Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Lyrics of Pashto Folk Songs

Shen Khalai, Kakarai Gharay. Kakari Ghara, Folk Pashto Songs Of Kakars.

 Shen Khalai, Kakarai Gharay. Kakari Ghara, Folk Pashto Songs Of Kakars. شین خالۍ ---------------- توره شپه ده توره خونه شین خالۍ نه ده معلومه توره شپه به خدای رڼاکړي شین خالۍ به خدای پیدا کړي که راځې درته ولاړیم ګلې ستا په انتظاریم نارې مه وهه درځم په ویالې ګوډې ډکوم مازدیګر دګودر غاړه شینخالۍ ده در روانه زه درځم نه ایساریږم ستا دیدن ته رارسیږم شینخالۍ ده در روانه زه درځم نه ایساریږم ستا دیدن ته رارسیږم Kakarai Ghara Tora Shpa Da Tora Khona Shen Khalai Na Da Maloma Tora Shpa Ba Khuday Saba Ki Shen Khalai Ba Khudy Pida Ki

Pashto New Tappay, Pashto Romantic Folk Poetry And Tappay.

  Pashto New Tappay, Pashto Romantic Folk Poetry And Tappay. په دنیا دوه شاینه خواند کړي  یو روغ صورت بل د تودې غیږې خوبونه  د سترګو تور لالی مې ورک دی په زرګر ناسته یم څېره یې جوړومه Attitude New Two Lines In Pashto 2022 Tapa. ږیري ته رنګ ورکړه چی ځوان شي چې د همزولو د پیغوره خلاصه شمه Pashto Poetry Tapa For Girls Attitude In Text. ‏که ته د شپګ خویندو لالا يې زه نازولي خور د شپږو وروڼو يمه Roman Text Of Pashto Attitude Lines. Ka Ta Da Shpag Khwendo Lala Ye Za Nazawale Khor Da Shpago Ronro Yama. له کلي تللي یار ته وایه د بیوسۍ غږ به مې څوک دررسوینه #ټپه کوڅی دې خړی پړی ښکاري جانانه خپل کلي ته بیا راشه میینه ‎‏د غاښ نشان دې نه ورکېږي ‎په غم ښادۍ کې مخ له خلکو پټومه ‎ ‏باز  مې  د  قارغانـو  سـره  لاړى مردارې غوښې يې خوراک شوې مړ به شينه ‎ دیدن په لک روپۍ ارزان دی  ما لېوني یار ته تڼۍ پرانېستي دینه Roman Text Of Pashto Attitude Girl's Poetry For Instagram Status. Dedan Pa Laak Rupai Arzan De Ma Lewani Yaar Ta Tanrai Pranesti Deena. مورې پښتون ته مې ورنکړې  پردي جنګونه په سر اخلي مړ به

Nawagai Momando Wrana Krala. Explanation Of Pashto Folk Song.

 Nawagai Momando Wrana Krala. Explanation Of Pashto Folk Song. ليک کاروان مومند صيب ناوګۍ_مومندو_ورانه_کړله_دښار_نوابه او ورله راکاږه توپونه  ناوګۍ مومندو ورانه کړله د ښار نوابه Nawagai Momando Wrana Krala, Da Khaar Nawaba. اوبۀ په ډانګ نۀ بېلېږي او دغه مثال د مهمندو او باجوړ هم دے . چې کله هم د بهرنيو زور ظلم راغلے يا مقامي ظلم نو دوي يې په شريکه مخالفت کړے او ورپسې يې لښکر کړے خو د ناوګۍ د واقعې يو ځانګړے رنګ دے  کله چې د باجوړ نواب صفدر خان وفات شۀ او د هغۀ ځوي مندالي خان ته د نوابۍ او مشرۍ پټکے ور په سر کړے شۀ نو مندالي خان کې د مشرۍ او نوابۍ هغه لياقت نۀ وۀ. دا نوابي د مهمندو دروازګۍ پورې رسېدلې وه چې پکې صافي قوم نه علاوه نور هم لګ ډېر واړۀ واړۀ کلي راغلي وو چونکه هغه وخت ابادي هم ډېره نۀ وه د نن په نسبت .نو نن چې کومې غټې علاقې يا کلي شول دا خو هغه وخت دا شان ګنجان اباد او يا د زيات طاقت نۀ وو مندالي خان د صافو سره زياتے کولو او  يوه ورځ صافو د نواب د اشر نه انکار کړے وو چې په هغې سره د نواب لښکر د شپېتۀ 60 نه زيات کسان وژلي وو پس لۀ هغې نه صافو هم د مهمندو نورو مشرانو نه مدد در

