Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Ghani Khan

Ghani Khan Baba Sculpture In Russian Museum.

Ghani Khan Baba Sculpture In Russian Museum.  This is what we call International Recognition! Sculpture of renowned pushto poet Ghani Khan Baba has been displayed in one of the Russian museums. Хан Абдул Гани Хан Выдающийся пуштунский пот, писатель, политик и философ 1914- 1996 Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan. Pashto Poem Waya Waya Mula Jana. Mula Nazam By Ghani Khan Baba.  Lyrics of Pashto Poem By Ghani Khan Baba. Pashto Language Poetry By Ghani Khan Baba. Learn Pashto Reading. Pukhto Shayeri. Da Ghani Khan Nazam, Waya Waya Mula Jana. Mula Jan By Ghani Khan Baba. Pashto Times Pashto Blogs

Ghani Khan Nazam Redi Gul. Understanding And Explanation Of Ghani Khan.

 Ghani Khan Nazam Redi Gul. Understanding And Explanation Of Ghani Khan. Reedi Gul Nazam. Poem Of Ghani Khan Explained In Pashto. د غني خان فلسفه: ريدي ګل يوه ورځې يو صحرا کې په ښکار وتے ووم روان يو ګلاب مي ولاړ وليد پړقيدو ښايسته خندان زه خفه يې خوا له لاړم ما وې اه زما پشان ته هم ګل يې بدنصيبه ورک د زلفو د جانان نه د چا نيازبينې ګوتې نرم مخ له به دي يوسي نه به خکل دِ کړي سري شونډې د يار سره نازک لبان هغه غلے شان مسکے شو وې خان مه کوه خفګان زه به دا صحرا ور نه کړم  د ايران په ګلستان دلته زه يو او يکتا يم هلته زر زما پشان چار چاپيره سپيرې خاورې زه يواځې يم روښان دلته دې تور ريګستان کې زه د رنګ او نُور لمبه يم د ښايست چپه نغمه يم کرشمه د لامکان ستا په باغ کې په زرګونو دي ګلاب زما پشان يو بے نومه سور درياب کې يو بے نوم څاڅکے روان ته دِ هم خپلې صحرا کې خفه نه شې زما وروره اخر را به شي ديدن له دِ څوک سوے غني خان د مثنوي رومي په اولني شعرونو کې يوه شپيلۍ (بانسري) فرياد کوي چي د نيستان نه جدا شوي يمه او دفرياده مې مرد و زن افسرده دي۔ نيستان د بانس ځنګل ته وايي۔ په ريدي ګل کي هم ګل د ګلستانه

Ajal, Mula, Khawra, Aw Ghani Khan. Ghani Khan Nazan Explanation. Ajal

 Ajal, Mula,  Khawra, Aw Ghani Khan. Ghani Khan Nazan Explanation. Ajal Aajal, Mulla, Khawra Aw Ghani. اجل، مُلا، خاوره او غني چغې وهي اجل، مُلا ته اورې او که نه اورې تشه خاوره نه ده غني څنګه به شي خاورې اجل: اجل خپل څه جسماني وجود او اواز نه لري۔ د اجل مخ د روح په سترګو ليدلے شي او اواز د روح په غوګونو اوريدلې کيدے شي۔ مُلا: د رندانه مزاج شاعرانو علامت دے په جسم او وجود (يعني ماده) يقين ساتلو والا، چي شهوت پرست وي ځکه چي وجود پيجني او روح نه۔ هم دا وجه ده چي مُلا د اجل اواز نشي اوريدے۔ عقل ترينه ګيرې اوخوړخيټې تري ايمان اوخوړ ګوره په وربشو کې خره لعل د بدخشان اوخوړ  (غني خان) خاوره: مادي حيثيت لري۔ د انسان خاورين وجود د فطرت نظام ته مجبوره او محتاج دے۔ په فطرت کې هر شے تغير طرف ته ځي۔ په دې وجه انساني جسم خراب شي او خاورې شي۔ غني: غني د الله نوم دے۔ د انبياےکرام علیہم السلام اجمعین، بيشتر فلسفيانو (مثلا سقراط، افلاطون۔ ارسطو، تهامس ايکوناس وغيره) او صوفياو مطابق د انسان وجود د خاورې او د روح امتزاج دے۔ صوفيان پکې دا خبره هم کوي چي روح دراصل د الله د هستۍ يوه حصه ده، لکه  شمس تبريز، رو

Ghani Khan Baba, Marg, Janan Aw Mula Jan. By Younas Khan Buneri.

