Skip to main content

Posts

Moulana khanzeb article

د ثور کودتا تاه او ژوندې ولي. __________________                                                           مولانا خانزېب ولي خان پخپل کتاب ( باچا خان او خدائي خذمتګاري ) کښې ليکي چې داؤد خان چې د نادر خان د رور عبد العزيز خان ځوئي او د ظاهر شاه باچا د تره ځوئي وو زما ورسره ډېرې نزدې اړيکې وې ځکه چې د افغانستان په تاريخ کښې ډېر روڼ او ستر مقام ئې لرلو ېو نظرېاتي او په قام مئين مخلص پښتون وو د خپل چاپېريال سره په نړې وال سېاست هم ښه خبر وو  خو کله چې ده په ظاهر شاه تخت نسکور کړو او کم انقلاب ئې راووست نو ما باچا خان بابا ته ېو ورځ اووئل چې سره ددې نه چې زه ېو جمهوري سړې ېم د جمهوريت لپاره هرډول قرباني ورکوم د شخصي باچائي نه ېم مرګرې خو د داؤد خان په افغانستان کښې ددې انقلاب سخت خلاف ېم ځکه چې د سېاسي فیصلو تقاضا دا وي چې ړومبې دې سړې د خپل چاپېريال صحي تجزيه اوکړي د افغانستان چاپېريال داسې دې چې افغانستان په شلمه پېړۍ کښې هم د شلمې پېړۍ ملک نه دې هلته لا هغه شان قبائلي ټولنه ده د خانه بدوشې معاشره ده تعليم نشته او د سېاسي شعور او پاليسې خو هډول سؤال نه پېدا کېږي .  په قبائلي معاشره کښې ې

Betee Dam about Taliban and Mula Umar. Part 2

دوهمه برخه  د مولا عبیدالله اخوند مرګ دا سوال پورته کوي چې ای ایس ای دغه وخت کې مولا منصور ته ولې ریاستی پروټول ورکوو او هغه یې ولې وژلو ؟ جبار عمری وایې چې د طالبانو د امارت غورځیدلو نه پس خو نه مولا عمر جنګ کړی نه یې بیا بیرته د امارت د جوړولو کوشش کړی نه یې د طالبانو په چارو کې ګوتې وهلي ، او نه په خپل امارت پسې خفه وو . جبار عمری بیا وایې د حمید الله توخي او د امریکې د ویرې مونږ قلات پریښود او د قلات نه څه کلومیتره لری د زابل سېوری نومی کلي کې میشته شو ، نو څه وخت پس دغه علاقه کې طالبانو د افغانستان او امریکې په فوځ حملې پیل کړی نو ماته مولا صیب وویل چې دوي ته ووایې دلته جنګ مه کوئ هسې نه چې ستاسو له وجې زمونږ په کور چاپه وغورځیږي او ونیولی شو. اوس سوال دا پیدا کیږي چې مولا عمر څومره کمزوری وو ؟چې کوم ځای هغه میشت وو نو نه خو په هغه علاقه کې طالب جنګیالو ته مالومه وه چې دلته امیر المومنین دی او نه مولا عمر غوښتل چې د دوي سره مخامخ لیدل کتل وکړي . د جبار عمری لخوا په دې کتاب کې مهم انکشافات دا دي چې د کال ۲۰۰۱ نه واخله د ۲۰۰۴ پورې د مولا عبد الصمد د کوره نه دی وتلې ، او نه یې چرته ک

Bette Dam about Taliban and Mula Umar

د نیدر لینډ د جرنلسټې Bette Dam د ملا عمر په اړه د کتاب لوستلو نه پس زه په دې نتیجه ورسیدلم که چرې هم د افغانستان په جنګ یو ازاد کمیشن جوړ شو او هغوي په دې جنګ کې د ټولو فریقینو نه پوښتنې وکړې نو مالومه به شي ، چې دلته طالب چا پمپ کړی؟ او چا ترې ګټې اخستي؟ او د امریکې په افغانستان کې د شتون نه د افغانستان جنګسالارانو څومره ګټې پورته کړي ؟ د طالب نه څومره مقامی او بین الاقوامي سرمایه دارانو او بدمعاشانو ګټې پورته کړي ؟ د Bette Dam په دې کتاب کې تر ټولو نه مهم باب د مولا عمر ژوند پس د ۲۰۰۱ نه دی ، په دغه لوستلو باندې سړی ګوته په خوله او خیران دریان پاتې کیږي ، چې صرف د مولا عمر د نامې نه طالب او د افغانستان جنګسالارانو څومره استفاده کړې؟ جرنلسټې Bette Dam په دې کتاب کې د مولا عمر د ټولو پخوانیو طالب مشرانو انټروئ بیان کړي چې پکې په کوئیټه کې د ISI د چتر لاندې میشت طالبان مشران هم شامل دي . په دغه کتاب کې د مولا عمر د نژدې ملګري مولوي جبار عمري انکشافات د څیړلو وړه دي . د مولا عمر یو بل ملګری عبدالسلام راکټی وایې کله چې زمونږ رژیم د کال ۲۰۰۱ په اخره کې وغورځیدلو نو د طالبانو اخرئ غونډه

