Skip to main content

Posts

Showing posts with the label ghazal

Poem For Pashto Poet Sadiq Jarrak by Aleem Gul Sahar

 Poem For Pashto Poet Sadiq Jarrak by Aleem Gul Sahar. Pashto Poetry صادق انسان ژړک صاحب ته مه ځه مه ځه زما زړه درسره ځي ژوند کې پاتې لږ خواږه درسره ځي دا کرکجن زړونه به مینځو بیا په څه شي په اخلاص وللې اوبه درسره ځي ګوره پاتې شه لا ډیر کارونه پاتې لا ویښ  نه دي، دا ویده درسره ځي د څیرو او د جرګو وریغ یې الوتی رنګ او خوند د پښتانه در سره ځي تروږمۍ ده له موږ لار د وتو ورکه شول بی رنګ ستوري رڼه درسره ځي ١/ ١٠/ ١٤٠٠ انځور د استاد صادق ژړک د ناروغي د وخت دی چې زموږ ښه انځورګر رفیع الله رسولي کښلی۔

Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Ghazal, Abdul Hamid Momand

 Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Ghazal, Abdul Hamid Momand ☆عبدالحميد مومند☆ ◇د عبدالحميد مومند ديوان ♡غزل هسې يم د يار له غمه پۀ ضرور لکه سوی اورلړونی د تنور چې هرګز لۀ اوښو وينو نه وچيږي معلوميږي چې مې سترګې شوې ناسور هر ساعت شمه راکيښ دار و سنګسار ته محبت دې قايم مقام کړم د منصور په دربار مې د بې قدره دلبرانو نشته قدر د مريی او د مزدور خدای يې نۀ کا ګنې اچوي شوخ چشم  هر ساعت په ملايکو کې فتور زر پۀ زر به يې سياهي د خط پښيمان کا دا د مخ پۀ روښنايی باندې مغرور د ريا پۀ زهد مۀ غوليږه زاهده پۀ کار نۀ راځي د وينځې زوي و لور څو چې واغوندي حميد° خلعت د وصل ترې وکاږي يې فلک پۀ وينو سور ○فرهنګ: ●ناسوړ:   نۀ جوړېدونکی پرهر ●ضرور:   مجبوريت، ناکامۍ, احتياج ●مريی:    غلام ●فتور:     ګړبړ، خلل، فساد، فتنه ●خلعت:   خلات, جامې : Hameed Baba, حميد بابا  #حميدمومند #پښتوادب #پښتوشاعري

Rahmat Shah Sayel Pashto Poetry. 2022 Pukhto Shayeri

 Rahmat Shah Sayel Pashto Poetry. زرکې زرکې تورې تورې بلا سترګې چارچاپېره رانه څومره قاتلان دي ګوټ پېرونه د مقېشو لوپټې کړئ تماشې ته ولاړ ستوري د اسمان دي په بڼو يې اوښکې ستورې ستورې کيږي ژړېدلي ښاپيري د روحستان دي د بېلتون په غولي  وير دى او ژړا ده سبا بيا لوبې د زړونو په دامان دي پېغامونه د خالونو د خوبونو تصويرونه د ګلونو د باران دي لا پرې نه دي نرګسي غوټۍ ګل شوي لولکۍ يې بڼېدلې په ګرېوان دي سائل  📸 @ Pashto Times. Say No To Child Labor. Pashto New Ghazal by Rahmat Shah Sayel, New Pukhto Ghazal. Pashto Mushaira. Ghazal nazam.

Wali Ashna Ba Darta Na Wayama? Pashto Poetry Ghazal

 Pashto New Ghazal Poetry 2022. غزل ــــــــــــ د دهغې غلا به چاته نه وایمه ستا د ادا به چاته نه وایمه ښه ولې مونږه زړونه نه لرو څه؟ ولې، اشنا به چاته نه وایمه؟ زما او ستا د محبت رازونه  ځه مړه دا به چاته نه وایمه له تانه پس به هم یاري کومه خو د وفا به چاته نه وایمه خلک زما په شعر کې تا لټوي ګرځي دې، ستا به چاته نه وایمه تنها د درده به یې خوند اخلمه زه د دوا به چاته نه وایمه

