـــــوړوه زلــفـــــې زمـــــا عــمــــــر دې پــه دار ښــــۀ تۀ په سترګو کښې مسکۍ شـــه ښخ زمـا په زړۀ کښې خــار ښــــۀ ګلـــــه تــــا بـهـــــر تــــه بـــــــوزي لــــه ريـبـــــاره نـــوبــهـــــار ښــــۀ نـن دې کـــــــړې دنــداســـــــه ده اور دې بــل په هر ګفتــــــار ښــــۀ تــه چې لږ پــرې خوشحــالــــېږې غم زمـــــا په سر بسيـــــار ښــــۀ د وصــــال پـه شپــه تلــــــوار کړې دے تلـــــوار دې له تلـــــوار ښــــۀ وعـــــده مــه کــــوه خـو راشـــــه لـــه ګفتــــاره وي کـــــردار ښــــۀ چې آشنــــا د چـــا طبيب شــي هغـه درست عمـر بيـمـــار ښــــۀ زۀ قـــــيــدي د رواج نــــــۀ يـــــم ګـريبــان مې تـــار په تـــار ښــــۀ تـــــۀ مــغــــرور او بــې نيـــــــازه زۀ نيــازمند يمه خاکســـار ښــــۀ ستــــا د وريځــو لـه دې ګونجـې د تېرې تــــورې پــرهــــــار ښــــۀ پــــه ژړا زمـــــــا ســــوالـــــونـــه په خــــنــدا د تــــ

Bia Di Pa Zulfano Ki Ashna Gulona Wenama. Lyrics

 Bia Di Pa Zulfano Ki Ashna Gulona Wenama. Toro Toro Shpo Ki Za Rangeen Khobona Wenama. Lyrics of Pashto Song, Bia Di Pa Zulfano Ki Ashna Golona Wenama. Singer. Fay Khan بیا دې په زلفانو کې آشنا ګلونه وینمه توروتورو شپو کې څه رنګین خوبونه وینمه فکر کړه نایڼې (۱)په وروورو یې زلفې ګونځه (۲) ځوړند یې هر تار کې پریشانه ولونه وینمه چیرته میخانې دي چیرته حسن د نغمو سره وینم په قدم قدم ښایسته غمونه وینمه هغه ده دحشر په میدان کې تماشه شوله یو دچا ګریوان بل دجوهر لاسونه وینمه Meanings Of Difficult Pashto Words in This Song ( Ghazal). ۱-  نا یڼه = آرایشګره ، سینګار کوونکي ،سینګارګره په عربي ژبه یې مشاطه بولي او په انګریزي کې ورته  Beautician  وایی  دنایی میرمن ته هم په پښتو کې نایڼه ویل کیږي  ۲ -ګونځه = ګومنځوه ، شانه کوه  Pashto Times Pashto Lyrics. Learning Pashto Reading Online. Pashto Poems and Ghazals composed in Pashto. Bia de pa zalfano ki ashna Gulona Wenama. Toro Toro Shpo ki za Rangeen Khobona Wenama.