Wardak Pashtun Tribe. Gul ahmad Wardak

Who Are Wardak Pashtuns? Who Are Wardag? Wardag, Wardak Or Mayar. Wardag Sook De? Pashto کرلاڼ د غوري شهزاده زوے او ځوځات دی اتمانزي او احمد زي( وزیر) د موسا دروېش بن خدري بن وزیر بن سلیمان بن کرلاڼ بن شاهزاده غوري څخه دي:۲ وردګ د کرلاڼ نیکۀ لۀ ځوځات څخه دے او نوموړے نیکۀ د غوري شاهزاده ځوځات دے نو پۀ دې حساب د وردګو د نسبت سلسله د پښتنو غوریانو پۀ سلسله ګډیږي او د یوې ممتازې یعنې غوري کورنۍ لۀ ډلې څخه دي او پۀ پائې کښې لوے سهاک باچا ته د دوي د نسب سلسله رسیږي: ۳ نوموړے مورخ صدیق الله ریښتین صېب د وردګو پۀ قدامت داسې رڼا اچوي “ وشتاسپ باچا لۀ قربانیو وروستو لۀ خداے څخه وغوښتل چې ماته دومره قوت راکړه چې د شیطانانو عبادت کوونکي ووژنم او د وردهکا قومونه د حیواناتو له اطاعت څخه خلاص کړم “ د دې فقرې څخه دا معلومیږي وردهکا د د یو څو پخوانيو قوم نوم دے او غالبه ده چې دا قومونه له اریائي قومونو څخه وو ځکه ویشتاسپ باچا د دوي ازادۍ د پاره د خداے څخهقوت غوښتے دے. وردهکا او وردک کټ مټ یو شے دے. موجوده وردک هم هغه قدیمي وردهکا دے چې ذکر یې پۀ اوستا کښې راغلے دے: ۴ وردګ توخي اندړ ترکۍ ځدراڼ خټ

Alexendar the Great and Pashtuns

سکندراعظم  او پښتانه  سکندر چې دنيا ٸې د اليګزنډر په نوم هم پيژني ـ د پلار نوم ٸې فيلپ وو چې د مقدونيې بادشاه وو او د يو يوناني دلاسه ووژل شو او بادشاهت  سکندر يعني اليګزنډر ته پاتې شو ـ سکندر د مشرقي مهم آغاز وکړو ـ لس کاله په دې مهم کې لګيا وو څلورو کاله ٸې د پښتنو سره په جنګ کښې تير کړل او شپږ کاله ٸې د اسياٸې صغير يعني شام،بابل،مصر،فارس ، او هند په جګړو او سفرونو کښې تير کړل ـ  مونږ به دلته د سکندر هغه جنګونه چې د پښتنو د ځنو قبيلو سره ٸې کړي دي هغه به ګورو د هغې قبيلو زاړه نومونه به ګورو او د هغوي شتمني به ګورو ـ سکندر چې کله ايران ته رارسي نو دې وخت کښې د ايران بادشاه دارايوش کردو مانوس وو ـ   د يونانيانو او ايرانيانو يعني سکندر او د دارا ړومبے  جنګ د  ګرانيکس نومې سيند په غاړه وشو چې ايرانيانو ماتې وخوړه ـ دويم جنګ د اسوس په مقام وشو خو ايرانيانو بيا شکست وخوړو ـ دريم جنګ د ګوګاميلا په ميدان کې وشو په دې کښې هم ايرانيانو شکست وخوړو ـ د پوهانو په نزد په دې جنګ کښې د پښتنو فوځونو هم شرکت کړے  وو ـ  ياده دې وي چې د سکندر ټول فوځ شپيته زره وو ـ   سکندر د ايران دوه ن سوه کاله زوړ حکو