 Ghani Khan Baba, Marg, Janan Aw Mula Jan. By Younas Khan Buneri. Ghani Khan Baba, Marg, Janan Aw Mula Jan.  د زنګ لاندې شمشیر                             ( اوومه برخه ) غنی خان دمرګ په باب کښې هم  د ملا سره اختلاف لری او ملا چې په کوم انداز کښې د مرګ تصویر کشی کوی نو غنی خان د هغې فلسفې په قطعی توګه باندې رد کۍ او د دې لوړ کار کول جرآت  هم د عارفانو  کار دې ولې چې ظاهربین خلق مرګ یوه توره بلا تصور کوی او په خوف کښې ترې مبتلا وی خو دا د عارف کمال دې چې عوامو  ته د مرګ هغه ښکلې اړخ وړاندې کوی چې زما پشان  یو ګنهګار انسان هم دې ته تیار شی چې هغې دې هم د مرګ تمنا د زړه له کومې اوکړی او عارفان وايی هم دوﺉ ته څوک چې عوام د الله د  هر امر په حکمت باندې ښه په دلیل سره   پوهه کړی  عارف او عالم کښې څه فرق دې ۔۔؟ ډیر ملګری ماته ډیر په فخر سره وايی چې ما خپل بچې په مدرسه کښې کښینولې دې او عالم ترې نه سازول غواړم ته دعا اوکړه چې ځما بچې عالم شی نو زما ورته دغه وینا وی چې عالم ترې مه سازوه بلکه عارف ترینه ساز کړه هغوﺉ تندی تراؤو کړی او ځما په مقصد ځان پوهه نه کړی ولې چې عوامو ته خو د محسوساتو علم ی

Ghani Khan Baba Nazam. Ta Da Noor Samandarona, Za Da Khawri Yaw Zara

 Ghani Khan Baba Nazam. Ta Da Noor Samandarona, Za Da Khawri Yaw Zara Ghani Baba Nazam, Ta Da Noor Samandarona. ته    د    نور   سمندرونه زه    د    خاوری    یو    ذره دا    زما    او    ستا به څنګه شي    دوستي    او   یارانه توره شپه کې تش صحرا   کی زه    جانان      جانان   کومه نه    دلبر   نه   یې  خبر شته نه     قدم      نه    نشانه ډېر    پیران    مې     ټنګولې مذهبونه    لټولې چېرته    ټکې   رڼا   نشته بس   قيصو    پسې   قيصه   ده موټې خاورې  نه   جوړ   شوی موټې   خاورې   به   جوړېږم زه   دې   ولې   جوړولم؟ څه   حاجت   وو   د  دې ساه؟ یا  مې  سم   د  زړګي   یار کړه زه   به   ځان   درنه   قربان   کړم یا دې  ټکې   تش   ژوندون   له دې   بل   خر   ولټوه....v ته    د    نور   سمندرونه زه    د    خاوری    یو    ذره دا    زما    او    ستا به څنګه شي    دوستي    او   یارانه توره شپه کې تش صحرا   کی زه    جانان      جانان   کومه نه    دلبر   نه   یې  خبر شته نه     قدم      نه    نشانه ډېر    پیران    مې     ټنګولې مذهبونه    لټولې چېرته    ټکې   رڼا   نشته بس   قيصو    پسې   قيصه   ده مو

SIMILARITIES OF GHANI KHAN AND JAUN ELIA’S POETIC SENSIBILITIES”

 “SIMILARITIES OF GHANI KHAN AND JAUN ELIA’S POETIC SENSIBILITIES” When I say, ”The Poet”. What kind of a person is pictured in your imagination? Definitely a person who loves, a person who can give up everything for the sake of love, a person who screams, “Beloved! Beloved” incessantly trying to prove that the spirit of love has completely overtaken his soul. A person who is unable to find a single moment of solace when his beloved is out of sight, a person who never betrays his supreme objective of love, a person who is honest about his feelings, a person who never fakes pain or suffering, a person who would wish the brightest ecstasies for his love even if he has to endure the darkest agonies himself, and a person whose pride lies in calling himself an exponent of love. Weren’t you thinking of a person possessing such a character? Yes, you were! Because that’s how poets are supposed to be. But let me introduce you to another kind of poets; the ones who openly admit their flaws and w

Ghani Khan Pashto Poetry Nazam. Pashto Poem Of Ghani Khan.