Bia Kade Baregi. Pashto Folk Song Lyrics

 Pashto Folk Song Lyrics Bia Kade Baregi Pari Wachawal Okhano Ki. Singer. Shakila Naz, Shahbaz Gharha Mardan بیا کڈی باریگی   پڑی واچول اوخانو کی سہ وکڑمہ خدایہ  زڑہ می بند دے پہ کوچیانو کی    بیا کڈی تڑلی شی  راتہ خکاری چی ھیلمند تہ زی  اوڑے دے گرمی دہ اشنا سرہ وطن تہ زی  دہ سہ مودی دپارہ خوگ اشنا می بل وطن تہ زی  زہ یی پریخودم دلتہ زڑہ یی وڑے پہ چشمانو کی   بس کا ستمگری داسی مہ کوہ اشنا سرہ  سر او مال می ستا دی  دغہ ژبہ می د تاسرہ  سر کہ می غوسیگی زہ بہ نہ شم د بل چا سرہ سنگہ بہ تہ سترگی غڑوی پہ اشنایانو کی بیا کډی باریګي پړي واچوول اوښانو کښی څه اوکړمه خدایا  زړه مي بند دے په کوچیانو کښی بیا کډی باریګي  بیا کډی تړلي راته خکاري چي هیلمند ته ځي اوړے دے ګرمي ده د رمو سره وطن ته ځی څه مودی د پاره نازنینه ازاد ژوند ته ځي زه ي پریخودم دلته زړه ي یوړو په چشمانو کښي بیا کډي باریګي بس که ستمګره داسی مه کوه اشنا سره سر او مال مي ستا دي دغه ژبه مي ده تا سره سر که مي غوسیګي زه به نه شم د بل چا سره څنګه به ته سترګي غړوي په اشنایانو کښي بیا کډی باریګي  Pashto Times Song Lyrics. Old Pashto Songs L

Khatir Afridi Kalam

 Khatir Afrdi Kalam. Misri Khan Khatir Afridi Pukhto Ghazal. Baad Shoma Da Ishq Da Garangono Pa Sarono. Singer. Khyal Muhammad Ustad غزل  ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔   حاطر افريدى   باد شومه دَ عشق دَ ګړنګونو په سرونو پرېوتم دَ لرې وطنونو په سرونو سترګې به زما شي آخر غرقې په ژړا کښې ګرځي چې کشتۍ دَ طوفانونو په سرونو درېغه چې دا ستا دَ اننګو خوَله هم زهٌ وے پرخې ته چې ګورم دَ ګلونو په سرونو ښکلې به سر ټیټ کړي یاره ستا په تصور کښې ډېر خاطره ستا دَ غزلونو په سرونو

Da Ero Salay Mi Wran Na Kre Ro Teer Sha. Pashto Song Lyrics

 Pashto Ghazal.  Bada Za Hum Da Ashna Da Ishq Yadgar Yam. Poet. Said Rasool Rasa Singer. Ahmad Khan Ustad Recoded By Radio Pakistan Peshawar. غزل باده! زه هم، د آشنا د عشق یادګار شاعر سید رسول رسا سندرغاړي احمد خان استاد د ایرو څلی می وران نکړې، ورو تیر شه باده! زه هم، د آشنا د عشق یادګار یم ما هم ډير عمر د یار خوا کې، تیر کړي ځکه اوس په میرو ګرځمه بی یار یم باده !زه هم د آشنا د عشق یادګاریم چې د ګل سره په ډکه خوله خندل ما د بلبل په شان زړه سوی،په چغار یم د آشنا مجلس چې نه وي، کور به څه کړم دغه ښه ده ، چې بی دره، بی دیار یم باده!زه هم، د آشنا د عشق یادګار یم چیری زه هم د کار سیز وم، راته یاد شي دا خو اوس د یار په هجر کې، بیکار یم باده!زه هم، د آشنا د عشق یادګاریم Pashto Times, Pashto Old Songs Lyrics. Ghazal. Bada Za Hum Da Ashna Da Ishq Yadgar yam. Da Iro Salay me wran na kre ro teer sha. Pashto Ghazal. Bada Za Hum Da Ashna Da Ishq Yadgar Yam. Poet Said Rasool Rasa Singer. Ahmad Khan Ustad