Who was Ibni Khaldon. Pashto blog

د ابن خلدون (مقدمتہ فی التاریخ) نامتو مورخ او د بشري او سماجي علومو پوه ابن خلدون د کال ۱۳۳۲م د مئ پر ۲۷م د تیونس په ښارګوټی کې زيږېدلی او د کال ۱۴۰۶ د مارچ په ۱۹ مه د مصر په پلازمېنه قاهره کې وفات شوی دی، ابن خلدون له زدکړو وروسته د خپل هېواد د دولتي ارګن برخه او په حېث د وزیر ئې کار پيل کړ، خو وروسته د يو لړ ستونز له امله د اندلس (سپين) هېواد غرناطه (Granada) نومي ښارګوټي ته ستون شو، بيا د مصر پلازمېنې قاهره ته ولاړ او هلته ئې په د مصر په نامتو پوهنتون (الازهر) کې په حېث د استاد کار پيل کړ، د علمي تاريخ په اوږدو کې ابن خلدون د علم تاریخ، ټولپوهنې او سیاسي علومو بنسټ اېښوونکی او باني ګڼل کېږي، نوموړي مورخ او لیکوال که څه هم د (العمر) په نوم د اندلس د عربانو ضخيم تاريخ او يو شمېر نو تاریخي اثار لیکلي دي خو د هغه چي کوم کتاب تر ټولو زیات شهرت وموند هغه (مقدمتہ فی التاریخ) دی، په دې تاريخي اثر کې نوموړي مورخ د تاریخ، ټولپوهنې، سياست، اقتصادياتو، ادب  او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه ډېر ګټور او تفصيلي بحثونه کړي دي، دا ضخيم کتاب (مقدمتہ فی التاریخ) کابو دوه پنځويشت لوئ او کوچني مطا

Qisa khwani massacre

د قصه خانۍ خونړۍ پېښه: د پښتنو د يوه ستري قربانۍ کيسه... چي بايد هر پښتون يې ولمانځي...! "په هند د پيرنګي د قبضې خلاف چې کوم زورور تحريک چليدۀ په دې تحريک کښې د پښتونخوا د پښتنو د ازادۍ تحريک د ټول هند په نسبت ډېر زورور او چست وۀ هم دغه وجه وه چې دلته څومره تحريک زورور وۀ دومره د پيرنګي مزاحمت تيز وۀ او هم د دغه مزاحمت په رڼا کښې چې هغوي د طاقت کوم استعمال کړے وۀ او د بې ګناه انسانانو کومې وينې ئې تويې کړي دي نو د تاريخ پاڼي به په سرو لفظونو يادې ساتي۔ په دې پېښو کښې د ۲۳م اپرېل ۱۹۳۰ د قصه خانۍ پېښه ډېره مشهوره او ذکر وړ پېښه ده۔ باچا خان په خپل کتاب "زما ژوند زما جدوجهد" کښې د دې پېښې په حواله داسې ليکي: "دلته ماته دپېښور ملګرو وويل چې په ۲۳م اپرېل ۱۹۳۰چې تۀ ئې نيولې نو په دغه شپه د پېښور ښار کښې مونږ ټول هم ګرفتار کړو۔ الله بخش برقي صاحب چې د کانګرس کمېټۍ سکرټري وۀ په دغه شپه دي په دفتر کښې وو پوليس دۀ پسې کور ته تلي وو دې کور نۀ وۀ نو د شپې د ګرفتارۍ نه پاتې شۀ سحر پوليس دي هم دفتر کښې ونيولو چې دې څۀ وخت ګرفتار شۀ او خلق خبر شو نو ډېر خلق راغونډ شول دې ئې د پولي

Chandan pashto blog

چندڼ ( چندنړ) دپښتو شاعرانو په شعرونو او ټپو کې  ------------------------------------------------------------------- زلفې دې بیا په مخ خورې کړې  لکه ښامار چې له چندڼ تاو شوی وینه چندڼ یا چندړ چې په فارسي اوعربي کې یې صندل ، په سنسکریت یې  چندونم ،په یوناني ژبه یې  سندانون ، په انګریزۍ کې یې(       Sandalwood ) بولي او لاتین یا علمي نومونه  یې  (   santalum album   ) او (  Santalum spicatum   ) دی دجنوبي هند په ایالتونو    کریلا ، تمیل ناډو، کرناټک  ، میسو ر او او دهنددمدهیا پردیش په ایالت  او همداراز په ځینو نورو هیوادونو  سریلانکا ،نیپال ، بنګله دیش ، پاکستان ، دهاوایی په ټاپوګانو ،جنوبي امریکي ،  آسترالیا ، ویټنام او  اندو نیشیا کې پیدا کیږي .  دچندڼو دونې لرګي ډیر خوشیویه دی نو ځکه په ګرانه بیه خرڅیږي . هندوان ، بودایان او زردتشیان یې په خپلو عبادت ځایونو کې دخوشبویۍ لپاره کاروي او دهندوانو ډیر مندیرونو دروازې دچندڼو  دخوشبویه لرګي نه جوړیږي .  شتمن هندوان چې کله خپل مړي سوځوي نو د نورو لرګیوسره دچندڼو یو لرګی هم ورسره ږدي . همدارنګه هندوانې ښځې  دچندړو دلرګي پوډر له سیندروسره ګډوي

