Skip to main content

Posts

Showing posts with the label 2022 Pashto Songs

Mumtaz Orakzai New Pashto Ghazal 2022. Sandara

 Mumtaz Orakzai New Pashto Ghazal 2022. Sandara چــــــــــــــــــــــې ښکاري راته واړه کاينات لکه سندره له ډېرې مستـــــۍ بند په بند شم مات لکه سندره سجـــده سجــده پرېوځـــــــم سازېنې ته د ښايست په شرنګ مې له خولې اوځي مناجات لکه سندره دا دنګ چېنار غـــــزل دی او دا جګ نښتر دی نظم ګـــــــــــــــودر ټپه تپه او مــــــــــنګی مات لکه سندره څه هېـــــــــلې د مچيـــــــــــــــو غوندي اوبڼيږي راشي د زړه ويران کمــر مې کړي شات شات لکه سندره لالــــيه ته تمـــــــام يې لکــــــــــــــه غږ د قــــــــمر ګلې لالــــيه زه زاخــــــــــــېل يم زمـــــــــــــا ذات لکه سندره چـــــــــې نوم يې واورې يو دې سي تر لرې،لرې ،لرې هـــــــــــــــــو!! يو نيم کس لري دا کرامات لکه سندره مـــــــــــــــــمتازه زه له خپـــــــــل وطنه زخم ،زخم ځمه مـــــــــــــــمتازه خدای زما هم کړل اوقات لکه سندره زاخېل..... ارواښاد استاذ زاخېل Local Afghan Singer With Tears In his Eyes Looking At The Music Instruments Taliban Burning. January 2022 Mumtaz Orakzai New Pashto Ghazal 2022. Sandara. Sandara, Pukhto

Shen Khalai, Kakarai Gharay. Kakari Ghara, Folk Pashto Songs Of Kakars.

 Shen Khalai, Kakarai Gharay. Kakari Ghara, Folk Pashto Songs Of Kakars. شین خالۍ ---------------- توره شپه ده توره خونه شین خالۍ نه ده معلومه توره شپه به خدای رڼاکړي شین خالۍ به خدای پیدا کړي که راځې درته ولاړیم ګلې ستا په انتظاریم نارې مه وهه درځم په ویالې ګوډې ډکوم مازدیګر دګودر غاړه شینخالۍ ده در روانه زه درځم نه ایساریږم ستا دیدن ته رارسیږم شینخالۍ ده در روانه زه درځم نه ایساریږم ستا دیدن ته رارسیږم Kakarai Ghara Tora Shpa Da Tora Khona Shen Khalai Na Da Maloma Tora Shpa Ba Khuday Saba Ki Shen Khalai Ba Khudy Pida Ki

Stephen Hawking Quote And Views About Death. End Of Life

 Stephen Hawking Quote And Views About Death. End Of Life "مجھے مرنےکاڈرنہیں  لیکن مجھےمرنےکا بھی شوق یاجلدی نہیں" سٹیفن ہاکنگ Pashto Translation Of Stephen Hawking Quote On Death. زه له مرګ نه نه ویریږم خو مرګ ته مي کومه تادي یا شوق هم نشته سټیفن هاکنګ

Chail, Chail Rasam, Chail Sadar, Chail Shawls, Swabi Traditional Shawl.

 Chail,  Chail Rasam, Chail Sadar, Chail Shawls, Swabi Traditional Shawl. چيل   دډير وخت نه څه ملګری لګيا دی او واي چی چيل هاغی څازر او پړونی ته ويلی شی چی د صوابۍ په خويندو ميندو کی عام په سره ولی شی او په عام چلن کی دی تکيا ور له دا خبره کوی چی په جنګ کی به چی ددوی کوم کسان مړه شول نو دی زنانو به په دغه کسانو خپل پړونی اچول او دی ننی پړونو باندی دا زيړ رنګی او سره تاپی د هاغه شهيدانو دوينو يادګالونه دی   خو دا بيان کړیشوی واقعات بی خی بی بنياده ده او دحجری ديوال ته د ډډه وهونکو يو ګرټ دی  دا چيل ا د اسلام راتلو نه اګاهو د يومحلی تقريب او رسم پاتون دی  دا د پشاي  pashai languageû ژبی وي دی کومه چی نن د لوی نغری افغانستان لغمان کی يوه قامی ژبه ده کومه چی خپله دوره کی ډيره علمی ادبی او فرهنګی ژبه وه او څه وخت کی دا د لغمان نه تر سواته پوری يوه ژوندۍ او دليک لوست يوه غنی ژبه وه ددی ژبی او ددی خلقو هاغه وخت کی پلازمينه ننۍ کاپيسا وه چی لوی سکندر ور کی د جنګ وخت کی د لوی مزاحمت سره مخا مخ شوی و او ورستو له بری نه ورستو دلته خپله ياد ګاره چاوڼۍ جوړه کړی وه او بيا ورستو د بده مت وختو کی دی خ

