Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Poetry

Pashto Ghazal By Amjad Shehzad. 2022

 Amjad Shehzad Pukhto Ghazal lyrics غزل۔ امجد شهزاد  يارانو ستاسو جبينونه په سجدو کښې ښه دي دا زما ګوتې ګناهګارې پۀ نغمو کښې ښه دي چې رښتيا نۀ شي اورېدې، رښتيا به څۀ ووائي دا خلک داسي دَ دروغو په قيصو کښې ښه دي دَ ځنو خلکو هيڅ رشته نشته لۀ زمکې سره ځنې ښاغلي دَ رضوان پۀ منارو کښې کښې ښه دي پۀ ځنو ژبو باندې ښه ده چې څوک نۀ پوهېږي څۀ کتابونه داسې بند پۀ المارو کښې ښه دي ساقي دَ خپلې بې وسۍ احتجاج داسې کووم شراب کړه اخوا شربتونه په پيالو کښې ښه دي زۀ اؤ جانان به سره څۀ وايو په بله ژبه زمونږ سوالونو ځوابونه په پښتو کښې کښې ښه دي پيالې نوشل، نغمې چېړل، لۀ يار بوسې اغستل دا درې خبرې لۀ ماښامه پس په شپو کښې کښې ښه دي کېدېشي سترګې مو روښانه شي په دغه رڼا زمونږه کلي سوزېدلي پۀ لمبو کښې ښه دي امجده ووري هر طرف ته دَ فتوو بڅري ځکه مې وې ځنې قيصې په اشارو کښې ښه دي (امجد شهزاد) Pashto Nazam lyrics. Learn Pashto Reading by Reading Pashto Writings. Amjad Shehzad Pashto Ghazal. New Pukhto Shayeri 2022

Khumar Makham. Pukhto Azad Nazan by Najib Amir

 Khumar Makham. Pukhto Azad Nazan by Najib Amir خومار ماښام Khumar Makham, Pashto Poem By Najib Aamir, RFE Radio Prague. په سرو سکروټو وریته شوې غوښه ما ته له واینو سره یو ځای راوړه که تا ته یاد شي د لومړي کال په واورین ماښام کې په ماري بار کې له ګارسونې څخه هم دا مې غوښتي وو، په څومره مینه بیا هغې تا ته مخ در واړولو  او په موسکا یې له تا هم وپوښتل  تاسو څه خوښ کړل فرمایش مو څه دی؟ تا ورته وی سیزر سلات مې خوښ دي او په کولا کې واوره هم واچوه بیا دې زما د لایټر په مرسته د مېز د پاسه شمعې بلې کړلې هغه ماښام څومره ښایسته ماښام و موږ د غریب وطن دوه خوار مینان څومره هوسا څومره غني ښکارېدو ته په کولا باندې نشه ښکارېدې زه خپلو واینو ته په دې غصه وم ولې په ما باندې اغېز نه کوې؟ له تا نه ډېر د دې جینۍ سترګو کې د خومارونو مۍ خانې وینمه ته په ما پویه شوې ویل دې راته مزه یې شته کنه؟ لږ حال ووایه ما د ویلو  ډېر څه نه درلودل بس دا ټپه مې درته وویله د شین خالۍ کنډر مې وکړو ځان مې بدنام کړو، رامې نه وړل شنه خالونه  ٢٠٢١ نومبر ٢٤ پراګ خمار ماخام Khumar Makham. Pukhto Azad Nazan by Najib Amir of Azadi Ra

Ajmal Khattak Baba Nazam Against ANP, Wali Bagh

 Ajmal Khattak Nazam to criticize ANP and Wali Bagh, Charsada Politics. د اجمل خټک کلام څه شوے خوشحال خانه؟ د عوامی نیشنل ګوند په سیاست تنقید نظم چرته شوے خوشال بابا؟ څه شوے باچا خان بابا؟ چرته شوه او څنګه؟ مارګله تر بدخشانه غلو هر څه تالا والا کړل که کورباوو هر څه وخوړ زه د خپل میراٍث  پښتنه اوکړمه د چانه؟ Ajmal Khattak Pashto Poetry Nazam against Wali Bagh and ANP leadership.