Qisa khwani massacre 23 March history. Pashto blog

23م اپریل، قصه خوانۍ  د پُښتون تاریخ یوه توره ورځ ليک: آیاز یوسفزے پهٔ پُښتنه خاوره هر جابر او غاصب تر خپله وسه د خپل جبر او زورواکۍ نخښې پرېښې دي. دې سيمې ته کهٔ مغل راغلي دي کهٔ سيکهان راغلي دي کهٔ پيرنګیان، کهٔ د پيرنګیانو وارثان او کهٔ د پُښتنو پهٔ خپله جامه کې پټ دُشمنان، هر یوهٔ پهٔ خلاص مټ د دې خاؤرې پهٔ وګړو بلها قیامتونه تېر کړي دي. خو د هر قیامت سره دا اولس د ورکېدو پهٔ ځای لا رازغون شوی دی. هيڅ یوهٔ جابر او د هغهٔ جبر د دې اولس غرور نهٔ دی مات کړی او نهٔ به يې څوک ماتولی شي.  د مردان د ټکر پېښه، د چارسدې د اُتمانزو خونړۍ پېښه، د بنوں د سپين تنګي ټول وژنه، د قصه خوانۍ د وينو سور سېلاب او وروستو د بابړې قیامت د پُښتون تاریخ هغه تورې ورځې دي چې پهٔ انساني تاریخ کې يې ډېرې کمې بېلګې ترلاسه کيږي. د دغه ټولو تورو ورځو ترڅنګ 23م اپریل 1930م زېږدیز کال ورځ هم پهٔ پُښتون تاریخ کې یو ستر قیامت راغلی وو. دغه ورځ کهٔ یو خوا پهٔ پُښتنه سيمه یوه توره او د قیامت ورځ وه خو بل اړخ ته د پُښتونخوا د آزادۍ د خوځښت د بنسټيزې تيګې حيثیت هم لري. دغه ورځ د سن تيس (1930) د شهيدانو د ورځې پهٔ نوم تر

Alama Moulana Wahiduddin khan

د هند مشهور پښتون دیني عالم مولانا وحیدالدین خان: د هندوستان دغه دیني عالم او سکالر په خټه پښتون دی نوموړی د ۱۹۲۵ م کال د جنوري د میاشتې په لومړۍ نیټه د هندوستان د اتهر پردیش ایالت په اعظم ګړه کې زیږیدلی دی ده خپلې زده کړې د اعظم ګړ په مدرسة الاصلاح کې سرته رسولي دي او بیا د هند پلازمینې ډیلي ته راغلی او په ډیلي کې د الرساله د میاشتنۍ مدیر و مولانا وحیدالدین خان په شپږو ژبو اردو ، هندي ، عربي ، پښتو ، فارسي او انګریزي پوهیږي مولانا د هند په ټولنه کې چې د ډیرو مذهبونو څخه جوړه ده د مسلمانانو او نورو مذهبونو د پیروانو تر مینځ په روغه جوړه کې دژوند پلوی او یو معتدل مسلمان دی نوموړی د الرساله په میاشتینۍ کې چې په اردو او انګریزي ژبو خپریږي د هند د مسلمانانو د فکري او ذهني ودې او اصلاح په اړوند ډیرې لیکنې کوي نوموړی مسلمانان او د دوئ بچیان تعلیم ته هڅوي او په دې لاره کې هلې ځلې کوي چې مسلمانان د منفي او کږو لارو نه مثبتو اوسمو لارو ته را وګرځوي د همدې الرساله انګریزي ایډیشن د ده د لور ډاکټر فریده خانم په زیار او هلو ځلو چاپیږي د مولانا وحیدالدین خان پر دیني او ادبي خدمتونو او د ده پر هر اړخ