Nawagai Momando Wrana Krala. Explanation Of Pashto Folk Song.

 Nawagai Momando Wrana Krala. Explanation Of Pashto Folk Song. ليک کاروان مومند صيب ناوګۍ_مومندو_ورانه_کړله_دښار_نوابه او ورله راکاږه توپونه  ناوګۍ مومندو ورانه کړله د ښار نوابه Nawagai Momando Wrana Krala, Da Khaar Nawaba. اوبۀ په ډانګ نۀ بېلېږي او دغه مثال د مهمندو او باجوړ هم دے . چې کله هم د بهرنيو زور ظلم راغلے يا مقامي ظلم نو دوي يې په شريکه مخالفت کړے او ورپسې يې لښکر کړے خو د ناوګۍ د واقعې يو ځانګړے رنګ دے  کله چې د باجوړ نواب صفدر خان وفات شۀ او د هغۀ ځوي مندالي خان ته د نوابۍ او مشرۍ پټکے ور په سر کړے شۀ نو مندالي خان کې د مشرۍ او نوابۍ هغه لياقت نۀ وۀ. دا نوابي د مهمندو دروازګۍ پورې رسېدلې وه چې پکې صافي قوم نه علاوه نور هم لګ ډېر واړۀ واړۀ کلي راغلي وو چونکه هغه وخت ابادي هم ډېره نۀ وه د نن په نسبت .نو نن چې کومې غټې علاقې يا کلي شول دا خو هغه وخت دا شان ګنجان اباد او يا د زيات طاقت نۀ وو مندالي خان د صافو سره زياتے کولو او  يوه ورځ صافو د نواب د اشر نه انکار کړے وو چې په هغې سره د نواب لښکر د شپېتۀ 60 نه زيات کسان وژلي وو پس لۀ هغې نه صافو هم د مهمندو نورو مشرانو نه مدد در

Baran. Pashto Folk Songs Tappay And Baran. Da Baran Tappay.

 Baran. Pashto Folk Songs Tappay And Baran. Da Baran Tappay. باران په ستر تيراه ورېږي د لواړګي برخه بادامۍ ده رابه شينه باران د ځمکې آبادي ده شيرينه ېاره ! زه پتا آباده ېمه باران ورېږي بلې څاڅي د مساپرو به ېادېږي خپل کورونه باران د غم په شېبو راغې د بېلتانه د ګلۍ ډېر فکر کؤومه باران د اوښکو پې ورېږي د زړه انګار مې وخت په وخت تازه کؤومه باران د کانړو ئې په کور اوشه ! څوک چې په ېار مطلب کوي بېا ئې پرېدينه باران دې هرکله ورېږي. واورې دې نه وي چې لارې بندوينه باران ورېږي خټې کېږي قدم زما په قدم ږده راځه ! دننه باران ورېږي غولې ډک شو قدم زما په قدم ږده راشه ! دننه بارانه رورو پې ورېږه !  په مسافر جانان مې نشته دالانونه بارانه رورو پې ورېږه !  وړې وړې جينکې غره ته تلې دينه باران وریږي غولی ډنډ شو جینۍ پېنڅې پورته کوي جانان له ځینه بیا د باران په شپه رانشې د ښپو خاپونه دې بې بې لیدلي دینه بارانه شړق وهه راښکې شه ! چې د آشنا تړلې کډې بېرته پاتي شينه بارانه !  څه مستي دې راوړه  جینۍ په دنګو پولو ځي ما غورځوینه باران وریږي شال په سر کړه پیریان مې نیسي چې لمده دې وګورمه په ما باران په ېار مې واور