Mumtaz Orakzai Ghazal for new Year 2022l

 Pashto Ghazal By Mumtaz Orakzai زمــــــا د برخــــــې لمره! سايه سايه روان يم لمــبې مي ځي له سره،سايه سايه روان يم زه له هـر يو ديواله،زه له هـــــــــر يو بورجله زه له هـــــــــــــر يو کمره،سايه سايه روان يم هــــــــای د حالاتو عطا،له تاوه تور واوړېدم جــــار مې له خپل هنره،سايه سايه روان يم څنګه به زه بندي شم؟څنګه به زه پابند شم؟ زمــــــا په خـــــولۀ سندره،سايه سايه روان يم وجود وجود ولاړ وم.محدود ،محدود ولاړوم نشــــــــته هــــــــغه خبره، سايه سايه روان يم رب دې لـــــــره چناره،ماته مې پروت دی مزل رب دې لــــــــــــــره نښتره،سايه سايه روان يم تنــــها تنـــــــــــــها روان يم،له خپله قده ممتاز راځــــه،راځـــــــــــــــه دلبره،سايه سايه روان يم انځور.... د اريانه ديدم په مننه Pashto Times. Pashto Poetry 2022 blogs. Mumtaz Orakzai Ghazal For New Year 2022. Saya Saya Rawan Yam by Mumtaz Orakzai. Latest Pashto Ghazal Poetry by Mumtaz Orakzay 2022.

Shahid Qamash Pashto Ghazal.

Pashto Ghazal. Poet. Shahid Qamash چې د حالاتو ښۀ کیدو څۀ ګنجائش نشته ځکه مو زړونو کښې د ښې ورځې خواهش نشته مجسمه د بدها وینم سلامت خوب کښې او څوک ملا نشته، ط.ا.ل.ب نشته، د.ا.عش نشته صاحبه غواړم چې دې مدح سرائي ؤکړم خو ماسره د قصیدو هغه پالش نشته پۀ تذکره کښې راله ؤلیکه د مرګ نیټه څۀ ضرورت د دې تاریخِ پیدائش نشته هغه چې ښکاري پۀ اسمان کښې یو تنها ستوری خدایه امکان پکښې زما د رهائش نشته؟ شاهده شعر و شاعري ده واهیات شاید خو بله لار د زړۀ د درد د نمائش نشته Shahid Qamash.Ghazal. Mula, Talib, Daeesh, Khuday, Bhoda, Budha, Qasida, Qaseeda, Pashto Poetry, Shahid Qamash, Shayeri, Pashto Times. Pashto Poetry 2022. 

Moor Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Poem

Pashto Poem Moor. Poetry (Mother)  Poet Ghani Khan. Moor Nazam 08 May 2022. Moor Pashto Nazam 2023. کلام: خان عبدالغنی خان  نظم: مورى ګرچه خاورو کښې د ې پټ وجود ستا مورې  ماته يادې هغه شان ستا سترګې تورې مورې! ستا لاسونه مانه نه دى هېر چې تکلېف کښې به زما نه وو چاپېر ستا د خولې قصې يادومه هر ماښام د ګنجى د هره مونې د بهرام ستا وهل د بل د مېنې نه خواږه وو ستا کنځل راته د بل دعا نه ښه وو يا چې ما به ډير خراب وکړل کارونه او بابا به لړزول مځکې آسمانونه ته به وې زما ملګرې زما مل او زما سلګو سره به تا ژړل مورې ياد دې ماته آ وړوکې ټال چې تا زه به زنګولم کال په کال ستا جوټې جوټې سندرې او خندا چې به ئې سپک لکه د باد کړو زړه زما يا چې ماته به له قسته شوې په قار زما اوښکې به دې بوتلې په زار زار مورې ياد دې ماته واړه اخترونه چې به تا په ښکلى مخ کيښول خالونه په جګړو به دې زه کړمه پاک ښېسته ما به ځان کړلو په خټو ابته تابه ووهلم بيا به دې کړم ښکل په خندا به دې زما کنځل زغمل ماته ياد دې هغه شان ستا موسکې شونډې ماته ياد دې هغه شان مېلو ته منډې چې ماښام به ستړې کور ته راغلم زه ستا په غيږ په الله هو به ش

