Ghani Khan Aw Da Dir Zalmi by Maulana Khanzeb Bajour. غني خان او د دير پښتون ځلمې غني خان د خپل قام سره بې کچه مينه لري پخپله وېنا کښې د غني خان دغه مينه د خپل قام سره ځائې په ځائې جوتېږي هغه د پښتون فطري خويونه ډېر خواږه او زړه خوږي بولي ځکه خو وائي چې پښتون په نسل هرڅوک دې خو زه ورسره مینه لرم ماته ګران دې د ساګو کاسې ته به ناست وي خو مېلمه ته به ست لکه د شاهانو کوي په کوپړې ورکوټې دې خو په زړه ډېر غټ دې د پښتون په پېړو پېړو کنځلو کښې هم غني خان ته ېو سرور او ذوق ښکاري ځکه خو وائي په والله چې د جنته به شم ستون چې کنځل پکښې وانورم د پښتون پښتون غني ته د يوناني خلکو پشان ښکاري او پدې لاندې ليک کښې ورته ټول پښتانه د دير د غرونو سوچه او خوږو خلکو پشان ښکاري او د ديروژي پښتون په څېره او کړو وړو کښې د ټولو پښتنو د ژوند او کلتور ننداره وړاندې کوي.. غني خان وائي !کلي والې سندرې د ېو ملت روحاني انځور وي او پېژندګلو هم ! خو ددې روحاني انځور پیژاندګلو لپاره دا اړينه ده چې دغه بل ملت لرغونې هم وي او ريښتونې هم . ېو ريښتوني احساس لرل دومره مېړنې کار نه وي ډېر ګران کار ددې څرګندونه وي او په ځان...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.