Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Khushal Khattak

Pukhtun Khushal Day. Saud Banhash New Pashto Ghazal 2022

 Pukhtun Khushal Day. Saud Banhash New Pashto Ghazal 2022 اې خــوشـاله! ښه خوشال، پښتون خوشال دی د اورنګ پـــه هــــر میډال، پښتون خوشال دی دا خو یو دی، که سل نور يې منځ کې تېر شي پـــه اغــزن، اغــزن دېوال، پښتون خوشال دی ســل سـلـنـه  غـــــلامـۍ  او  مـحـکـومـۍ  هم دا  ګڼـي خپل اسـتـقـلال، پښتون  خوشال  دی خــدایــه! تـــا ورکړي ژونــد بــانــدې خـفـه دی د مـلا پـــه  تېغ  حلال، پـښـتـون خــوشال  دی د تیارو غــــار تـــه پتنګ پـــه شان الـــوت کړي بــې څــراغ، او بــې مشال، پښتون خوشال دی هـــر  ســـرلــوړي غــــر  يـې ښکته  ســر  نېولی دا پــرې هېڅ نــه دی ملال، پښتون خوشال دی د غـــرڅــو تـرسکونې غـــوښې يې بادار خوري اې ســعـوده! مست په دال، پښتون خـوشال دی سعود بنګښ Pashto Times. A Khushala By Saud Bangash. Pukhto Shayeri. Pashto Facebook Poetry 2022 and 2022. Pukhtun Khushal Day. Saud Banhash New Pashto Ghazal 2022. Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullat Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sh

Khushal Khattak Baba Ta Perzawana. Tribute To Khushal Khattak

 Khushal Khattak Baba Ta Perzawana. Tribute To Khushal Khattak ته وی پلار د پښتو ژبې تل په لار د پښتو ژبې مونږ قربان د پردو ژبو ته سردار د پښتو ژبې مونږ ويزاره د پښتو نه ته وی ځار د پښتو ژبې مونږ د بل په ژبه ناز کړو ته سينګار د پښتو ژبې ته مکتب او مدرسه وی ته نامدار د پښتو ژبې هنر مند د ننګ د ساز وی قلم کار د پښتو ژبې يومغل نه کړی منکر ته د اقرار د پښتو ژبې هر يو بېت دی غږیدلی په ستار د پښتو ژبې ستا په فکر شه خوشحاله بخت بيدار د پښتو ژبې (شمس القمر انديش ) شمس القمر اندېش Khushal Khattak Baba Ta Perzawana. Tribute To Khushal Khattak by Shams Ul Qamar Andesh. Pashto Classic Poetry. Pukhto Shayeri. Pashto New Lines. Pashto Poetry By Shams Ul Qamar Andesh. Pashto Times.

Khushal Khan Khattak Bold and Sexy Pashto Poetry.

 Khushal Khan Khattak Bold and Sexy Pashto Poetry. چې نۀ یې ننګ وي نۀ غېرت په دا حېران یم نـو  خـداے  څـۀ  لـه  ځـېګـولـي  دا  غـؤولـي خوشال خټک Che Na Nang We Na Gherat Pa da Heran yam Che Khuday Sa La?  Zegawaly Da Ghowalay. Some Pashto Words With English Meanings. Nang aw Gherat Meaning Honor In Pashto Ghowalay Means Fucked  Pashto Word For Fuck Is " Ghowal" غوول SEO Pashto Tags. Pashto Times, Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto Blogs, Pashto World. Pashto Pedia, Pashto Wikipedia.

Naurooz In Khushal Khattak Baba Poetry. Nau Rooz Festivals

 Naurooz In Khushal Khattak Baba Poetry. Jishan E Naurooz, Naw Rooz Festitvals  په راتلو درسره ډېرې خوښۍ راوړه پر خوشال خټک دې قدر دی نوروزه Pa Ratlo Darsara Deray Khwakhai Rawra. Pa Khushal Khattak Di Qadar De Nau Roza. Khattak Baba. پشتو پشتو شعرونہ پختو شاعری پشتو شاعری پښتو شعرونه نوروز او پښتون خوشال خټک بابا خټک