Pera Yarana Kharaba Shawe da. Pashto Two Lines Poetry

 Peera Mekada Kharaba Shawe da. Pukhto Ghazal 2022 New Pashto Ghazal 2022 _غزل پيره انتظار زمانه نه کيږي پيره مېکده خرابه شوې ده پېره بې له بنګو نشه نه کړم پيره دا نشه خرابه شوې ده پېره نن يې سپينه خولګۍ رانکړه پيرہ  يارانه خرابه شوې ده

Mashallah Pashto Ghazal By Darwesh Rokhan. 2022 Pukhto Ghazal

 Mashallah Pashto Ghazal By Darwesh Rokhan _______________________ ستا نه ستا سترګو چرته سوال کړى دى؟ماشاء الله   کله دې خپل ښايست ته خيال کړى دى؟ ماشاء الله  ته مخامخ ودرېــږه خداى ته يوه خـــبره کــوم    په ځنې حســـن دې کمــال کــړى دى ماشاء الله  لکه خليل ســــتا د جمـــــال د لمبـــو روغ اوتم   څه نمــــرودي زلفــــو پې ټال کړى دى ما شاء الله  په بارودي زمــکه به بــيا شـروع شي کر د ميــنې د نفــــرت بوټي پرې زوال کړى دى ما شاء الله  د کوه طور رانجه دې خداى لري دروېش روښانه  چا پې په  غونډه زنه  خال کړى دى ما شاء الله  دروېش روښان Mashallah Pashto Ghazal By Darwesh Rokhan. 2022 Pukhto Ghazal. Pashto Times Ghazal Zaar 2022. New Pukhto Ghazal By Darwesh Rokhan. 

Khattak Baba Pukhto Ghazal. 2021

 Khushal Khan Khattak Baba Pashto Ghazal. مار که هر څو پېچ و خم ځي خپلې سوړې لره سم ځي د غفلت له خوبه وښ شه! شيرين عمر دم‌ په دم ځي مرګ به هېڅ سړی پرې نه ږدي وار په وار په درست عالم ځي بې دليله به ځان ورک کا مسافر چې په تورتم ځي د پښو وار يې خطا کېږي چې قاضي لره څوک ګرم ځي که قضا و ته تسليم شي هم په دا له دله غم ځي د دوزخ د اور علاج کا چې سحر تر سترګو نم ځي هغه عمر لکه باد دی چې په غم د بیش و کم ځي چې تور مشک دې حبطه کړل په کافورو څه ستم ځي چې نه پول لري نه پوله هغه هر چېرته خرم ځي منډيې مه پرېږده خوشحاله که دې سر لکه قلم ځي _ _ _ خوشحال خان خټک کليات مخ _ ۳۴۴/۴۵ پېچ و خم :- ګډ وډ (پاملرنه :- فارسی اسم "پیچ" بطور معطوف الیه سره "و" بطور حرف عطف لګېدو سره فارسی اسم "خم" بطور معطوف مېلويدو نه مرکب عطفی جوړ شه. پښتو کښې بطور اسم استعماليږي) قضا :- حکم، د خدای امر، هغه الهی حکم چې د مخلوق په حق کې واقع شوی وي، ابدي فرمان، الهي فرمان (پاملرنه:- قضء ← قَضا          عربی ژبه کې ثلاثی مجرد په باب کې مشتق اسم ده۔ عربی نه پښتو ته اصلی معنی و ساخت سره داخل شوه او بطو

Pashto Poetry Two Lines. New Two Lines Pashto Poetry by Samiullah Khatir

 Pashto Poetry Two Lines. New Two Lines Pashto Poetry by Samiullah Khatir. نه کنه ګناه ده داسي مه کوه کرکه ناراوه ده داسی مه کوه پیره دي جینۍ ته دومره مه ګوره دا ګوري زما ده داسي مه کوه خاطر Pashto Poetry Two Lines. New Two Lines Pashto Poetry by Samiullah Khatir Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto Poetry Two Lines 2022. Pashto Two Lines Poetry 2022. Pashto Poetry Two Lines 2023.

