Abdul Bari Jehani Ghazal. Pukhtana by Abdul Bari Jehani Nazam ( عاقبت به خپل تاریخ ته مختورن یو ) نه پنځه یو نه پنځه زره کلن یو له ازله پیدا کړي خدای پمن یو نه طبیب نه عزراییل مو خواته راغی دا پنځوس کاله پراته پر زکندن یو نه مو زخم ته مرهم دي پیدا کړي نه پوهیږو چي په کوم ځای کي خوږمن یو له سهاره په ژړا پیل کوو ورځي په ښرا لکه کونډیاني هر ماخستن یو له آمو تر اباسینه وطن غواړو په واړه کور کي له ورور سره دښمن یو « اتفاق په پښتانه کي پیدا نه سو» له خوشحاله بیا تر اوسه ارمانجن یو په زړو کفن کښانو پسي ژاړو له هر نوي کفن کښه ګیله من یو د یووالي د نارو پهلوانان یو د ریشتیا پر میدان ټوله دروغجن یو په شپېلۍ د اسرافیل ګوندي خبر سو چي وګړي د یوه پلار د وطن یو له اورنګه تر فرنګه چي راغلي په هر پوځ کي برتۍ سوي یو پلټن یو نه پوهیږو ماتوو د چا هډونه سرګردان د بل په لاس لکه مېچن یو سیال مو نه دي د نړۍ واړه قومونه موږ اصیل یو د اصیل نیکه زامن یو ...