Khattak Baba Khushal Khan Khattak Best Pashto Ghazal with Explanation

 Khattak Baba Khushal Khan Khattak Best Pashto Ghazal with Explanation د خوشال بابا مشهور غزل سره د فرهنګ د جهان په مخ به نه وي، هسې ستا غوندې دلبره پري رویه، عنبر بویه، سنبل مویه، سمن بره ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره باده نوشه، مے فروشه، قصب پوشه، مو کمره دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره غزل خوانه، خوش الحانه، دُر دندانه، لب خندانه عنبر خاله، پُر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره فرهنګ Explanation And Meanings Of Classic Pashto Difficult Words in Khattak Baba Poem ( Ghazal)  پري رویه : د پري غوندې څهره لرونکي  عنبر بویه : د عنبر غوندې خوشبو لرونکي  سنبل مویه : د سنبل غوندې خوشبوداره زلفو والا سمن بره : تکه سپينه ( د ياسمين ګل غوندې)  ګلعذاره : د ګل غوندې څهره والا زلفې ماره : د اوږدو زلفو والا شهسواره : د اس سواره ( مجازًا د حسن او جمال په اس) خوش رفتاره : په ناز و انداز تلونکي  باده نوشه : مے خوار ،شراب نوش مے فروشه : ساقي قصب پوشه : د قصب اغستونکي (

Khushal Khan Khattak Pashto Poetry Ghazal With Explanation

 Khushal Khan Khattak Pashto Poetry Ghazal With Explanation Of Pashto Classic Words. غزل _ خوشحال خان خټک چې درومي په انګړ کې، درست انګړ سره يو ګل شي د مُشکو بوی راپاسي ، چې دې تار په تار کاکل شي چې سترګې کړې ورپـــــورته په نرګس شي بلا سازه چې زلفـــــې کـــــړې نمودې حبطه واړه سنبل شي د ملا د ويښتـــــه فـــــرق به دې هېڅ يو سره ونه کا که واړه دانايـــــان مې پـــــه دا فکـــــر ، تامل شي عـــــالم وايي و مـــــاتـــــه له ښـــــه مخه صبر وکړه حيــران يم له ښه مخـــــه په څه صبر و تحمل شي د خوشحال خاطر يې هسې ځنې يووړو تورو سترګو لکـــــه صيد د شاهينو تر مښوکو ، تر منـــــګول شي خوشحال خان خټک بابا کليات _ مخ :- ۳۰۴ کاکل _ د جونو د سر ویښتان چې د خولې په لور ځوړند وي. نن صبا وته کوئف وايي نمود _ اظهار، نمائش ، ښودنه حبطه _ ضايع کيدنه، بې فائده، بې کار، عبث سنبل _ يوه ګل نامه ده تامل _   نهایت غور اور فکر سره کتنه صيد _ هغه ځناور چې ښکار کونې دې وي. يا ښکاري ته پخپله هم ځينې معنو کښې راځي Khushal Khattak Baba Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri Da Khattak Baba. Khushal Khattak Born To Shahb

Da Khushal Khattak Baba Yaw Sher. Wrak Aw Spak

 Da Khushal Khattak Baba Yaw Sher. Wrak Aw Spak. Two Lines Pashto Poetry. مـا هــغه ســړی شمــــارلـی دی په ورکــــــو! چـي په خوی کـي بـي وفا ، عادت په سپکـو! Ma Hagha Sarhi Shmarali Di Pa Wrako Che Pa Khoe Ki Be Wafa Pa Adat Spako. Khushal Khattak Baba Pashto Poetry. English Translation Of Khushal Khattak Verse. For Me They are No Ones and Of No Meaning The Traitors And Ill mannered men.

Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal.

 Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal. د خوشحال وينا   دا سړی چې پرېښته دی هم شیطان دی که سړی لږ خپل عمل ته نګــــران شي يو په بد عمل کې ځي تحت الثــــرا ته بل په ښه عمل کې بره تر اسمان شي   تربيت که د باغوان له لاســــــه مومي پر هر ځای باندې ګلونه د بوستان شي هر استاذ سره چې کېني يو څو ورځې د هغه هنر په ده کـــې نمـــــــایان شي د نېکانو په صحبت کې به ښه کېږي د بدانو ملګرتيا يې ورپېزوان شــــي له مغول سره که کېناسته مغول شـــو له افغان سره که کېني نور افغان شي له خوشحال سره که کېني يو څو کاله دا د غره خټک به واړه شاعران شـي Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal. Painting Of Khushal Baba By Hamdellah Arbab.

Khushal Baba Ghazal With Pashto and English Translation And Explanation.