Baran Pashto Poetry. Pashto Folk Tapay 2022. Baran

 Baran,  Pukhto Tappay Aw Sherona  Baran Pashto Poetry, Folk Song Tappay. په ما باران په يار می واورې يخ اسويلی راته په باد کښی راليږينه ‏باران وريږي شال په سر که پيريان مي نیسي چي لمــده دي ووينمه لاليه شړق باران ورېږي په ته دې اوري په مه ونيسه لاسونه  باران دی زمکي ابادي ده  شيرينه ياره زه په ته اباده يمه بارانه ورو ورو پرې ورېږه وړې وړې جینکۍ غره ته تللي دینه پاس پــه کابــل واورې وریــــږي په ښکلي سوات یې رانیولي بارانونه ‏په کابل سپيني واوري وشوي يخه هوا يي پختونخوا باندې راځينه باران دي وي سيلئ دي نه وي سيلئ ناترسه ورانوي کچه کورونه پاس پــه کابــل واورې وریــــږي ساړه نيولي نازولي صورتونه زما راستي دې ليونۍ کړه چې سپينې واورې اورېدې در ووتمه باران وریږی ته رانغلې🌸 زه د بلۍ لاندې لمده ولاړه یمه🥀 Pashto Attitude Girls Songs And Attitude Shayeri 2022. ستا ده دیدن باران دې اوشې که زمکه ډنډ شوه په بلۍ به ګډه شمه باران دى لس ورځى وريږى☔️  نه مى غنم شته نه د يار ديدن له ځمه ☔️ پورتۀ پۀ غرؤ د باران زؤر دی ښکتۀ لمدۀ شؤل د لؤنګؤ درمندؤنۀ ‏ته په توده بړستن کې پروت يې په ما د ژمې پرخې لار

Pukhto Kakarai Ghara. Pashto Kakarai Gharay 2022

 Pukhto Kakarai Ghara. Pashto Kakarai Gharay 2022 •ده انګريـز ده لـور لپـاره ⁦ ما کاجل راوړل له ښاره|。 __🖤🥀 Da Angreez Da Loor Dapara Ma Kajal Rawral da Khara Pashto Times Kakari Songs. Pashto Two Lines Poetry. Pukhto Kakarai Ghara. Pashto Kakarai Gharay 2022.

Pukhto Tapayeza, Amanullah Khan, Ajab Khan, Mirwais Neka

 Pukhto Tapayeza, Amanullah Khan, Ajab Khan, Mirwais Neka پښتنــو داســـــې کانـــــې اوکــړې امــــان الله لــه یـې مـخ تــور کړو د احمـدشــاه یـې وران انځور کړو د عجب خان بوت یې نسکور کړو نورې به میاندې اتلان نۀ زیګوینـه Ajab Khan Afridi Mirwais Neka Ghazi Amanullah Khan Kamran Khan Artist, Malakand Kp

Pukhto Tappay Lyrics New 2022 December 2022. Pashto Tappy Lyrics

 Pukhto Tapay Folk Lines Lyrics 2022. Pashto Tappy Lyric د زرو قدر په زرګر وی د جونو قدر په نادانو زلمو وینه ټپه د کوټې تير راباندې پروت وی! راباندې نه وی د زاړه سړي لاسونه ‏پـه زړه کافـر جـانان تـه وایـه چـې ته خـفه یـې زه بـه څه خوشحـاله شمـه؟ ده جهالت ابۍ دے مړه شي چې نور بې علمه بچيان نه رازېږه وينه *هغه چی پیغله شوه واده شوه*  *زه چی زلمی شوم مسافردا کلی شومه* دا څه جانان څه یې پښتو ده ماته یې جوړ کړل د همزولو پیغورونه نه مې لښکر نه سر لښکر شته را پسې خاندي د شاهي کلا برجونه ‏لالي له هر څه نه منکر دے ما يې په سر وړي د کلی پېغورونه په ځان مئين خلک ويده دي په بل مئين خلکو له نه ورزي خوبونه خبر مې کله کله اخله مرض چې اوږد شي اکثر ترې سړې مرينه #ټپه څه به تعويز څه به مولا وې  يار به زما وې په الله يقين لرمه ‏اوس نو د خاورو په مثال یم چې د لالي تر څنګه وم مغروره ومه اب كوثر جانانه راشه د بېلتانه پۀ سفر ځم تږى بۀ شمه ټپه د کوټې تير راباندې پروت وی راباندې نه وی د زاړه سړي لاسونه کډې    دہ    ھیچا    نورې    نه    ځي  دا یو پښتون دے کڈې خکته پورته وړينه تۀ د ښېګړې سړے نۀ وې چې سپینې واور