Da Pekhawar Rangoona. Colors Of Peshawar by Saud Bangash

 Da Pekhawar Ranguna Tool Savi di by Saud Bangash د  پېښور  رنګونـه  ټول  سوي دي د  بـاجـوړ ګلونـه   ټول  سوي   دي د  سخا بارودو  په  لمبو کې خدایه! د سپېلنو  دښتونه  ټول  سوي  دي ګوتې  مې  پرې  دي  په  ژړا ولاړ یم زمـا  د  رباب  تـارونه  ټول سوي دي زه  ورتـه  ګورمه  پـه  ډکـو سترګو ستا  د  تندي  خالونه  ټول  سوي دي زمـا  د   ښکلې  پښتونخوا   د  جونو په  سر پـراته  شالونه ټول سوي دي کلي  کوڅو  کې د  ټانکونو  شور  دی خوږه خوږه  خوبونه  ټول سوي  دي خدایه! د  ستا  سپېڅلی کور  سوی دی ستا  د  کتاب  مخونه  ټول  سوي  دي سولې  مارغان سعوده!  مړه پراته دي د شنو ښاونو ښاخونه ټول  سوي دي سعود بنګښ  ۱۶/۱۲/۲۰۱۴

Khushal Khattak Baba Kalam With Meanings of Difficult Words

 Khushal Khattak Baba Kalam With Meanings of Difficult Words مار که هر څو پېچ و خم ځي خپلې سوړې لره سم ځي د غفلت له خوبه وښ شه! شيرين عمر دم‌ په دم ځي مرګ به هېڅ سړی پرې نه ږدي وار په وار په درست عالم ځي بې دليله به ځان ورک کا مسافر چې په تورتم ځي د پښو وار يې خطا کېږي چې قاضي لره څوک ګرم ځي که قضا و ته تسليم شي هم په دا له دله غم ځي د دوزخ د اور علاج کا چې سحر تر سترګو نم ځي هغه عمر لکه باد دی چې په غم د بیش و کم ځي چې تور مشک دې حبطه کړل په کافورو څه ستم ځي چې نه پول لري نه پوله هغه هر چېرته خرم ځي منډيې مه پرېږده خوشحاله که دې سر لکه قلم ځي _ _ _ خوشحال خان خټک کليات مخ _ ۳۴۴/۴۵ پېچ و خم :- ګډ وډ (پاملرنه :- فارسی اسم "پیچ" بطور معطوف الیه سره "و" بطور حرف عطف لګېدو سره فارسی اسم "خم" بطور معطوف مېلويدو نه مرکب عطفی جوړ شه. پښتو کښې بطور اسم استعماليږي) قضا :- حکم، د خدای امر، هغه الهی حکم چې د مخلوق په حق کې واقع شوی وي، ابدي فرمان، الهي فرمان (پاملرنه:- قضء ← قَضا          عربی ژبه کې ثلاثی مجرد په باب کې مشتق اسم ده۔ عربی نه پښتو ته اصلی معنی و  ساخت

Nmar Che Rawakheji No Khob Rashi. Abaseen Yousafzai Pashto Ghazal.

 Pa Starghalo Ki Mi Parhsoob Rashi Nmar Che Rawakheji No Khob Rashi پروفسر ډاکټر اباسین صیب پهُ  سترغلو  کښې  مې  پړسوب  راشې  نمر  چې  رااوخیژې   نو  خوب   راشې ستا  تصور............. . هم  غزونې  وکژې کله چې شپه............ پهُ زلمیتوب راشې په ُ ځان  کښې... دغسې  راټول  ګرځمه  لکه  پهُ  جونو.............  پیغلتوب  راشې چې  عقیدت........  د  لیونتوبه  اووځې مینه  کښې........  هله  سړیتوب  راشې غربت  مې  داسې.......  ارمانونه  وژنې لکه  په  ګلو  چې ........ وچوب  راشې چې  پسرلې  پهُ...........ملاکنډ  راواوړې پهُ  اباسین  کښې......  لیوانتوب  راشې Pashto Times Pashto Ghazal 2022 by Abaseen Yousafzai. Pukhto Shayeri 2022 by Professor Abaseen Yousafzai, Islamia College University Peshawar, Pukhto Department. Ghazal Times, Ghazal Zaar, Adab Zaar, Pukhto adab.