Pukhto Ghazal by Jan Zada Khattak

 Pukhto Ghazal. Poet. Jan Zada Khattak بيا طالب شــــوے وظيفـــــو ته مې زړۀ شوے د چا خوا کښې دوه درې شپو ته مي زړۀ شوے د لنـــــــډۍ ګــــــؤډې بيـــزې او اطــــې بــطې  خـــوب نن نۀ راځي قصــو ته مــــې زړه شوے يؤ د هاړ سختـــــه روژه ده بـــــل مزدور يــــم هنــــــدوانې او هم اوبــــــو ته مــې زړۀ شوے ماشوم توبــــــه ځه بيا راشـــه يـؤ ساعت لــــه د بابا دنګــــو اوږو  تــــــه  مـــــې زړۀ شـــــوے د اختـــــــر په ورځ په بـــام به راښکــــاره شــې ستا د يـــــؤ نظــــــــر ليـــدو ته مــې زړه شوے تعجب مـــــه کــــــوه هغـــــــــه جان خټک يـم  نن څـــــــــه ټوقو مسخـــرو ته مــې زړه شوے Pashto Times. Ghaxal. Pashto Ghazal. Jan zada Khattak, Talib, wazifa, Akhtar, Pukhto Qesa, Da Mashomano Qesa. Latest Pashto Mushaira. Shayeri. Nazam aw Ghazal. Tappay aw Baran.

Justice For Qari Ilyas Bajour. Pashto Poetry

Qari Ilyas Of Bajour. Justice For Qari Ilyas is now trending on Facebook and Twitter participated by Pashtun activists around the world. Qari Ilyas was shot dead in Bajaur a day Before by unidentified gunmen. People of Bajaur decided not to burry Qari Ilyas and go for sit In to protest till the culprits arrested by govt agencies. Two years ago Qari ilyas Brother was also killed  Tributes to The Daring People of Bajawar protesting for Justice. Pukhtun Ta Jwandoon Ghwaro, Pukhtun ta Jwandoon Ghawaro. پښتون ته ژوندون غواړو بدبخته ي د هریو جنګ  سنګره، باجوړه  په  غم کښی دي شریک یو د زړه سره باجوړه د امن په غوښتنه کښي لښکره باجوړه ټول قام درته ولاړ دی خه په نره باجوړه خاطر Pashto Poetry by Samiullah Khatir  قاری الیاس تیره ورځ باجوړ خار کښی نامعلومه په ډزو ویشتلی او وژلی دی. د باجوړ اولسونو په دغه مرګ پرلت اچولی او مطالبه کوی چی قاتلان ونیول شی. د پاکستان مین سټریم میډیا دغه خبر ته تر اوسه په خپلو خبرونو کښی ځاي نه دی ورکړی بدبخته ي د هریو جنګ  سنګره، باجوړه  په  غم کښی دي شریک یو د زړه سره

Dr. Khaliq Ziar Pashto Poetry. Jang

 Dr. Khaliq Ziar Pashto Poetry. Pukhto Sherona پښتو شعرونه راشه دَ نهٔ راتلو دا پال مات کړه دَ بېلتانهٔ دَ غرور خيال مات کړه اوس به دَ ژوند فېصلې جنګ نهٔ کوي توره دې ؤغورځوه ډال مات کړه ډاکټر خالق زيار Dr. Khaliq Ziar Pashto Kalam