Two Pashtun Kochi Women In Helmand Lashkar Gah, Afghanistan in 1967

Helmand Aw Achakzai Kochyan In 1967 Old Picture Of Lashkar Gah Helmand Afghanistan. Two Elder Pashtun Kochi Women from Achakzai Tribes Pictured 55 Years Ago. لښکرګاه، هلمند، افغانستان، ۱۹۶۷ع کال "د هلمند سيند پر غاړه د اڅکزيو کوچيانو دوې ښځي او د هغوی مېنه، دوی لږ وروسته مخ د هرات پر خوا بارېږي..." عکاس: ماریک ګاوکي هلمند او کوچیان د پښتو په کلیوالو او فولک سندرو کښي زیاتره د کوچیانو ذکر او یادوونه د هلمند سره تړل کیږی لکه د شکیله ناز دا سندره چي بیا کډي باریږي، پړي واچوول اوښانو کښي څه اوکمه خدایا زړه مي بند دی په کوچیانو کښي بیا کډي باریګي راته خکاري چي هلمند ته ځي اوړی دی ګرمي ده د رمو سره وطن ته ځي څو میاشتو د پاره نازینه اذاد ژوند ته ځي زي پریښودم دلته زړه ي وړی په چشمانو کښي بیا کډي باریږي د قمرګلي اد میرمن زرمیني یو بله فولک سندره هم د کوچیانو او هلمند په تړاو ده چي او ما هلمند ته خیژوینه زما خوږه جانانه  کډي باریږي Two Pashtane from Kuchi, pictured in 1967 on the Helmand river... Photographer: Marek Gawęcki Tags, Search Data And Keywords. Pashtun Kochai, Nomads Of Afg

Lips In Pashto Folk Songs Tapay. Shondi Pa Tapo Ki

Lips In Pashto Folk Songs Tapay. Shondi Pa Tapo Ki. Lips In Pashto Folk Song, Folk Poetry Tappay. شونډې په ټپو کې شونډې دې سرې دي مخ دې سپین دی لـــکه چـــې واورو کــې د وینې لختي وینه شونډې دې وچې وچې کیږي ښکاري زما د سر جرګې راغلي دینه شونډې دې سرې دي مخ دې سپین دی لـــکه په جــــــام کې د ګـــــلابو پاڼـــــې وینه شونډې دې سرې سترګې دې تورې په څنګ راګورې لېونی درپسې شومــــــه زما دې غاښ په امبور وځي که به مې ستا شونډو ته زور ورکړی وینه شونډې مې تا سیځل سګرټه د زړګي سر مې خپل جانان وسوځونه شونډې شربت دې راته راکړه تږی جانان دې له کابل راغلی یمه یار مې یې په سرو شونډو مین دی زما زړګئ یې نری بـــرېت راتـــــخنوینه یو مې ځواني بل مې ښایست دی بل مې په سرو شونډو پېزوان مزه کوینــــه تا چې په شونډو ژبه کش کړه زما زړګئ درپسې سم وسوځیدونه څه په یو ګوټ خو نه کمیږي شونډې دې ډکې د شرابو کاسې دینه زه چې په سرو شونډو مسکۍ شم د مینانو په زړو بل کړم سره اورونــــه ستا ددې سرو شونډو لپاره زه ننګرهار ته چکري راغلی یمه جانانه ښه دنداسه راوړه شونډې چې سرې شي خامخا مزه کوینه اشنا خپه شو اوس به څه کړم ش