 Da Jehan Pa Makh Ba Na We Hase Ta Ghondi Dilbara Pari Roya, Ambar Boya, Sumbal Moya Saman Bara. Khushal Baba Ghazal With Pashto and English Translation And Explanation. د خوشال بابا دیوان مخ - ۳۶۹ . د جهان په مخ به نه وي، هسې تا غوندې دلبره پري رویه، عنبربویه، سنبل مویه، سمن بره . ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره باده نوشه، می فروشه، قصب پوشه، مو کمره . دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره . طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره . غزل خوانه، خوش الحانه، در دندانه، لب خندانه عنبر خاله، پر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره . . پري رویه = د ښاپېرۍ په څېر مخ لرونکې = One with a face like a fairy عنبر بویه = One who smells like ambergris . Ambergris = Ambergris (taken from the digestive tract of whales), an ingredient of perfume, has been mostly known for its use in creating perfume and fragrance much like musk. Perfumes can still be found with ambergris around the world . سنبل مویه = د څڼۍ کوکو (سنبل)

Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry.

 Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry. خپل عمل چي سړے سپک که لکه خس هسي ي ورک که بد عمل لیونے سپے دے چی حملے په خپل کنډک که زما ژبه نه ده اور دے ګزارونه د ټوپک که چي زما نوم ي بدنام کړو خدایا ورک هغه خټک که خوشال ناست دے په برمول کښي ارمانونه د اټک که خوشال بابا پښتو غزل Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry On Image. Pukhto Ghazal

Girls And Women Generalization In Khushal Khattak Pashto Poetry

  Girls And Women Generalization In Khushal Khattak Pashto Poetry. Types Of Girls In Khushal Baba Pashto Poetry. ‎خوشال خان بابا د پښتنو ښځو په هکله داسې جنرلاېزېشن کړی دی:  ‎یو بیان به درته وایم که یې اورې ‎زما دا خبرې نه دي دروغجنې ‎د غلجیو جونه سپيو سره یو ځای خوري ‎همګي واړه بد پوښې دي سپږنې ‎د شېرزادو جونه بازې د سپین غره دي ‎په شینوارو کې هم شته پکې پښنې ‎فېروزخېلې اکاخېلې د صفت دي ‎نورې زېږې خربپشې دي چینجنې ‎د مغل د پښتانه دمه پرې کېږي ‎د کوهاټ بنګښې مه شه سترګبښنې ‎په بنګښ کې بډه خېلې بدې نه دي ‎نورې واړه خودنمایه دي نیازبنې ‎د توریو د ځاځیو نجونه ښې دي ‎بلا دا چې دي له څېرمې لوړزنې ‎که ځدراڼې که وزیرې که څارنګې ‎دا خو واړه نه سړیې دي نه جنې ‎د هندکیو په حساب دي عیساخېلې ‎د سنبلو نجونه څه خو سرپېزنې ‎دولت خېلې لواڼۍ دي لویې چارې ‎نورې واړه پونده دي غوشینې ‎د شیتکو نجونه سالې پښتنې دي ‎خو په ژبه په پوشاک دي برسېرنې ‎د ابدالو نجونه واړه ګډبنې دي ‎که ترینې دي د پښین دي د ستاینې ‎د دوړو نجونه واړه لکه باغ دي ‎کشیده پکې ملیې دي د ستنې ‎د خټکو نجونه واړه غوبنې دي ‎خو یوازې اکوړخېلې

Zwani, Khani, Khattak Aw Khushal Baba. Yow Sher

 Zwani, Khani, Khattak Aw Khushal Baba. Yow Sher نه خوشال وای، نه خټک وای،نه خاني وای  چج په لاس تور مسلی وای خو ځواني وای Da Zwanai Arman aw Khushal Khattak Baba. Na Khushal Way, Na Khattak Way, Na Khani Way Chaj Pa Laas Tor Musali Way Kho Zwani Way. Khushal Khattak Baba.

Two Lines Pashto Poetry By Khushal Khattak Baba

 Two Lines Pashto Poetry By Khushal Khattak Baba چي د خولې ویل یې نور، د زړه یې نور وي د هغه به مخ په دواړه لوریه تور وي د ناپوه سره راضي نه یم، په باغ کښي د دانا سره قبول لرم که اور وي خوشال خان خټک

Khushal Khan Khattak Baba Ghazal. Composed In 2022

 Khushal Khan Khattak Baba Ghazal. Composed In 2022 څو په باغ کې لا يو ګل د نوبهار شته د بلبلو، د توتيانو پرې چغــــار شــــته نن دې غم له مانه ځان ساتي که ښه/څه کا چې په سيل د بهــــــار راســره يــــار شــته ګل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترګې لا به ډېر عالم رسوا کا چې دا چــــــــار شته د ګلونو په موسم کې خوار هغــــــــه دی چې يې نه پياله په لاس نه يې نګار شته نن هغه شــــــاه جهان د زمـــــانې دی چې دسته يې د ګلونو په دستار شته چې نا اهــــل په غفلت وربانــدې نه ځـــي ځکه وصل د هر ګل په څنګ کې خار شته نن خوشاله! د زړه داد د عشرت ورکـړه دا څو ورځې غنيمت دی څو ګلزار شته

Whom You Should Not Be Friended by Khushal Khattak?