Pashto Ghazal. Abdul Hamid Momand

 Pashto Ghazal Poet. Abdul Hamid Momand Type. Classic Pashto Poetry from Kulyat. ◇عبدالحميد مومند ◇کليات غزل چې ناضر د ساده رويو پۀ رخسار شم پۀ دا شمع, پروانه غوندې, نثار شم کۀ هر څو پۀ صبر زړۀ ټولوم, نۀ شي بې اختياره لکه موم ويلې پۀ نار شم غنچه خلۀ چې په خبرو راته وا کا د نرګس پۀ څير کوز ګورم, شرمسار شم چې يې شونډې تبسم تازه نګار کا باندې زۀ لکه سپند سوو ته تيار شم ځان جهان مې هسې هير, لکه هير خوب شي د خندا پۀ صبحدم چې رابيدار شم د ګلرخو پابوسي پريښودے نۀ شم کۀ راکيښ لکه نسيم پۀ خنډوخار شم لا مې ځائے نۀ شي د ترکو پۀ چوله کې کۀ د عشق ټيکه وهلې, زناردار شم وۀ مې باسئ د سکون له دينداريۍ چې بندي د تورو زلفو پۀ کفار شم نۀ به 'تو' راباندې پيښه نۀ به 'چخ' کا کۀ هر سو يې زۀ حميد سپے د دربار شم چې نا اهلو ته د اهل وينا وايم زۀ 'حميد' به د منصور پۀ دود پۀ دار شم  -توري/ معني ● نار:  اور ● وا کول:  پرانستل, بيرته کول ● سپند: توره دانه, اسپند, د يو بوټي دانې چې د نظر ● ماتولو دپاره پۀ اور اچولے شي ● پابوسي:  پښې ښکلونه، تعظيم کونه ● چوله:  د هندوانو دَ خوراک دونکاچه، سورے,

Interesting Urdu Letter By Asadullah Khan Ghalib

 Mirza Asadullah Khan Ghalib Urdu Letter. Reply To Letter of Sayyed Sahib Alam by Mirza Ghalib. مارہرے کی خانقاہ کے بزرگ سید صاحب عالم نے غالبؔ کو ایک خط لکھا۔ ان کی تحریر نہایت شکستہ تھی۔ اسے پڑھنا جوئے شیر لانے کے مترادف تھا۔ غالبؔ نے انہیں جواب دیا  پیرو مرشد، خط ملا چوما چاٹا، آنکھوں سے لگایا ، آنکھیں پھوٹیں جو ایک حرف بھی پڑھا ہو۔ تعویذ بناکر تکیہ میں رکھ لیا.۔  نجات کا طالب  غالبؔ Pashto Times Blogs. Khatoot E Ghalib Ghalib Letters. Urdu Letters By Asadullah Khan Ghalib Aka Mirza Ghalib.  غالب کے خطوط خطوط غالب مرزا اسداللہ خان غالب کا جوابی خط

Matiullah Turab New Pashto Poetry Nazam Lyrics.