Gulzar Alam Pashto Ghazal Song Lyrics

 Pashto Song. Khuday Zda Lyrics. Shams Ul Qamar Andesh Singer. Gulzar Alam پښتو غزل خدایزده کوم پړاو کې د ارمان یمه  ستا د یاد په دوړو کې روان یمه  ستا د محبت د جنون دشته کې  ګله نه د ځان او نه په ځان یمه  ښار دی لکه کنګل سمندر ویده  دې د خاموشۍ شور ته حیران یمه مینه هسې هم د ګټې کور نه و  زه د خپل احساس په سر تاوان یمه  هلته به جوټې د ناز په ټال خورمه  دلته زه د ژبې اوېزان یمه  دومره که مې وپېژنې ښه به وي  زه د برګ د څانګې ثناخوان یمه  اې د امیدونو د سپرلو راڼۍ  ستا د تصور په ځمکه خان یمه  شاعر : اندېش شمس القمر سندرغاړی : ګلزار عالم صیب

Jaam Khali, Jada Khali, Urdu, English And Pashto Translation.

 Jaam Khali, Jada Khali, Urdu, English And Pashto Translation. Persian to Urdu Translation By Aslam Malik . Female Singer. Nigora Kholova, Tajikistan Male Singer. Amin Jan Saboori, Kabul, Afghan Persian to Urdu Translation of Shehr Khali. شہر خالی، جاده خالی، کوچہ خالی، خانہ خالی (شہر خالی،رستہ خالی،کوچہ خالی، گھر خالی) جام خالی، سفره خالی، ساغر و پیمانہ خالی (جام خالی،میز خالی،ساغرو پیمانہ خالی) کوچ کرده، دستہ دستہ، آشنایان، عندلیبان (ہمارے دوست و بلبلیں، دستہ دستہ کر کے کوچ گئے) باغ خالی، باغچہ خالی، شاخہ خالی، لانہ خالی (باغ خالی، باغیچہ خالی، شاخیں خالی، گھونسلے خالی) وای از دنیا کہ یار از یار می‌ترسد (وائے دنیا کہ جہاں دوست دوست سے ڈر رہا ہے) غنچہ‌ہای تشنہ از گلزار می‌ترسد (جہاں غنچہ ہائے تشنہ باغ ہی سے ڈر رہا ہے ) عاشق از آوازهٔ دلدار می‌ترسد (جہاں عاشق اپنے دلدار کی آواز سے ہی ڈر رہا ہے) پنجۂ خنیاگران از تار می‌ترسد (جہاں موسیقاروں کے ہاتھ تارِساز سے ڈر رہے ہیں ) شہ‌سوار از جادهٔ ہموار می‌ترسد (شہسوار سہل و ہموار رستے سے ڈر رہا ہے) این طبیب از دیدن بیمار می‌ترسد (طبیب بیمارکو دی

Zama Ashna Na shway. Sahib Shah Sabir Ghazal

 Ghazal. Pukhto Lyrics. Zama Wajood Shwe, Zama Sah Na Shwe Zama Ashna Na Shwe, Zama Ashna Na Shwe. Poet. Sahib Shah Sabir Singer. Aqal Mina. Also by Kishwar Sultan Apa پښتو غزل. زما اشنا نه شوي صاحب شاه صابر زما وجود شوې زما ساه نه شوې زما اشنا ،، زما اشنا نه شوې ما ته خپل ځان او ځان مې ته گڼلې ته د خپل ځان وې ته د چا نه شوې ښه ده چې دومره خو دې وپېژندم مخې له راغلې وارخطا نه شوې زه وسوسو په مخه واخيستمه تا شونډې پرانستې گويا نه شوې زه دې الفت ته ملامته کړمه د يار بلا زما بلا نه شوې سترګې يې بيا هم پښتنې وې کنه بې وفا شوې خو بې حيا نه شوې مينې منمه چې د هر ازمېښته زه وروستو نه شوم ته په شا نه شوې زړه د بلا ښېرو مې اووينځلې خو د وهمونو نه صفا نه شوې تا د صابر لېونتوب څه؟ وليده ته د صابر د زړه سودا نه شوې Pashto Times. Poetry and Song Lyrics. Ghazal. Pukhto Lyrics. Zama Wajood Shwe, Zama Sah Na Shwe Zama Ashna Na Shwe, Zama Ashna Na Shwe. Poet. Sahib Shah Sabir