Malanga. Riaz Tasneem Pashto Ghazal

  Malanga By Riaz Tasneem. Pashto Lyrics »»»»»رياض تسنيم«««««« ملنګه ! ملنګه چې دا خلک پۀ تُندۍ چرته روان دي؟ وئېل ئې، دا د خپلو خواهشونو غلامان دي ملنګه! د لونګو څانګې لارې د چا څاري؟ وئېل ئې، څو کم سنه دي، لۀ قافه را روان دي ملنګه!دا ګټان زلفې، درانۀ باڼۀ اؤ ډک زړۀ؟! وئېل ئې، دغه ټول علامتونه د باران دي ملنګه! کوم يوسف ته دې ليدلی خوب بيان کړ؟ وئېل ئې، بس يو زۀ اؤ دېوالونه د زندان دي ملنګه! محبت ګني  بېخي دلته ناياب دی؟ وئېل ئې،چې ناياب نۀ دی؛ خو ډېرئې پۀ ارمان دي ملنګه! ستوري څۀ وائي چې زمکې ته راګوري؟ وئېل ئې ،د ساه ګانو جوارۍ وته حېران دي #ریاض_تسنیم Pashto Times. Pukhto Ghazal, Malanga.

Da Loyo Loyo Qudratono Raba. Lyrics Of Ajmal Khattak Nazam

Da Loyo Loyo Qudratono Raba. Lyrics Of Ajmal Khattak Nazam. Poem. Da Loyo Loyo Qudrato Raba. Faryad. Poet. Ajmal Khattak Baba, Singer. Gulzar Alam  اجمل خٹک بابا                    نظم فرياد د لويو لويو قدرتونو ربه                             يو تمنا د اوريدی شی کنه                  ستا د سکڼي سكڼي ماخامه لوګي                    دا چه د زړه لوګي  ليدی شي کنه                        ستا د سيلی او توفانونو په مخ                         يو اصويلي دي درلګل غواړم              ستا د چپو چپو سيندونو په مخ                              ليما راډاک شو سسوال یی غواړم              هسې نه چن د حولی وستل کفر شي                     هسي نه ته تا جړيدال هم کفر شي                       ستا د جنت د نعمتنو نه ځار               ځو درتا وګی په جهان جاړم                ستا د دوزخ د لړمانو توبه ځ                     ځو درتا د لړمانان جاړم                    دلته د خيټې دوزخ تش ګرزاوو                    الته کښې ستا د دوزخونو خوارک                   دلته د دغه قصابانو خوارک                       الته د هغه خامار

Ye Waziran Kiram. Habib Jalib Urdu Nazam

 Ye Waziran Kiram. Habib Jalib Urdu Nazam. کوئی ممنونِ فرنگی ،کوئی ڈالر کا غلام دھڑکنیں محکوم ان کی لب پہ آزادی کانام ان کو کیا معلوم کس حالت میں رہتے ہیں عوام ان کو فرصت ہے بہت اونچے امیروں کے لیے ان کے ٹیلیفون قائم ہیں سفیروں کے لیے وقت ان کے پاس کب ہے ہم فقیروں کے لیے یہ وزیرانِ کرام۔۔۔۔۔ حبیب جالب۔۔۔ Poet. Habib Jalib Language Urdu Poem. These Honorable Ministers

Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan. Pashto Poem Waya Waya Mula Jana

Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan. Pashto Poem Waya Waya Mula Jana. Mula Nazam By Ghani Khan Baba.  Lyrics of Pashto Poem By Ghani Khan Baba. نظم  وایه وایه ملا جانه ژوند تپوس دي که جواب ژوند وصال دي که جنون دي که ارام که اضطراب ژوند امام دي که ګلفام که ممبر وي که محراب که یو مست غوندي جهان کښ رنګین خوب دي دا سراب که لمحه دا نور ګټل دی دا دي تور تاریک جهانه ژوند تپوس دي که جواب دي  وایا وایا ملا جانه ژوند فرغون دي او غرور دي  که جنون دي او سرور دي دا نمرود دا زرو تخت دي  که رنګین مرګ دا منصور دي دا حسین مسکي مسکي دي که یذید مست په غرور دي دا بهار دي که ګلاب دي لږ پټ شوي دا خزانه  ژوند تپوس دي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو مست دا میو جام دي که یو مات دا غم کچکول لیوني مخ دا خیام دي که اوښيار مخ دا بهلول یو رنګین باغ دا ګلونو که دا اور دا ازغو شپول که یو تیښته یو فرار دي تښتیدل دی له خپل ځانه ژوند تپوس وي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو خیشت دي چه خوریږی که جمال چه خاوري کیږی دا ساز خپل مرګ ته کړی ساندي که یو اور دي چه بلیږ دا دي تلو مقام دمه شته که دا سا نه سا تښتیږی منګو

