#کتاب By Obaidullah Wardag سيد جمال الدين افغانی از افسانه تا حقيقت کتاب» د عبدالباري جهاني» کتاب دی چې په ۱۴۰۴ يا ۲۰۲۵ کال کې چاپ شوی دی. کله چې کتاب چاپ شو نو د کتاب نوم ما ته جالب ؤ او داسې ښکارېده چې کتاب په انتقادي بڼه ليکل شوی دی، زه د دې ډول کتابونو غيرمسلکي يا آماتور لوستونکی يم؛ يوه خوشبختي خو دا وه چې کتاب په بهرنيو هېوادونو کې انلاين د تر لاسه کېدو وړ ؤ. کتاب ټولټال ۲۹۷ مخونه لري او په وطني دري ژبه ليکل شوی دی؛ په مقدمه کې جهاني صيب د سيد جمال الدين او کتاب په هکله لومړنۍ تبصره کوي او وايي کتاب دا نه څېړي چې سيد جمال الدين د افغانستان، ايران يا کوم بل هېواد دی، جهاني صيب له همدې پيل کوي او وايي چې د سيد جمال الدين په هکله مبالغه شوې ده او ډېری څه چې خپرېږي د بېلابېلو کسانو له لوري را جوړ شوي «افسانه نګاري» دي او مستند ندي. د يادولو وړ ده چې جهاني صيب په خپل کتاب کې سيد جمال الدين ته د سيد خطاب کوي. موږ به يې هم وروسته سيد ليکو. جهاني صيب وايي چې سيد په پښتو ژبه نه پوهېده او نه هم پدې هکله کوم ليکلی سند لري چې نوموړي دې په پښتو کومه کرښه ليک...