Bia Di Pa Zulfano Ki Ashna Gulona Wenama. Lyrics

 Bia Di Pa Zulfano Ki Ashna Gulona Wenama. Toro Toro Shpo Ki Za Rangeen Khobona Wenama. Lyrics of Pashto Song, Bia Di Pa Zulfano Ki Ashna Golona Wenama. Singer. Fay Khan بیا دې په زلفانو کې آشنا ګلونه وینمه توروتورو شپو کې څه رنګین خوبونه وینمه فکر کړه نایڼې (۱)په وروورو یې زلفې ګونځه (۲) ځوړند یې هر تار کې پریشانه ولونه وینمه چیرته میخانې دي چیرته حسن د نغمو سره وینم په قدم قدم ښایسته غمونه وینمه هغه ده دحشر په میدان کې تماشه شوله یو دچا ګریوان بل دجوهر لاسونه وینمه Meanings Of Difficult Pashto Words in This Song ( Ghazal). ۱-  نا یڼه = آرایشګره ، سینګار کوونکي ،سینګارګره په عربي ژبه یې مشاطه بولي او په انګریزي کې ورته  Beautician  وایی  دنایی میرمن ته هم په پښتو کې نایڼه ویل کیږي  ۲ -ګونځه = ګومنځوه ، شانه کوه  Pashto Times Pashto Lyrics. Learning Pashto Reading Online. Pashto Poems and Ghazals composed in Pashto. Bia de pa zalfano ki ashna Gulona Wenama. Toro Toro Shpo ki za Rangeen Khobona Wenama.

Bia Kade Baregi. Pashto Folk Song Lyrics

 Pashto Folk Song Lyrics Bia Kade Baregi Pari Wachawal Okhano Ki. Singer. Shakila Naz, Shahbaz Gharha Mardan بیا کڈی باریگی   پڑی واچول اوخانو کی سہ وکڑمہ خدایہ  زڑہ می بند دے پہ کوچیانو کی    بیا کڈی تڑلی شی  راتہ خکاری چی ھیلمند تہ زی  اوڑے دے گرمی دہ اشنا سرہ وطن تہ زی  دہ سہ مودی دپارہ خوگ اشنا می بل وطن تہ زی  زہ یی پریخودم دلتہ زڑہ یی وڑے پہ چشمانو کی   بس کا ستمگری داسی مہ کوہ اشنا سرہ  سر او مال می ستا دی  دغہ ژبہ می د تاسرہ  سر کہ می غوسیگی زہ بہ نہ شم د بل چا سرہ سنگہ بہ تہ سترگی غڑوی پہ اشنایانو کی بیا کډی باریګي پړي واچوول اوښانو کښی څه اوکړمه خدایا  زړه مي بند دے په کوچیانو کښی بیا کډی باریګي  بیا کډی تړلي راته خکاري چي هیلمند ته ځي اوړے دے ګرمي ده د رمو سره وطن ته ځی څه مودی د پاره نازنینه ازاد ژوند ته ځي زه ي پریخودم دلته زړه ي یوړو په چشمانو کښي بیا کډي باریګي بس که ستمګره داسی مه کوه اشنا سره سر او مال مي ستا دي دغه ژبه مي ده تا سره سر که مي غوسیګي زه به نه شم د بل چا سره څنګه به ته سترګي غړوي په اشنایانو کښي بیا کډی باریګي  Pashto Times Song Lyrics. Old Pashto Songs L