Che Tool Umar Mashoom Way By Ghani Khan. Pukhto Shayeri

 Che Tool Umar Mashoom Way By Ghani Khan. Pukhto Shayeri او چی ټول عُمر ماشوم وے غنی خان بی پرواہ لکه لولۍ وے، په ګلونو ګرځیدلے او چی ټول عُمر ماشوم وے په بلا نه اوړیدلے د دُنیا د اوږو سترګو بی خبرہ ګرځیدلے چی په خُله د جانان نه وے د فراق ورتی غزلے بی پروہ لکه لولۍ وے په ګلونو ګرځیدلے بی خبرہ چی آدم وی د رازونو د حوا نه نا اشنا مجنون اودہ وی د غمونو د لیلیٰ نه او چی حُسن خبر نه وے د خپل حُسن د غورځنګه دا زما زړہ نا اشنا وے د دی خو بدو د جنګه مظہر شیر Pashto Times Ghazal Times. Che Tool Umar Mashoom Way By Ghani Khan. Pukhto Shayeri. Da Ghani Khan Shayeri. Pukhto ghazalay. Da Ghani Kulyat. Collection of Ghani Khan Nazam, nazm, 

Amir Hamza Khan Shinwar Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri

 Amir Hamza Khan Shinwar Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri .غزل _ امير حمزه شينواری زۀ شوم آئينه چې ګـــورم ستا په لور خېر که اوس نظـر نه کړې زما په لور تۀ رټـــــل شـــــړل کــــړه زۀ وفا کوم سترګې خو د سپي وي د آقـــا په لور شو چې سپوږمۍ مخيه مې نظر په تا نه کړمـــــه نظـــــر د توتيـــــا په لوړ ګوره مې همت چې ستــــا طلب کوم پورتـــه مې قـــــدم د کبريـــــا په لور سترګـــــو ته زمـــــا تورې تيرې او وې تور به مو سپين سپين شي د صبا په لور پرانـــــزه لبـــــان چې زۀ رنځـــور يمه بېځـــــه اشـــــاره کـــړې د دوا په لور لور دې د هجران کړې دوه ټوټې زمــــا ګوري مـــــا له رشـکه نــــن زما په لور زۀ حمـــــزه د زړه لـــــه کـوره تلې يم يم لکه چې غـــــږ وي د صحرا په لور ارواښاد حمزه شينواری بابا کليات (څلورم جلد) مخونه _ ۵۸,۵۹ Pashto Times. Kulyat Amir Hamza Shinwari aka Hamza Baba. Amir Hamza Khan Shinwar Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pukhto ghazal zar, Adabzar

Nangyalay Da Zamany Khushal Khattak yam. Pukhto Ghazal. Khushal Khatak Baba

 Khushal Baba Poem About Aurangzeb Alamgir And Mughal Rulers. دمغولي  استبداد او زورزیاتي پر خلاف دخوشال بابا د لومړني پاڅون اعلان      ( دافغان په ننګ مې وتړله توره )  نومیږی چې دخوشال بابا یو ستر شاهکار   او داوچتې پایې  نظم ګڼل کیږي .دادی دا نظم دآغلو او ښاغلو دوستانو سره شریکوم پرورده که دمغولو په نمک یم داورنګ له لاسه هم دغریوه ډک یم په ناحق یې په زندان کړم یو څو کاله خدای خبر دی که په خپل ګناه زه شک یم پښتنوسره زړه توردی دمغولو خبرداریې په نیتونو یک په یک یم که سره که ناسره راته معلوم دي  په داکار کې په معنا لکه محک یم هغه زیست چې دعزت له مخې نه وي چې يې کا په هغه زیست پورې هک پک یم اوریې پورې په منصب په نوکرۍ شه  چې تر فهم او تر نظر دمغول کلک یم په خپل نام او ننګ چې راشم لیونی شم خبردار کله په سود وزیان دلک یم هرپښتون چې دمغولو نو کري کا که دې زده دهغو واړو بهترک یم دخټکو بې ننګي چې راپه یاد  کړم زړه مې بد له خپله ځانه چې خټک یم چې منصب مې دمغول خور یو ملک وم چې منصب دمغول نشته اوس ملک یم دفرمان دپروانې حکم یې نشته شکر داچې په خپل حکم په خپل وک یم نه مې کار په خاص و عام ته په دی