Mumtaz Orakzai Pukhto Ghazal. Dua Khudaya

 Mumtaz Orakzai Ghazal. Khudaya خــدايه! پۀ دې دنيـا جنت ورکړه چې موږ نۀ وژني دې مــــزدورانو ته اجرت ورکړه چې موږ نۀ وژني افغانـــــــــــــــستان تـــه ورته را وله د حورو رمې سم يې ماړه کړه دا لذت ورکړه، چې موږ نۀ وژني د کـــونړ سيــــند کړه ورته سيند د مستو سرو شرابو او بيا د څـــــــــښلو اجازت ورکړه، چي موږ نۀ وژني دوی ته بنـــــګلې ورکړه، موټرې ورکړه هر څۀ ورکړه دوی تــــــه ډالرو کې دولت ورکړه چې موږ نۀ وژني د مــــياشتې، میاشتې نا، د ورځې پۀ معاش يې ساته رحيـــــــــمه! خدايه قناعت ورکړه، چې موږ نۀ وژني دوی بصـــــــــــــــارت او بصيرت نۀ غواړي، څۀ يې کوي دوی ته ښکاره عيش او عشرت ورکړه، چې موږ نۀ وژني د ګناهـــــــــــــــګار ممتاز دعا ده، آمين څوک ووايي؟؟ ربــــــــــه هر څۀ پۀ خپل قدرت ورکړه چې موږ نۀ وژني ممتاز Pashto Times Tags. Mumtaz Orakzay Pukhto Ghazal. Dua By Mumtaz Orakzai. Khudaya Nazam By Mumtaz Lala. Pashto Dua. Mumtaz Orakzai Kalam about Afghanistan. Afghanistan ta dua. Pray for Afghanistan. Ghazal. Pukhto Dua Shayrri. Pashto Ghazal 2022. Mumtaz Orakzai 2022 Puk

Bakht Zada Danish Pukhto Ghazal 2022. Taqdeer

 Bakht Zada Danish Pukhto Ghazal 2022. غزل ما په اوبو کې خپل تقدير جوړوه جوړ مې نه کړو ستا له اواز نه مې تصوير جوړوه جوړ مې نه کړو په زړو سترګو مې دروکتل خو ياد مې نه شوې  له زړو خښتو مې تعمير جوړوه جوړ مې نه کړو خلکو به ويل چې ليونى يې خو ما فکر وکړو خپلو پښو ته مې زنځير جوړوه جوړ مې نه کړو چې شوم ناکام نو سنجيده شومه د ژوند لپاره  دخوب نه مخکې مې تعبير جوړوه جوړ مې نکړو دانشه! ښه دى چې دنيا شوله خبره په ما ستا له سندرو نه مې وير جوړوه جوړ مې نه کړو

Yow Jaam Nazam by Ghani Khan translation into English.

Yow Jaam Nazam by Ghani Khan translation into English.  یو جام د رندئے هوا نن الوځی ماښام کښے واخله ډوب کړه ټول غمونه په یو جام کښے څه که شوے چشتی ملنګ څه که امیر شوے کور کښې فرق نه وی په أقا او په غلام کښے تور ښکاري مرګی توله د لاس نیولی خانده، خانده نن، بیا نشی خنده دام کښے Translation:                            A Chalice The air of drunkenness is floating in the dusk;  Come and drown all your sorrows in a chalice.  What matters if you are a yogi or an amir –  At home, there is no difference between master and slave.  Death’s hand, the black hunter, is weighing well the blow;  Laugh! Laugh now, before laughter is ensnared. – Ghani Khan Pashto To English Translation. Yow Jaam Nazam by Ghani Khan translation into English.