Pashtuns Are Saka Or Saak. Origin Of Pashtun Tribes. Who Are Pathans? Pashtuns History Pashto پښتانه ساک دي ؟ اوله برخه د پښتنو د اصل نسل په حقله مختلف نظريات پوهانو وړاندې کړي دي خو دوه غټې نظريې چې دي يوه د بني اسراٸيليت نظريه ده چې بنياد ٸې د نعمتالله هروي کتاب مخزن افغاني دے چې په 1612ء کښې د جهانګير په دور کښې ليکلے شوے دے ـ په دې کتاب کښې په دې خبره زور دے چې پښتانه بني اسرائيل دي او زمونږ مولان صاحبان چې کيني نو په ممبر بغير د څه تحقيقه د دې کتاب په بنياد پښتانه د بني اسرائيلو پورې تړي ـ دويمه نظريه اريايي ده يعني جديد تحقيق دا خبره ظاهره وي چې پښتانه د بني اسرائيلو سره هيڅ مشابهت نه لري دوي د اريايي قبيلو يا د قومونو نه يو قوم دے ـ د دې نظرٸې بنياد په ژبپوهنې يا لينګويسټک باندې ولاړ دے ـ کله چې يورپين مستشرقين يعني په مشرقي ژبو باندې پوهه لرونکي دلته برصغير ته راځي او په مشرقي ژبو کار شروع کوي ـ نو دوي رګ ويد چې د نړۍ د ټولو نه زوړ کتاب ګڼلے شي په هغې کار کوي او په ژبه ٸې کار کوي او د هغې سره سره په اوستا نومې کتاب کار کوي چې د زردشتيانو مذهبي کتاب دے ـ د دې دواړو
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.