No Kafir Di Shama. Haroon Bacha Ghazal Lyrics

No Kafir Di Shama. Haroon Bacha Ghazal Lyrics. Type and Genre. Ghazal Song Poet. Ali Akbar Sial Singer. Haroon Bacha که بې له تا مې زړۀ درزېږي نو کافر دې شمه که مې په ژوند کې ساه غړېږي نو کافر دې شمه لکه غنم مې پسې زړۀ له غمه ټک وچاودو که به مې رزق ته زړۀ کېږي نو کافر دې شمه که د تمامې دنیا ښکلي یو غونچه شي د ګل که ستا د مخ سره جوړېږي نو کافر دې شمه بس ددی يو صنم سجده   راته روا    کا ربه که سر مې بل بت ته ټيټيږي نو کافر دې شمه بې ستا د یو څاڅکي خمار،خمار نظر جانانه که مې په سیند تنده ماتېږي نو کافر دې شمه تا دې بڼو په چړو سیال داسې غوڅ کړی نۀ دی درد که یې لږ هم قرارېږي نو کافر دې شمه اکبر سیال

Who Is The Ideal Girl Of Khushal Khan Khattak Baba?

 Who Is The Ideal Girl Of Khushal Khan Khattak Baba?  په درېو ګلچينو غزلونو کې د لوى خوشال بابا ايډياله ښځه او د ادبياتو همغږي صفاتو بيلابيل رنګونه که په هند کې نشته سپينه هوسۍ سترګې، ماه جبينه  خدايه ته و ما ته راکړې يوه سبزه، نمکينه  په دوو زلفو عنبر پاشه په دوه شونډو شکرينه چې هر ځای و ته يې ګورم ښايسته، ښکلې، مهينه  خود نمايه، خود ارايه  خود پسنده، نازنينه  هوسناکه، ښېوه ګره شوخه شنګه، دل سنګينه د يارۍ په علم پوهه سخندانه، نکته چينه ورځ و شپه کا ځنې چارې په خوشال د ښکلو مينه / ‎ښځه بویه هوسناکه، خنده رویه، مهرجنه                 پاکیزه په زیست روزکار کې، په ښه بوی باندې مئينه ‎د صحبت په رموز پوهه، زړه یې خلاص له مکر دروهه ‎کم خوراکه، خوش پوښاکه، همېشه ناسته دننه ‎په وصال د یار خوشاله، یار یې خوښ له قیل و قاله ‎چې له یاره نه جدا شي، هم غمجنه، هم خیرنه  ‎له نېکانو همنشینه، له بدانو په زړه خوړینه ‎له موروالي یې توبه کا، که یې مور وي دروغژنه  ‎د مېلمه په کار حاضره، په پخوالي بهادره ‎د حق چارې په ځای راوړي، په رنځور باندې پوښتنه ‎خوش صورته، خوش سیرته، خوش خلقته، خوش خلقته  ‎په طاعت په ع