 Ghani Khan Pashto Poetry Nazam. Pashto Poem Of Ghani Khan. Kala Swal Minat Janan Ta, Kala Rad Aw Bad Mula Ta. کله سوال منت جانان ته کله بد او رد ملا ته د ساغر ساقی صفت کوم د ټېپرو ډک لاله ته کله کله تا نه ربه د وړو په شان ګیلې کله تود ژوندے امېد کله سوے اسوېلے کله ټنګ کله ټکور کله جام کله دلبر یو جهان کښې د رنګ ډوب د جهانه بې خبر بادشاهی هغو له ورکه چې زغملے ئې شی زور چې په لاس لکه قصاب وی په خصلت لکه منګور چې خپل ځان ته شی کولے قربانی د ورور د وینې هم هضمولے هم خوړے شی د غریب د غوښو پینې تاج وړلے هغه سر شی چې وژل لکه وبا کړه لکه پړانګ داړل څیرل کړه وېرول لکه بلا کړه تخت هم نهٔ پائی بې زوره بې د تورې د جلاده بادشاهان چې څومره ډېر وی دومره وی دنیا برباده لوئی بادشاه وی لویه ژوره دے په وینو زوو پائی ربه! فضل په مونږ اوکه مونږ ساته لهٔ دې افته چرته غټ خر ته په شا کړه دا د سرو لالونو کته سفارش ورته دا اوکه صېب زمونږه د بابته وے پام کوه د دله خره غنی او نهٔ وئی په لته. غنې جان❤️ Ghani Khan Pashto Poetry Nazam. Pashto Poem Of Ghani Khan. Kala Swal Minat Janan Ta, Kala Rad Aw Bad Mula Ta. Gh

Da Lewanyano Neka By Ghani Khan. Understanding And Explanation.

 Da Lewanyano Neka By Ghani Khan. Understanding And Explanation. د ليونيانو نيکه، مونځ، مستي او حسن جوړيدل اې د ليونيانو نيکه مونځ ښه که مستي ښه ده حسن جوړيدل ښه دي که حسن پرستي ښه ده؟ ښه ده مستي ښه ده خو زړه پاک لکه آينه غواړي دا درياب هضمول د سمندر هومره سينه غواړي (غني خان) دليونيانو نيکه مطلب د بغداد منصور حلاج۔ ځکه چي هغه په عاشقانو او شاعرانو کې ډير مشهور دې، د عشق د ميدان اتل دې او عاشقان اکثر ليوني شمارلي کيګي۔مستي مطلب الله۔ غني خان چي کله د موسي عليه السلام قصه کوي په هغي کي وايي ناګاهه پړق شو، درياب د نُور راغې څه په مستۍ راغې څه په سرور راغې هستي شوه ګونګا مستي ګويانه د الله پاک سره د مستئ ذکر کوول د صوفيا روايت دې لکه رومي چي په ديوان شمس تبريز کي وايي، مردِ خدا مست بود بې شراب الله عالم دې چي منصور ته څه کشف شوې وو، خو د هغې نه پس ديارلس کاله د هغه صرف دا خبره وه چي "لااله"مطلب دا دې چي د الله نه علاوه نور څه هم نشتې، په دې وجه زه هم الله يم (انالحق)۔ جمله معشوق ست و عاشق پردهٔ (رومي) خود کوزه و خود کوزه ګر و خود ګلِ کوزه، خود رندِ سبو کش (رومي)  هغه به وې ما خپ

Pashto Two Lines Poetry By Ghani Khan Baba. Wesal. Pashto Shayeri

 Pashto Two Lines Poetry By Ghani Khan Baba. Wesal. Pashto Shayeri د وصال مزه که ما نه وي څکلې په فراق به تر ازله وم خوشحاله  اول ړوند وم ، ته بينا کړم ، بيا د ړوند کړم  ځکه نه راکوي ژوند مزه اوس ما له لټون صفحه: ۲۰۲  Pashto Two Lines Poetry By Ghani Khan Baba. Wesal. Pashto Shayeri. Latoon Book Of Ghani Khan Baba Shayeri. Pashto Book Of Ghani Khan Baba.