 Pashto New Nazam By Afghan Popular Pashto Poet Matiullah Turab. Lyrics of Turab Pashto Poems in Pashto 2022. Poem War ( Jang or جنګ)    #نظم  جنګ رټل دي جنګ وژل دي جنګ د وينو تويول دي جنګ پردي ته لاس نیول دي جنګ جنګ د ورور د سر وهل دي زوی بې پلاره, پلار وژل دي خوږه مور کونډه کول دي مدرسه کنډر کول دي مکتبونو ړنګول دي جوماتونو سوځول دي جنګ قرآن ته سپک کتل دي د سنتو تېرېدل دي جنګ جنګ په وینو وطن رنګ کړ د غرور ټاپو يې ړنګ کړ بې شرمۍ ولولو شرنګ کړ بې ننګۍ دبدبې دنګ کړ اوس یې یاد دی چې بابا تورې به شرنګ کړ جنګ جنګ د پېغلو بې ستري ده لویه لویه بې ننګي ده وینه تویه افغاني ده مورکۍ ژاړي خیر غواړي بچیان جیګ شي مورکۍ داړي د مستورې ټیکری هلته په پنجاب کې را ځړيږي د وطن دبدبه هلته  د تور څټي پښو ته لویږي مونږه وایو افغانان يو مګر هر ساز ته ګډیږو جنګ  جنګ غیرت راڅخه واخیست اسلاميت راڅخه واخیست افغانیت راڅخه واخیست د پښتون هغه شمله اوس د بې ننګه په سر ایښې د غیرت کیسې تاريخ شو کتابو کې یې تش لولو چې بابا په مشهد خور و په ډهلي يې پاچاهي وه اصفهان یې تر سینې و بخارا په تراره وه پنجابی یې مسلمان و نن چ

Rahman Baba Poetry Lyrics. Pashto Ghazal Lyrics

 Rahman Baba Pashto Poetry. Abdur Rahman Baba Pashto Ghazal. Pashto Lyrics. پښتو غزل رحمان بابا خزانه په سخاوت سره زیاتیږي د کوهی اوبه چي اوکاږي بیسیار شي مړول د وږي ګیډی مشکل نه دی مړول د وږییو سترګو مشکل کار شي کم خوراک سړی نزدی شي فرښتو ته هر سړی چی بسیار خور شی بیسیار خوار شي صاف دلانو لره لږ نصیحت بس دی د ګوهرو پیوستون په نري تار شي Rahman Baba Pashto Ghazal. Khazana Pa Sakhwat Bandi Zyatigi Da Kohi Oba Che Okagi Besyar she. Pashto Times blogs.

Pashto Ghazal Poetry 2022. Faheem Bacha

 Kajora zaar, Angoor Qurban aw Bang Bekhi Mubarak. کجوره جار انګور قربان او بنګ بېخي مبارک ساقي امام د مېکدې زه مقتدي مبارک  دا سړی دين تشريح کوي مګر غلط يې کوي  دا سړی خلک ډاره وي له موسيقي مبارک عجب منطق عجب مذهب عجب ملا د کلي حورې اويا شراب روا موږ ور لېږي مبارک پښتون لالی د خپل وجدان خبره څنګه واورې پښتون لالي باندې خو نوم د جهادي مبارک دومره شراب راوړه چې واوړمه تر عقل اخوا دومره  خمار يمه چې زړه مې زياتې چوي مبارک شاعر : فهیم باچه Pashto Times blogs. Fahim Bacha Pashto Ghazal. New Pashto Poetry 2022. Pashto Ghazal New 2022. Pashto Ghazal of Fahim Bacha. Pashto Latest Poetry of 2022. Pashto Literature and Folk Poetry. Sharab, Pukhtun, Kajoora, Bhang, Qurban, Jehadi, hoora whore, Hooray, Deen.

Bacha Khani By Saud Bangash

 Bacha Khani Pashto Poetry. Poem. Bacha Khani Poet. Saud Bangash  چې رڼا  شوه  په  تیارو  باچاخاني دې بې ننګو  باندې  راغللو  میرږي د پښتون یووالی کفر  ورته ښکاري د  دې  خلکو  ده  هـمـدا  مسلماني سعود بنګښ  ۲۱/۱۱/۲۰۱۵ Pashto Times. Pashto Poetry by Saud Bangash about Bacha Khani. Khan Abdul Ghaffar Khan better Known as Bacha Khan and Sarhadi Ghandi. Preacher of Peace and tolerance and Khudai Khidmatgar.

Ahmad Shah Abdali Pashto Poetry Ghazal.