Da Ero Salay Mi Wran Na Kre Ro Teer Sha. Pashto Song Lyrics

 Pashto Ghazal.  Bada Za Hum Da Ashna Da Ishq Yadgar Yam. Poet. Said Rasool Rasa Singer. Ahmad Khan Ustad Recoded By Radio Pakistan Peshawar. غزل باده! زه هم، د آشنا د عشق یادګار شاعر سید رسول رسا سندرغاړي احمد خان استاد د ایرو څلی می وران نکړې، ورو تیر شه باده! زه هم، د آشنا د عشق یادګار یم ما هم ډير عمر د یار خوا کې، تیر کړي ځکه اوس په میرو ګرځمه بی یار یم باده !زه هم د آشنا د عشق یادګاریم چې د ګل سره په ډکه خوله خندل ما د بلبل په شان زړه سوی،په چغار یم د آشنا مجلس چې نه وي، کور به څه کړم دغه ښه ده ، چې بی دره، بی دیار یم باده!زه هم، د آشنا د عشق یادګار یم چیری زه هم د کار سیز وم، راته یاد شي دا خو اوس د یار په هجر کې، بیکار یم باده!زه هم، د آشنا د عشق یادګاریم Pashto Times, Pashto Old Songs Lyrics. Ghazal. Bada Za Hum Da Ashna Da Ishq Yadgar yam. Da Iro Salay me wran na kre ro teer sha. Pashto Ghazal. Bada Za Hum Da Ashna Da Ishq Yadgar Yam. Poet Said Rasool Rasa Singer. Ahmad Khan Ustad

Da Loyo Loyo Qudratono Raba. Lyrics Of Ajmal Khattak Nazam

Da Loyo Loyo Qudratono Raba. Lyrics Of Ajmal Khattak Nazam. Poem. Da Loyo Loyo Qudrato Raba. Faryad. Poet. Ajmal Khattak Baba, Singer. Gulzar Alam  اجمل خٹک بابا                    نظم فرياد د لويو لويو قدرتونو ربه                             يو تمنا د اوريدی شی کنه                  ستا د سکڼي سكڼي ماخامه لوګي                    دا چه د زړه لوګي  ليدی شي کنه                        ستا د سيلی او توفانونو په مخ                         يو اصويلي دي درلګل غواړم              ستا د چپو چپو سيندونو په مخ                              ليما راډاک شو سسوال یی غواړم              هسې نه چن د حولی وستل کفر شي                     هسي نه ته تا جړيدال هم کفر شي                       ستا د جنت د نعمتنو نه ځار               ځو درتا وګی په جهان جاړم                ستا د دوزخ د لړمانو توبه ځ                     ځو درتا د لړمانان جاړم                    دلته د خيټې دوزخ تش ګرزاوو                    الته کښې ستا د دوزخونو خوارک                   دلته د دغه قصابانو خوارک                       الته د هغه خامار

New Pashto Tappay 2022. Folk Pashto Lyrics

 Pashto Tappay 2022 Folk Pashto Song Lyrics. جینئ واده شوه لور یې اوشوه لکه سپوږمئ په ترخ کې ستورې ګرځه وینه دیدن پهٔ لک روپۍ ارزان دی ما لېوني یار ته تڼۍ پرانستې دینه زما یارۍ ته به ټینګ نشې  زه د اتیاګزو نه یو کمیس کومه ‎#لنډۍ ‏زما پخوا کډې پۀ سر وې سږنې کال مې ستا دیدن ته تېره ونه #ټپه #لنډۍ   ‎خوله مې په سپينه سپوږمۍ واخله د دېوال سیوري ته مې مه بیایه ‌‌‌‌‌‌ډارنه #ټپه ‏د مازديګر اوبو له مه ځه په ګودر زانګي د کوډګرو تعويذونه #ټپه  #مازدیګر ما درته ویل نه دې منله څه په بې ننګه یار دې وتړل شرطونه #ټپه Pashto Tappay 2022.  که مجبورې مې نه وه یاره تا به لیدلې وه زما لیونۍ مینه #ټپه په ځان مئینه قلار کینه  زما خندا به دې له کاره اوباسینه  #ټپه مازیګر ښه وې دیدن وشې  ورکه غرمه شه لیلا کور کوې خوبونه  #ټپه  #لنډې #ټپه #لنډۍ خلق یاري د جینکو کړي زهٔ هلکانو پسې کډې ګرځومه ماله تري خپله برخه راکه تا به د صبر خزانې موندلي وينه #ټپه #ټپه #لنډۍ #پېښور ‏د مازيګر ماښام ترمنځه ‏جانان له بل سره روان وو مړه يې کړمه  ‏‎‏پۀ اننګو دې سپوڼی وشه ‏‎چې زما مور له دې مور دم له راولینه #ټپه #لنډۍ #ټپه مئين دې

Toor Makhay Baba. PASHTUN MYTHOLOGY

 Toor Makhay Baba. تور مخے بابا  PASHTUN MYTHOLOGY: TOR MAKY MAMA FOR RAIN In the Pashtun’s Mythology, When there is no rain for very long, Children start a door to door drive, One (or more) of them color their faces through charcoal, and they knock the doors of the villagers, when the door open they collectively shout, “Tor Makhy Mama Jari Pa Makh sapera ghwari Yo moty oro ghwari” تورمخے ماما زاړي په مخ سپیړه غواړي یو موټی اوړه غواړی [Translation: Blacked Face uncle is weeping, want a slap on his face, and want some flour] The Host often pour water on children and gave them some flour, When children collect. a good amount of flour, They prepare halwa of it and start believing that now there must be rain. Pashto Time blog about Pashtun Mythology. Tor Makhay Baba Or Tor Makhay Mama. 