Ghani Khan's Friend Sahib Zada Imtiaz Ahmad

 Ghani Khan's Friend Sahib Zada Imtiaz Ahmad.  By Arshad Ali. دہ غنی خان ملګرے امتیاز احمد صاحبزاده  Imtiaz Ahmad Sahibzada And Ghani Khan Friendship. امتیاز احمد صاحبزاده په 1936 کی پیدا شوے وو .او په 1959 کی یې شامل شو .ده خیبر پښتونخوا ده صوبائي بیوروکریسئ کې څه وخت کار کولو نه بعد په 1987 کې هغه اسلام اباد ته ټرانسفر شو . دلته هغه ده فیډرل ګورنمنټ ده مختلفو وزارتونو تر لاندې سیکرټري پاتې شو او په 1987 کې ده کیبینټ cabinet سیکرټري معطل شو . روستو بیا هغه ده فیډرل پبلک سروس کمېشن ممبر ، ده نیشنل سیکیورټی کونسل ممبر ، ده فیډرل لینډ land  کمیشن چئرمین ، ده پاکستان وفاقي محتسب ، ده وزيراعظم ده قبایلي کارونو معاون خصوصي ، په مختلفو عهدو پاتې شو .او اخر کار په 2008 کې ده پبلک سروس نه ریټائر شو  هغه ده دواو کتابونو   The pilgrim of beauty  او  A Breath of fresh Air  لیکوال هم دے . دا اولانے  کتاب ده غنی خان شاعری ده پښتو نه انګلش ته ترجمه کولو په باره کې دے   او دويم ده غنی خان ده 1946  ده هند سنټرل لاجسلیټیو کی تقریرونو مرتب کولو په باره کې دے. صاحبزاده ده باچا خان ده صوانح عمري کتاب 

Ghani Khan Pashto Poetry For Dr. Khan, Bacha Khan And Wali Khan.

 Ghani Khan Pashto Poetry For Dr. Khan, Bacha Khan And Wali Khan. په تصویر کښى موجود شحصیات د غنی خان ترہ او د باچا خان بابا مشر رور خان عبدالجبار خان المعروف ډاکټر خان صیب، فخرافغان عبدالغفار خان المعروف باچاخان، خان عبدالغنی خان المعروف لیونی فلسفی او رھبرِ تحریک خان عبدالولی خان دہ دی ټولو معتبر شحصیاتو په اړہ درته د غنی خان درى درى شعرونه ډالی کوم۔  کوم چی غنی خان ډیر په مینه او احترام لیکلۍ دی  اول: شهید ډاکټر خان صیب (د غنی خان ترہ)  Ghani Khan Poem For Dr. Khan. که ھزار به دی ژړل زړہ پټوو به دی زما نه ماته تل مسکۍ کاکا وی، مینه ناک او مهربانه نشته نه به راپیدا شی پښتنو کښی داسی ترونه کاش چی ته دلته کښی ناست وى ما ښکلول دی قدمونه خو تا لوی دربار له یوړہ د خپل سوی زړہ غمونه د وطن د ننګ جنګونه، د پښتون د شان خوبونه دویم: بابا ته (فخر افغان باچا خان، د غنى خان پلار) Ghani Khan Pashto Poem For Bacha Khan Baba. کله خاندم کله ژاړم لیونے یم اے زما په بند پروت غریبه پلارہ نه! ته نه غریب ته ډیر لوئی اوچت ئۍ مصیبت دی ستا عزت ته عزت دارہ چی په تا کښی کوم جوھر دی ما کښی نشته ستا نیکۍ زما بدۍ