A Shaheeda, A Ashiqa, A Bacheya Da Mansoor

 A Shaheeda, A Ashiqa, A Bacheya Da Mansoor. Poet. Ghani Khan Baba Poem Nazam. Shaheed نظم: شهید اواز: معیز مهمند Moez Mohmand  انځورګری: تراب مهمند Imam Hussain Turab  اے شهیده ! اے عاشقه ! اے بچیه د منصور په خندا جانان له لاړی ،ډوب دریاب کښ شوی د نور نادانان درپسی ژاړی، ماشومان درته مجنون وایی لیونی درته پسخیږی اے ایری د کوه طور ننګیاله سر دی ورکړو د یار ښپو کښ دی لوګے کۀ اوس یی ګوره مسکۍ سترګی، ښکلی ډکی د غرور ما راوړی تاله نه دی د سرو ګلو امیلونه د جنت بلبلان څه کړی د دنیا د باغ ګلونه  تا کړی خپلی سترګی خاوری چی زما پری شی روښانه تا قیصه زما د درد، بره یوړه تر اسمانه ستا د وینی څاڅکے څاڅکے چی تا تویی کړه د ارمانه ماته سری ډیوی بلیږی په کوڅه کښ د جانان د دنیا تاجونه ځار شه ستا د بخته ستا د شانه د لیلی په زنګون پروت یی د مجنون څیری ګریوانه ما راوړی تاله ندی د رامبیلو امیلونه د جنت بلبلان څه کړی د دنیا د باغ ګلونه غنی خان بابا Poet. Ghani Khan Baba Poem Nazam. Shaheed Awaz, Vocalist, Singer. Moeez Momand. Painting By Imam Hussain Turab 

Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir. 2022 Ghazal

 Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir. New Pashto Ghazal. 2022 غزل یو لاس کې ‌‌‌‌‌‌یې ډال بل کې یې تورې دي خدایه! پښتنې څومره باتورې دي تورې دي که سپينې مرغلرې دي ښکلې جینکۍ لکه کوترې دي څرک د رڼا نشته او بې وسې یم بیا هم حوصلې مې زړورې دي توی به یې کړې ‌‌‌‌‌‌ډېر ازار به وګټې مه خوځوه شکور کې مې ګورګورې دي ټولو نه ظلمونه یې ګاللي ‌‌‌‌‌‌ډېر بیا هم له هر چا نه زورورې دي دوی دي چې رڼا ورسره یون کوي دوی خو دهر دور پيغمبرې دي ستا (سبا) خو لږه بختوره ده نورې خو له دې هم بختورې دي  وږمه سبا عامر پراګ Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir.

New Year, Naway Kaal By Ghani Khan. Pashto Poetry

 New Year, Naway Kaal By Ghani Khan نوے کال غني خان  خاونده بيا سپرلۍ شو، دُنيا يو کال واړوو چا په ژړا واړوو، چا په وصال واړوو چا د نتو په شان په ساګ او دال واړوو چا د صاحب په شان د بل په مال واړوو څوک په سفر لاړل، بلخوا يۍ مال واړوو چا د جانان په سر د خاورو شال واړوو چا د ګُنګرو په شان، په شرنګا شرنګ تير کړو چا د سپوږمۍ په شان، په رنګا رنګ تير کړو او غني دا هم ربه، لکه پخوا واړوو څه يۍ په خندا واړوو، څه يۍ په ژړا واړوو Pashto Times. Ghani Khan Baba Pashto Lyrics.