Ahmad Shah Abdali Pashto Poetry Ghazal.  Da Ahmad Shah Abdali Sherona. Ahmad Shah Abdali Also known as Ahmad Shah Durrani was Afghan King and well versed Pashto Poet who ruled from 1747 to 1772. He is founder of Durrani Empire or Durrani Dynasty In Afghanistan. درانی امارات یا درانی شاہی دورہ دلته د ستر احمد شاه دراني یو غزل لوستلی شۍ. احمد شاه درانی په احمد شاه ابدالي هم پیژندل کیږی چی د افغانستان او درانی امپراتورۍ باني کڼل کیږي د احمد شاه ابدالي شاعري غزل ستا د عشق له میوو ډک شو ځیګرونه ستا په لاره کښي باییلي ځلمی سرونه تاته راشمه زړګی زما فارغ شي بي لتا مي اندیښني ده زړه مارونه احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کړی که ونیسي د تمام جهان ملکونه Pashto Ghazal Lyrics Of Ahmad Shah Baba. Ahmad Shah Abdali Pashto Poems.  Da Deli Takht Pe Herawoma Che Rayad she. Mata da Khukli Pukhtunkha da Ghra Sarona. د دهلي تخت پري هیرومه چي رایاد شی ماته د خپلي پختونخواه د غره سرونه ستر احمد شاه بابا I Forget The Throne, The Kingdom of Dehli India when I recall beautiful valleys and Mountains of my Pukht

Sook Di Mata Owayi. Ghani Khan Pashto Poetry.

Sook Di Mata Owayi sa ranga Shida she sook?  Nazam. Khan Abdul Ghani Khan Baba. Complete lyrics of Ghani Khan Nazam Wali. Why?  Wali Nazam Of Lewany Falsafi. Wali Nazam By Ghani Khan Baba څوک دې     ما ته ووائي څرنګې شېدا شي څوک؟ څوک چې چا ته وخاندي  ولې په خندا شي څوک؟ ستوري د    غر څوکې ته غلې  شان     بېګا   ووې مينې   په       ژړا   ووې حُسن   په     خندا  ووې سترګو    د  مجنون ووی اوښکو    د     ليلا   ووې ووې  په     نشه  ځوانۍ  غم  ورو  په  سودا  ووې ما ته مسکو سترګو کښې ښکلې      دلربا        ووې ولې څوک   زړۀ  وبايلي؟ څرنګې شېدا شي څوک؟ څوک چې چا ته وخاندي ولې په خندا شي څوک؟ .....  عنوان » ولې؟ شاعر » غني خان بابا کتاب » لټون، ۲۱۵ Tags for blog. Selection From Ghani Khan Poetry Collection  Latoon. Sook di mata owayee,  Sa ranga Sheda she sook. Pashto Poetrt Ghani Khan Baba.

Khushal Khan Khattak Baba Nazam Gella.

 Khushal Khan Khattak Baba Nazam Gella.  Da Yousafzai Qabeli Na Da Khushall Baba Gela Aw Da Mughal Sara Fitna. (دَ خوشال بابا دَ پښتون قام نه ګیله اؤ دَ مغل سره فتنه).  دا کلام ئي په ۱۰۸۶ کښې په برمول کښې لیکلے وو. وضاحتــــ!! د بابا ښکنځل  پښتنو ته د نصیحتـــ په توګه ؤ بعید د شعرونو غلطه تشریخ اونه کړے شې. بیا له کومه راپېدا شو دا بهار چې په هر لورې ئي ملک کړو یؤ ګلزار ارغوان دی ضمیران سوسن ریحان دی یاسمن دی نسترن نرګس ګلنار دَ پسرلي ګلونه ډېر په هر هر رنګ شته ولې سرۀ لالا دي لا پکښې اوڅار جونه موټی موټی ګل ږدی په ګریوان کښې دَ ځوانانو ګلدستي دي په دستار مغنی په چغانه لیندئ کېږده په نغمو په پردو وغواړه هر تار ساقی راشه ډکې ډکې پیالي راکړه چې دَ میو په مستئ کښې شم سرشار پښتنو زلمیو بیا لاسونه سرۀ کړۀ لکه باز منګولی سرې کړ کا په خپل ښکار سپینی توری ئي ګلګونی کړي په وینو په اهار کښې شګفته شو لالازار ایمل خان دریا خان دواړه مرګ ئي مۀ وے هیڅ تقصیر دواړو ونۀ کړو وار په وار دَ خېبر دره ئي سره کړله په وینو په کړپه ئي هم روان کړو دندوکار تر کړپه تر باجوړه سمی غرونه په لرزه په زلزله شول په بار