Da Suliman Darbar. Nazam Ghani Khan Baba. Da Suliman Darbar. Pashto Poem

 Da Suliman Darbar. Nazam Ghani Khan Baba. Da Suliman Darbar. Pashto Poem د سلیمان ؑ دربار غاړه د صحرا وه او دربار د سلیمان وو لوئې  خلقې  وې  د سړو  او  د پېریانو یو خوا ملزمان قطار نیولي وو دېوانو بل خوا په ادب لویه جرګه وه د مارغانو پېش وو هتکړو کښې او بیان پسې بیان وو چې پېش نه دې بلا ده بېخ ئې اوښکه د مارغانو په  ده  ادم  بېللې  ده  بېللې  ده پېریانو حقه حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو غاړه د صحرا وه او دربار د سلیمان وو دا پېش نه دې استاذ دې دې استاذ دې د ډاکوانو سر ئې د کمترو روک که بېخ ئې اوښکه د منږکانو ټولې چرګې شنډې شوې فراق کښې د چرګانو بانګ بانګړي بند ټېم ئې خطا که د ملیانو ستا د منجوره ئې ستا خپل بانګي پټ کړې دې اخوا د بچو سره ئې په شپږ کسه خوړلې دې دغه ستا د تخت خوا کښې پېروی ته هم غلې دې دا زنځیر ترې لرې کړه نو دا پېروې تلې دې ووې سلیمان زنځیر ترې وباسئ زورلې دې دې خو داسې مړاوې دې او دې خو داسې ښکلې دې نو شغ شو او پېروې غېب شو مخکښې د پېریانو نو حقه حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو واپس راغې مسکې برېت ئې په ژبه تاوول وې حکمت له چې عمل کښې ضرب ورکړې شی اټکل غلا چې پڼاپیش ونکړی خ

Death Story Of Ghani Khan Son Faridoon Khan. Real Story In Pashto

 Death Story Of Ghani Khan Son Faridoon Khan. Real Story. د غني خان بابا د زوي د مرګ باره کښې غلط فهمي .... "دا یوه غلط فهمي ده چې د فریدون خان مرګ د یو زمیدار د لاسه شوے ؤ ـ زما د والد صېب د زمیدار سره پټي کښې شر راغلے ؤ ـ هغه ورله پۀ بېلچه سر وهلے ؤ چې د هغې سره زما د والد صېب د وجود یو طرف (نیم وجود/پېرلائز شوے) کار پرېښودے ؤ ـ زۀ د شپږو کالو وم چې د والد صېب وفات مې د څلور دېرش کالو پۀ عمر کښې د معدې د کینسر لۀ کبله پۀ کال ۱۹۸۷ء کښې اوشو ـ د یو خان واحد نیازبین زوے ؤ ـ  ډېرو خلقو غني بابا ته خپلې مشورې پیش کولے (د جهګړې نه پس) چا ورته وې چې سر ئې درله راوړو چا وئیل چې ژوندے ئې راولو خو غني بابا ورته ووئیل چې بس ما ته دې ځان نۀ ښایي یعنې زما مخې له دې نۀ راځي نو ما بخښلے دے-" د غني خان بابا د نمسي مشال خان مختلفې مرکې لټون،ترتیب او لیک ؛ - عدنان خیالي ۶ ستمبر ۲۰۱۸ Death Story Of Ghani Khan Son Faridoon Khan. Real Story In Pashto. Pashto Times Pashto Blogs. Understanding Ghani Khan Baba. Pashto Sherona, Ghani Khan Pashto Sherona. Pukhto Sherona 2022. نوټ ـ دا مختصر لیک مې د

Be Taleema Khaza Ghwa Da. Ghani Khan Baba Pashto Sherona.