Che Masti v aw Zwani V aw Dak Jaam. Complete Nazam Lyrics

Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak jaam.  Der Gulona Lag Yaran aw Rangeen Ghundi Makham.  Pashto Nazam. Masti aw Zwani Poet Ghani Khan Baba چې مستي وي‌ او ځواني وي او جانان وي او ډک جام ډېر ګلونه لږ ياران او غمګين غوندې ماښام عشق څه اور وي‌او څه نور وي، زړه لمبې لکه تنور وي په دې ژوند به زه ورځار کړم جنتونه ستا تمام چې زه ټول عمر زلمی يم، زلميتوب به يو عذاب شي ځکه اوس راباندې ګران دی، چې يې خېشت شي زر تمام تل سپوږمۍ د څوارلسمې،‌ تل جانان د شپاړسمې تل ځواني،‌ سيند د شرابو،‌ دا دوزخ دی که انعام دې دنيا پسې به ژاړم، دا تياره هلال به غواړم هره ورځ به يادومه، نرۍ لړه د ماښام تنګ د حورو وفادارو، بې‌وفا جانان به غواړم ستا آدم په ذات ښکاري دی، د ښکار خوند کوي هر ګام د مستۍ د سيند په غاړه، ثوابي روژې به نيسم اسوېلي به کوم يادوم به د ساقي نيمګړی جام هر يو شی چې ابدي شي، يو آفت شي يو عذاب شي بس يو تا سره مزه کا دا ازل، ابد، دوام بنده نوي رنګ محل کې نوی نوی جانان غواړي بيابان کې سره ګلونه، توره شپه،‌ څراغان غواړي تل تيارو کې دی ورکېږي،‌ تل رڼا کې هم ړندېږي دی بچی د تغيير دی، يو حالت کې نه ټينګېږي که ده

Za Intizar Kawoma Sta Sa Stargo. Pashto Ghazal Lyrics

 Pashto Folk Lyrics. زه انتظارکومه ستا دسترګو ولې پنا ه شوې ته زما دسترګو چې په ګلونو ددنیا کړم نظر مثال مې نشته دآشنا دسترګو چې په سلګو یمه یوازې نه یم اوښکې بهیږي دهر چا له سترګو څومره ښایست چې ستا په ستر ګو کې دی نشته نرګس او دلاله دسترګو هرخواته ګورمه دنیا لټوم نشته هغه چیرته خندا دسترګو صدیقي  خوښ دی په خلوت ددنیا چیرته به پټ شي ددنیا دسترګو Background of This Song. سیف الملوک صدیقي په اصل کې دپښتونخوا دسوات دکبل دسیمې او سیدونکی او دسوات دوالی سلاکار ( مشیر) و . دی دپښتو ژبې غزلبول شاعر و.دده دا لاندیني شعر په اصل کې یوه مرثیه ده چې  دغزل په قالب کې  یې ویلې ده او ښاغلي صدیقي دغه مرثیه  دخپل کوچني ورور په مړینې ویلې وه .  دغه غزل دافغانستان نامتو سندرغاړې میرمن قمرګلې هم پخپل غږ کې ویلی و.  کله چې ارواښادې ګلناربیګم دصدیقی صیب دغه  غزل په خپل غږ کې واوراوه او خپور شو  نو ښاغلي صدیقي په عدالت ( کورټ) کې پرې  مقدمه وچلوله او دهغه ادعا داوه چې ارواښادې ګلناربیګم دغه غزل  زما داجازې پرته په خپل غږ کې ویلی د ی، خو وروسته بیا ددوی ترمینځ دغه لانجه دنورو خلکو په منځګړتوب په سوله ایز ډول