 Whom You Should Not Be Friended by Khushal Khattak? By Khushal Khattak Baba يو حريص بل دروغجن دی هم احمق هم ترسنده دا څلور کسه سړي دي د یارۍ په کار ګنده که یاري ورسره وکړې ژر به تا کا شرمنده (خوشال بابا عليه الرحمه) Two Lines Pashto Poetry About Friendship by Khushal Khattak baba

Khattak Baba Pukhto Ghazal. 2021

 Khushal Khan Khattak Baba Pashto Ghazal. مار که هر څو پېچ و خم ځي خپلې سوړې لره سم ځي د غفلت له خوبه وښ شه! شيرين عمر دم‌ په دم ځي مرګ به هېڅ سړی پرې نه ږدي وار په وار په درست عالم ځي بې دليله به ځان ورک کا مسافر چې په تورتم ځي د پښو وار يې خطا کېږي چې قاضي لره څوک ګرم ځي که قضا و ته تسليم شي هم په دا له دله غم ځي د دوزخ د اور علاج کا چې سحر تر سترګو نم ځي هغه عمر لکه باد دی چې په غم د بیش و کم ځي چې تور مشک دې حبطه کړل په کافورو څه ستم ځي چې نه پول لري نه پوله هغه هر چېرته خرم ځي منډيې مه پرېږده خوشحاله که دې سر لکه قلم ځي _ _ _ خوشحال خان خټک کليات مخ _ ۳۴۴/۴۵ پېچ و خم :- ګډ وډ (پاملرنه :- فارسی اسم "پیچ" بطور معطوف الیه سره "و" بطور حرف عطف لګېدو سره فارسی اسم "خم" بطور معطوف مېلويدو نه مرکب عطفی جوړ شه. پښتو کښې بطور اسم استعماليږي) قضا :- حکم، د خدای امر، هغه الهی حکم چې د مخلوق په حق کې واقع شوی وي، ابدي فرمان، الهي فرمان (پاملرنه:- قضء ← قَضا          عربی ژبه کې ثلاثی مجرد په باب کې مشتق اسم ده۔ عربی نه پښتو ته اصلی معنی و ساخت سره داخل شوه او بطو

Khushal Khattak Baba Kalam With Meanings of Difficult Words

 Khushal Khattak Baba Kalam With Meanings of Difficult Words مار که هر څو پېچ و خم ځي خپلې سوړې لره سم ځي د غفلت له خوبه وښ شه! شيرين عمر دم‌ په دم ځي مرګ به هېڅ سړی پرې نه ږدي وار په وار په درست عالم ځي بې دليله به ځان ورک کا مسافر چې په تورتم ځي د پښو وار يې خطا کېږي چې قاضي لره څوک ګرم ځي که قضا و ته تسليم شي هم په دا له دله غم ځي د دوزخ د اور علاج کا چې سحر تر سترګو نم ځي هغه عمر لکه باد دی چې په غم د بیش و کم ځي چې تور مشک دې حبطه کړل په کافورو څه ستم ځي چې نه پول لري نه پوله هغه هر چېرته خرم ځي منډيې مه پرېږده خوشحاله که دې سر لکه قلم ځي _ _ _ خوشحال خان خټک کليات مخ _ ۳۴۴/۴۵ پېچ و خم :- ګډ وډ (پاملرنه :- فارسی اسم "پیچ" بطور معطوف الیه سره "و" بطور حرف عطف لګېدو سره فارسی اسم "خم" بطور معطوف مېلويدو نه مرکب عطفی جوړ شه. پښتو کښې بطور اسم استعماليږي) قضا :- حکم، د خدای امر، هغه الهی حکم چې د مخلوق په حق کې واقع شوی وي، ابدي فرمان، الهي فرمان (پاملرنه:- قضء ← قَضا          عربی ژبه کې ثلاثی مجرد په باب کې مشتق اسم ده۔ عربی نه پښتو ته اصلی معنی و  ساخت