Shah Nawaz Baqir New Pashto Poetry For New Year 2022. Pukhto Ghazal

 Shah Nawaz Baqir New Pashto Poetry For New Year 2022. Pukhto Ghazal تازه په تازه ـــــــــــــــ سـوله غوښتونکـي خلک مـړ اور ته لمنـه وهي څوک چې له ونې تبر جوړ کړي، بيا پرې ونه وهي پښتنـو ستاسـو په ســرونو تجارت روان دى چې مشـران مو شمــلې سـر ته له کفنه وهي  له ډېره درده زه څادر په خوله کې کلک ونېسم يوه جينۍ په زنه خال ځانته په ستنه وهي خدايه! تېره نه جنت جوړ کړې، پکې وچ کاندې بنګ چې د چېلم نه پښتون کش جګ کړي مېرمنه وهي مونــږ د تاريـخ پـه بلا تــل رواياتــونه وژنــوو د خپل نيـکه په امسا بيا يو څوک بړاستنـه وهي ستا د بيلتون په اذيت ولې څوک نه دې قايل؟ په تا پســې سـر او تندى باقــر تـر ننــه وهي #باقر

Stari Jwandona Ta Ba Da Rangi Tar so Garzawoom

 Stari Jwandona Ta Ba Da Rangi Tar so Garzawoom Poet. Darwesh Durrani Singer. Ijaz Ofaq Pashto Ghazal ستړی ژوندونه! تا به دا رنګه ترڅو ګرځوم؟ په شان د مړي دې مدام زه پر اوږو ګرځوم زما د پښو په سپېرو تلو کي یې کېږي توهین نور به په سترګو کي اغزي ستا د کوڅو ګرځوم نن په خپل کور کښې تر سهاره څراغ نه بلوم زه ستا د مخ په رڼا ـــــــ مخه د تیارو ګرځوم دا د شهید ارمان سر پروت دی د چړو پر څوکو درویشه ! زه چې کومه اوښکه په بڼو ګرځوم  #دروېش_دُرانی Stari Jwandona Ta Ba Da Rangi Tar so Garzawoom. Pashto Times, Pashto SMS Poetry. Pashto Ghazal, Pukhto Nazam. 

Victor Hugo Quote Translated To Pashto. Crime, Prison And Law

 Victor Hugo Quote Translated To Pashto. Crime, Jail and Law د يوې ډوډۍ د غلا په تور بندي شوم او لس کاله مې په زندان کې مفته ډوډۍ وخوړله ! عجبه دنيا ده. ويکتور هوګو

Pera Yarana Kharaba Shawe da. Pashto Two Lines Poetry

 Peera Mekada Kharaba Shawe da. Pukhto Ghazal 2022 New Pashto Ghazal 2022 _غزل پيره انتظار زمانه نه کيږي پيره مېکده خرابه شوې ده پېره بې له بنګو نشه نه کړم پيره دا نشه خرابه شوې ده پېره نن يې سپينه خولګۍ رانکړه پيرہ  يارانه خرابه شوې ده

Zama Lalay Chinaar Day, Naranja Wali Wali. Pashto Song By Kishwar Kumar

 Zama Lalay Chinar Day Naranja Wali Wali. Pashto Old Duet Song 1956 زما لالی چنار دی - نارنجه ولې ولې ------------------------------------------------ په هندي سندرغاړو کې کشور کمار لومړنی هندي فلمي سندرغاړی و چې دبهایي بهایی په فلم کې یې دشمشاد بیګم سره( زما لالی چنار دی - نارنجه ولې ولې)  (Duet)  غبرګه پښتو سندره ویلې ده .سندره لنډه ده ،خو ماته ډیره په زړه پورې بریښي . دبهایی بهایی فلم په ۱۹۵۶ زیږدیز کال کې دبالییووډ له خوا جوړشوی و   دفلم لارښونه( ډایرکشن ) د ایم .وي .رامن پر غاړه و او فلمی ستوري یې آشوک کمار او نیمي ول By Latif Yaad Pashto Times Song Lyrics. Indian Pashto Song. Pashto Songs In Indian Film by Kishwar Kumar and Shamshad Begam  Zama Lalay Chinar Day Naranja Wali Wali. Pashto Old Duet Song 1956 Pashto Song by Kishwar Kumar and Shamshad Begam