Pa Ghazal Aw pa Sandara Na Pohegi. Sahib Shah Sabir Ghazal

 Ghazal. Pa Ghazal Aw pa Sandara Na Pohegi. Pashto Poetry By Sahib Shah Sabir ډاکټر صاحب شاه_صابر   په غزل او په سندره نه پوهېږي يار ده سره په خبره نه پوهېږي ماته وايي چې زما په رضا ګرځــه  پوهوم ي خو کافره نه پوهــــ ېږي چې په کوم لورې مخ واړوي ملک وران کښې  پـه خــپل زور خــو زوروره نــه پـوهـــــــېږي ما ده مينې په راز څو څو ځله پوۍ کره خو ده حــسن جادوګـره نــه پــوهــــېږي که رښتيا وايې بهر ده سړيکې ســه دي چې وځـي مـې ده پـرهـره نــه پـوهېږي ده هنر په جامه پټ قامونه شته شو پښتـنو اغوسـتې زغــره نـه پوهـېږي ځينـې خلـــک ده ازلـــــــــه زورور وي ځيـنې خلــک بې ده شـــر نـه پوهېـږي چې زما يقين يې يره ورکه نه کړه ترهېدلې ده، اوتره نه پوهېـــــــږي دا په سه نشه کښې داسې لېونۍ ده  چې پرېوځي ده کمره نه پـوهــــېږي Sahib Shah Sabir Ghazal. Pukhto Ghazal by Sabir. Ghazal. Pa Ghazal Aw pa Sandara Na Pohegi. Yaar da Sara Pa Khabara Na Pohegi. Pashto Ghazal Poetry of Sahib Shah Sabir 2022 Pashto Poetry By Sahib Shah Sabir

Ogora Janana. Ghani Khan Baba Pukhto Shayeri. 2022

Ogora Janana. Ghani Khan Baba Pukhto Shayeri. 2022 اوګوره جانانه د تیارې نه رڼا جوړه شوه  The Legend and  Great Ghani khan اوګوره جانانه....! د تیارې نه رڼا جوړه شوه  Pashto Times Pashto Lyrics of Ghan Khan, The Legend Khan Abdul Gaffar Khan Pashto Poetry. Latest Pashto Lyrics of Ghani Khan. Ogora Janana. Ghani Khan Baba Pukhto Shayeri. 2022

Taimur Shah Durrani Baba Pashto Poetry.

 Taimur Shah Durrani, The Afghan Ruler, Son Of Ahmad Shah Baba. Pukhto Ghazal. د اعلی حضرت تيمورشاه شعر هۍ هۍ د یار صورت لکه ګلونه              که وهلي يې پر مخ دې شنه خالونه تیر شو عمر د وصال په انتظار کې              اوس پر زړه مې د هجران لګي اورونه په رخسار باندې يې زلفې تار په تار دي              د عاشقو اویزان په هر تار زړونه د پتنګ په دود دې یاره, په غمو وسوم              د باڼو ناوکي ايږدي په زړه زخمونه راشه مينه پر خپل خدای کړه تيمورشاه!              څه په کار دي د فاني دنیا کارونه Pashto Times, Pashto Ghazal. Who Was Taimur Shah Durani? Taimur Shah Durrani Baba Pukhto Ghazal. Taimur Shah Baba Was Son Of Afghan Emperor Ahmad Shah Durrani's Son and Emperor himself ruled Afghanistan from 1773 To 1793. Taimur Shah Baba was also a Pashto Poet like his Father Ahmad Shah Baba.

Mumtaz Orakzai Nazam For Nizar Yousafzai

 Mumtaz Orakzai Nazam For Nizar Yousafzai. Poet. Mumtaz Orakzay. Nazam. Nizar Yousafzay ښـــــــه!! نو دا نـــــظاره پاتې وه نظاره چـې ته مړ يې زه دې سانده وايم ياره ښــــه نو دا نــــــــظاره پاتې وه نــظاره؟ زه درګـــــــــــــــورم او تا ټق اوچول اناره ښـــــــــه نو دا نظــــــاره پاتې وه نظاره؟ چــې به دومره زر لاس اخلې له خماره ښــــــــه نو دا نظــــــــاره پاتې وه نظاره چـــــــــي اهنګ به جدا کيږي له دې تاره ښـــــــــــــــــه نو دا نظـــاره پاتې وه نظاره چې مختار به لاس په سر شي له اختياره ښـــــه نو دا نظــــــاره پاتــــــــــې وه نظاره چــــــــــې بلبل به مستعفي شي له چغاره ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چـــــــــې به جام هم انکاري شي له خماره ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چــــــــــــــــــــې يو ګل به مرور شي له بهاره ښـــــــــــــــه نو دا نظاره پاتـــــــې وه نظاره چـــــــــــــــــــــې ټپه به وي بغير له يکه ځاره ښـــــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چې به ته کفن کښې پټ شې سم د واره ښــــــــــــه نو داسې خو څ