Mard Of Khushal Khan Khattak. Pukhto Ghazal

 Khushal Khattak Baba Ghazal. Mard Hagha Che Himat Naak. Da Khushal Khan Khattak Mard Sook De? مرد هغه چې همتناک برکتناک له عالمه سره خوږ په زیست و ژواک مخ ې مخ قول ې قول عهد ې عهد نه دروغ نه ې فریب نه تش تپاک  چې خبره د پستئ دبلندئ شی په لویئ لکه اسمان په پستئ خاک په تمکین کښې لکه سبر په سخا کښې په هرخواڅانګې ګنګورې لکه تاک چې دا هسې ښه وېل که زه حېران یم چې خوشال راوړو له کومه دا ادراک

Nangyalay Da Zamany Khushal Khattak yam. Pukhto Ghazal. Khushal Khatak Baba

 Khushal Baba Poem About Aurangzeb Alamgir And Mughal Rulers. دمغولي  استبداد او زورزیاتي پر خلاف دخوشال بابا د لومړني پاڅون اعلان      ( دافغان په ننګ مې وتړله توره )  نومیږی چې دخوشال بابا یو ستر شاهکار   او داوچتې پایې  نظم ګڼل کیږي .دادی دا نظم دآغلو او ښاغلو دوستانو سره شریکوم پرورده که دمغولو په نمک یم داورنګ له لاسه هم دغریوه ډک یم په ناحق یې په زندان کړم یو څو کاله خدای خبر دی که په خپل ګناه زه شک یم پښتنوسره زړه توردی دمغولو خبرداریې په نیتونو یک په یک یم که سره که ناسره راته معلوم دي  په داکار کې په معنا لکه محک یم هغه زیست چې دعزت له مخې نه وي چې يې کا په هغه زیست پورې هک پک یم اوریې پورې په منصب په نوکرۍ شه  چې تر فهم او تر نظر دمغول کلک یم په خپل نام او ننګ چې راشم لیونی شم خبردار کله په سود وزیان دلک یم هرپښتون چې دمغولو نو کري کا که دې زده دهغو واړو بهترک یم دخټکو بې ننګي چې راپه یاد  کړم زړه مې بد له خپله ځانه چې خټک یم چې منصب مې دمغول خور یو ملک وم چې منصب دمغول نشته اوس ملک یم دفرمان دپروانې حکم یې نشته شکر داچې په خپل حکم په خپل وک یم نه مې کار په خاص و عام ته په دی

When Was Rahman Baba Born? Pashto Research Paper

When Was Rahman Baba Born? Pashto Research Paper. By Adnan Khyali. رحمان بابا د چا همزولے ؤ؟ (د نوو زیاتونو سره) ما ډېرو ځایونو کښې لوستلي ؤ، چې رحمان بابا د خوشحال د مشر زوي اشرف خان هجري همزولے ؤ ـ نن دغه خبره تر څۀ حده حقیقت ته رسووم ـ چې د کوم زوي ئې همزولے ؤ؟  د پښتنو د کم علمۍ وجه به ووایو کۀ بدنصیبي ، چې د وړومبي دور د ګڼ شمېر لیکوالانو ژوند ئې په تیارۀ کښې دے ـ رحمان بابا هم په هغۀ لیکوالانو کښې شامل دے، چې افاقي شهرت خو لري ولې ژوند ئې په بشپړه توګه نۀ دے معلوم، څوک یوه نېټه یادوي څوک بله ـ د رحمان بابا د پیدایش په اړه پټه خزانه کښې دي "عبدالرحمان بابا پۀ سنه (۱۰۴۲) هجري پیدا  شو داسې آزاد دائرة المعارف ویکیپیډیا د رحمان بابا په اړه وائي: "پشتو کے عظیم صوفی شاعر عبد الرحمن(1632-1711ء) مہمند قبیلے کی ایک شاخ غوریہ خیل سے تعلق رکھتے تھے۔ پشاور کے قریب بہادر کلی میں پیدا ہوئے۔ اپنے زمانے کے معتبر علما سے فقہ اور تصوف کی تعلیم حاصل کی۔ پشتون شاعری کے حافظ شیرازی کہلاتے ہیں۔ آ پ کا کلام تصوف کے رموز و عوامض سے مملو ہے۔ مجموعہ کلام دیوان کے نام سے شائع ہو چکا ہے۔ اس میں پا