Be Taleema Khaza Ghwa Da. Ghani Khan Baba Pashto Sherona. Ghani Jata Khaza By Ghani Khan Baba.  “جټه “ بې تعليمه ښځه غوا ده سخو ګټو له بې بها ده نه ورانېږي نه سميږي بس يو شى يوه بلا ده خوله يې ژرونده نه ودريږي د چرچڼو مشغولا ده زوى يې وران لور يې ناولې خو د غوا پرې څه پروا ده يو واده د خداى رحمت دى يو طاعون دى يو وبا ده په کالو نه ښکلې کيږي دا بد خويه دلربا ده په ګيلو نه ستړې کيږي تل ويرونه دي غوغا ده فلانى داسې فلانى داسې دايې کار دايې سودا ده وايي غني مين په غوا چې دروغ دى که رښتيا . #غني  خان لټون : مخ يا صفحه (746) لټون پسې لټون : مخ يا صفحه (23) د غني کليات : مخ ګڼه (148_149) ‏The Legend Great Ghani Khan Be Taleema Khaza Ghwa Da. Ghani Khan Baba Pashto Sherona. Jata Khaza By Ghani Khan Baba. Pukhto Sherona.  Girl's Education By Ghani Khan Baba. Let Girls Learn.  Pashto Sherona. Ghani Khan Nazam Be Talima Khaza.  Khaza Ghwa. Be Talima Khaza.  Un educated Woman Nazam By Ghani Khan. Pashto Times.

Ghani Khan: The rhythms of hope: By Arshad Ali

 Ghani Khan: The rhythms of hope:  Ghani khan poetry was brought into the mainstream media by the great legend sufi , musician , philosopher  and Mechanical engineer Sardar Ali takkar during his college life .  We are so grateful to takkar siab because of him we know Ghani khan,a poet whom nobody was aware of, and suddenly their rendition of Ghani Khan’s “Songs ” became one of the big sensations in Afghanistan and khyber pukhtoonkhwa and more recently the discovery of the Yasir and Jawad (Y and J) band has brought Ghani Khan’s poetry into the different level one of their song the  “Reidi Gul” became a big sensation, one of the most viewed videos on Youtube.  Despite his affiliations with a political family, his poetry was totally non-conformist and his approach towards life, religion and the world is what makes him interesting for today’s youth.  All Ghani talks about is peace and tolerance, in one of his writings he says that human beings today are thirsty for each other’s blood and e

Ghani Khan Baba. A Nameless Drop In Nameless Ocean. By Arshad Ali

 Ghani Khan Baba. A Nameless Drop In Nameless Ocean. By Arshad Ali •غنی خان په بې نومه سمندر کې یو بی نومه قطره !: اګرچه غنی خان په ۱۵ مارچ 1996 کی ده دی فانی دنیا نه رخصت شو خو نه یو ډیپارټمنټ او نه کلتوری یا حکومتي ارګانائزیشن ده وس پوری ده دی عظیم فلسفی شاعر په باره کې څه سیمینار یا پروګرام منعقد نه کړه او نه ده ده په نامه څه ارٹ سکول پرانيستل شو چې هلته خلک ده ده فلسفه اولولی او په ده باندې تحقيق اوکړی . البته ده ده خاندان ذاتي توګه په باچاخان مرکز کې ده ده مرګ لمانځلو لپاره یو غنډه منعقد کړی وا . خو ذه حیران یم چی دوی داسې قسمه غونډه ده ده په ذاتی کور کې ولی نه کوی .چی خلک دا هغه په فلسفه ده هغه په کور `` دارلامان `` کی پوه شي او جسماني توګه یې هلته محسوس کړي کم زاے کې چی هغه خپل زیات وخ تیر کړے وو ذه لوستونکو له ده غنی خان کور او مقبری ته په تللو زور ورکوم .ده غنی خان مقبره ده هغه ده کور نه په یو څو کلو میټره فاصله کې ده .په دغه غټی مقبره کې قبر موندل هم ګران دی . او روډ ېې هم نرے دے چی په څه نخانی هم نشته . امید لرم چی زاي کمیونټی او ګورنمنټ ده دی لپاره څه لار را اوباسي چې خلک پ