Rabba By Ghani Khan. Lyrics Of Pashto Nazam Raba

 شاعر:‌ غني خان Poetry By Ghani Khan. ربه Poem. Rabba. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ **اې په خېشت ميينه،‌ جوړوونکی د ګلاب، ربه!** **ستا ښکلې دنيا شوه د څاروي او د قصاب، ربه!** **اې چې د ماشوم سترګې دې جوړې کړې د ګل په شان** **ړوکی  او خوږې خوږې خبرې د بلبل په شان** **زړه يې پاک د بدو د هر خيال او د ازاره پاک** **پاک لکه شبنم و، د ګناه او د ازاره پاک** **تا چې چا ته ټيټ د پرښتو ښکلي سرونه کړل** **جوړ چې د چا سترګو له تا ستوري او ګلونه کړل** **تا چې د چا حسن له د خپلو سترګو نور ورکړ** **تا چې د خپل ځانه چا له مينه او سرور ورکړ** **هغه محبوبه ستا آدم نه دی آدم‌خور دی** **آ ښېسته ګلاب ستا ګلاب نه دی اور دی اور دی** **هغه ستا د لاس ګل پروت په وينو کې سمسور دی** **ستا خليفه ربه! آدم نه دی آدم‌خور دی** **تا چې چا له جوړه کړه د حسن او ګلزار قصه** **ورکړه مشغولا له دې د مينې او دلدار قصه** **تا چې چا له ستوري او سپوږمۍ او ماښام جوړ کړلو** **تا چه چا له مينه او مستي او خِرام جوړ کړلو** **سترګې يې دې پټې هغه نن د زهرو پينې څښي** **ستا په ن

Dua Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Dua by Ghani Khan

 دعا  Dua by Khan Abdu Ghani Khan Baba. اې خدايه! عقل راکړه، اې خدايه! پوهه را زړګى مضبوط راکړه او سينه لويه را سترګې د لمر راکړه، رحم د ځان را بيا ټول غمونه دې د دې جهان را ما ته يې په سر کړه ځار درنه شمه زه به يې وړمه، زه به يې وړمه يار بهادر راکړه که همت نه راکوې غيرتي ورور راکړهکه غيرت نه راکوې د سکندر بخت را، د دارا خيال را مټ د خالد کې، توره هلال را اسلام دې پرېږده ما ته ځار درنه شمه زه به يې ګټمه، زه به يې ګټمه د شپې خېمه کې، د عشق شراب را پاک مل د لارې، لکه ګلاب را د سپوږمۍ نور راکړه، لوبو کولو له د بوډۍ ټال راکړه، جوټو وهلو له جهان دې پرېږده، ځار درنه شمه جنت به يې کړمه، جنت به يې کړمه  ________________________ غنی بابا لټون _ مخ:- ۷۷۷,۷۷۸ د غني خان بابا دعا نظم Dua Nazam By Ghani Khan.  Lyrics Of Dua by Ghani Khan. Ghani Khan Pashto Poetry. A Khudia Aqal Raka A Khudya Poha Ka. Zargay Mazboth Raka Aw Seena Loya Raka. By Khan Abdul Ghani Khan Baba from his book Latoon. Collection of Ghani Khan Pashto Poetry Book Latoon. Pashto Times.