Peer Rokhan, Music, Dance, Attan and Haal Nama د "حالنامې" نه یو اقتباس پیروښان د سندرو او ګډا سره د لېونتوب تر حده مینه لرله. پۀ دغه حواله پۀ "حالنامه" کښې راغلي دي چې "پیر دستګیر(پیروښان) ته حق تعالي خپل عشق او مینه پۀ چپو چپو ورکړې وه. کله چې به ځوانانو سندرې وئیلې، سازونه به یې غږول، پۀ وجد کښې به راتلل، ګډېدل به. نو پیر دستګیر(پیروښان) به هم د ټنګ ټکور پۀ اورېدو پۀ وجد کښې راتلو او پۀ خولۀ به یې وئیل "بشنوازنے چوں حکایت می کند از جدائی ها شکایت می کند" او کله نه کله به پۀ جذبه کښې راغے نو د دې سازونو سره به ګډېدو هم، بې اختیاره به لګیا وۀ تاوېدو راتاوېدو به، دواړه پښې به یې لګولې او لکه لاټو به چورلېدو راچورلېدو.ځان به یې پۀ قابو کښې نۀ وۀ. یوه ورځ یې د ترۀ د ځوے (د خداداد ترۀ) پۀ وادۀ کښې مجلس جوړ شوے وۀ. پلار یې او خواجه اسماعیل هم پکښې ناست وو. ځوانان جذبه شو، سندرې شروع شوې، سازونه ګرم شو، لوبه جوړه شوه پیر دستګیر(پیروښان) هم ناست وو. د هغه پۀ زړۀ کښې هم شوق او مستي پیدا شوه، اورپېدو، زړۀ یې غوښتل چې میدان ته ور ودانګي، پۀ زړۀ کښې یې خیال ر
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.