Two friends Ghani khan & sardar Ali Takkar. By Arshad Ali

 Two friends Ghani khan & sardar Ali Takkar. By Arshad Ali Sardar Ali Takkar and Ghani khan are like body and soul can never be separated from each other.  Ghani khan once told sardar Ali (Ta rab mala paida karay ye awo za rab ta la ) we are created for each other .  In 1982 when Yar Muhammad Maghmum, a professor at Edward college Peshawar wanted to celebrate an evening with the legendary philosopher and poet Ghani khan but was unable to find a singer who was ready to meet the challenge of putting Ghani's poetry to music. When Takkar became aware of this, he agreed to sing in that programme. Some people also recorded this programme on audio cassette, which got so much prominence that music stores started selling it on a regular basis. In this way, his debut album (solely based on Ghani khan's poetry) touched the market incidentally.  Later he record a full album on Ghani khan but he was not allowed to release it in Pakistan so he went to Afghanistan where he the very first

Ghani Khan In Bacha Khan Namaz Janaza At Shesham Bagh Jalalabad 1988

 Ghani Khan In Bacha Khan Namaz Janaza At Shesham Bagh Jalalabad Afghanistan. ‏د جهان خبرې ګوره بېل به نه کړې سپين له توره ای غني! ګیله ترې مه کړه شوه ړنده دنیا شمکوره نوټ  دا تصویر په شیشم باغ جلال اباد کښی د فخر افغان باچا خان بابا د جنازی په وخت ویستلی شوی وو 20 جنوری 1988... Ghani Khan Picture Taken In Bacha Khan Baba Fakhar E Afghan Janaza At Jalalabad. 20 January 1988. Bacha Khan Was Buried In Jalalabad. His Funeral Was Attended By Afghan President Doctor Najibullah Shaheed. Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullah Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Ikhtilaaf Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Poetry

 Ikhtilaaf Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Poetry اختلافات خان عبدالغنی خان  پلار مې ورک په خپل وطن زه د خپل وطن نه ورک                                      د هغۀ خوښ دی تعليم                                      زما خوښ ساګ د پالک د هغۀ خوښ دی ځوانان ټول د قام په جنګ روان                                     زما خوښ هر ګُلستان                                     هر چمن د لولو ډک د هغۀ وطن جهان دا بې نوره بیابان                                     زما ملک ښکلی اسمان                                     د خائسته ستورو نه ډک Ikhtilaaf Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Poetry. Pashto Poetry Of Ghani Khan. Khan Abdul Ghani Khan Nazam Ekhtilaf. Pashto Times, Pashto SMS Poetry. Pashto Poems In Text. Pashto New Poetry 2022 Ikhtilaaf Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Poetry. Pashto Poetry Of Ghani Khan. Khan Abdul Ghani Khan Nazam Ekhtilaf. Pashto Times, Pashto SMS Poetry. Pashto Poems In Text. Pashto New Poetry 2022 ایم انعام خان

Janat By Ghani Khan Baba. Ghani Khan Nazam Jannat Lyrics. Pashto Poetry

Janat By Ghani Khan Baba. Ghani Khan Nazam Jannat Lyrics. Pashto Poetry By Ghani Khan Latoon Book ماته وائې چې ځه جنت ته ځو ستا جنت ستا د لوږې ارمان دې ستا جنت د خوراک او د ښځو ډک ستا جنت نيم پيرس نيم طهران دې ستا جنت کښې درياب د شوروا روان پېمانې د فيرنۍ نه برپورې دي ستا جنت کښې جنون او تالاش نشته ستا جنت کښې څربې څربې حورې دى ستا جنت کښې نه سوز نه ارمان شته دې غټې خېټې لمدې سپورې شونډې دي   / غنى خان .۔ Janat By Ghani Khan Baba. Ghani Khan Nazam Jannat Lyrics. Pashto Poetry.  What Is Janat By Ghani Khan. Ghani Khan Baba Aw Da Janat Tasawoor.  Da Ghani Khan Janat. Ghani Poetry In Text.  Ghani Khan Nazam Janat In Writen Text. Bacha Khan, history Pashtun. Who Was Bacha Khan Baba? Zama Jawand Aw Jadojehad. Pukhtana Mashran, Pukhto Mazmooon, Pashto Learning, Pashto Reading Book Online.  How To Learn Pashto In United States? Pashto Learning Class 2023. How To Learn Pashto In United Kingdom?  How To Learn Pashto Language In London?  How To Learn Pashto Language Online? Attitude Shayeri By G