Two Pashtun Kochi Women In Helmand Lashkar Gah, Afghanistan in 1967

Helmand Aw Achakzai Kochyan In 1967 Old Picture Of Lashkar Gah Helmand Afghanistan. Two Elder Pashtun Kochi Women from Achakzai Tribes Pictured 55 Years Ago. لښکرګاه، هلمند، افغانستان، ۱۹۶۷ع کال "د هلمند سيند پر غاړه د اڅکزيو کوچيانو دوې ښځي او د هغوی مېنه، دوی لږ وروسته مخ د هرات پر خوا بارېږي..." عکاس: ماریک ګاوکي هلمند او کوچیان د پښتو په کلیوالو او فولک سندرو کښي زیاتره د کوچیانو ذکر او یادوونه د هلمند سره تړل کیږی لکه د شکیله ناز دا سندره چي بیا کډي باریږي، پړي واچوول اوښانو کښي څه اوکمه خدایا زړه مي بند دی په کوچیانو کښي بیا کډي باریګي راته خکاري چي هلمند ته ځي اوړی دی ګرمي ده د رمو سره وطن ته ځي څو میاشتو د پاره نازینه اذاد ژوند ته ځي زي پریښودم دلته زړه ي وړی په چشمانو کښي بیا کډي باریږي د قمرګلي اد میرمن زرمیني یو بله فولک سندره هم د کوچیانو او هلمند په تړاو ده چي او ما هلمند ته خیژوینه زما خوږه جانانه  کډي باریږي Two Pashtane from Kuchi, pictured in 1967 on the Helmand river... Photographer: Marek Gawęcki Tags, Search Data And Keywords. Pashtun Kochai, Nomads Of Afg

Shah Farooq Pashto Singer Bio Data And Profile

Who Is Pashto Singer Shah Farooq? Pashto Singer Shah Farooq Is most searched Pashto Singer In December 2021 And he hopefully maintains the same digital popularity in Coming Year of 2022. As per Google Trends Pashto Singer From Banu KP, Shah Farooq's search Volume increased by 600 % during last 7 days and thus he is most popular Pashto Singer of The week. Shah Farooq Is known for Singing Kakarai Gharay and he became popular in Pashto Music Industry after Singing Pekhawar Kho Pekhawar day kana.. Shah Farooq Famous Kakarai Gharai Kaliwal Janan me ma zorawai, Oof La Ma Ye Warawa, Karara Rasha, Urdu Pashto Mix Kakarai Gharay By Shah Farooq, Yatima Jenai,  Sad Tapay 2022 By Shah Farooq Etc. Personal Bio of Shah Farooq. Shah Farooq Born and belongs To Banu, KP Shah Farooq living In Peshawar shifted from Banu in 2015. Shah Farooq Favorite Dish is "Rosh" د پښتو ژبي سندرغاړي شاه فاروق دي هفته کښي په ګوګل کښي تر ټولو زیات سرچ کیږی  شاه فاروق د خپلو فوک سندرو ، غزلو او بلخصوص کاکړۍ غ

Khob Wenam Alama ka Ye Sook Rakri Mana Poetry By Ghani Khan

 Khob Wenam Alama ka Ye Sook Rakri Mana. Poet Ghani Khan Baba. Singer Sardar Ali Takkar خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنا پروت یم سرمي ایښی دخپل یار په زنګانه خوب وینم چي پورته په هوا لکه د باز شومه کیناستم په بام دمحمود سترګي د ایاز شومه پورته د خاموش زړګي نه خوږ دمیني سازشومه خرڅه مي په حورو کړه د ډمو زمانه خوب وینم چي ناست یم دجیندې په یخه غاړه شاه مي سویلو کي لکه سره شمعه ولاړه سرې شونډي مسکی شوه ماته یې وې چي ژاړه ژاړه څکه دي د زړه ویني دا شراب دي مستانه خوب وینم چي باغ دی دګلونو او ماښام دی سرې سترګي ساقي دساقي سروګوتو کی جام دی لاس په سیتار پروت لیونی مست لکه خیام دی اړﺉ پرې نرۍ نرۍ دمیني افسانه خوب وینم چي سپینه سپوږمۍ پاس په خندا راغلله ماله محبوبا په شرم شرم تر خوا راغلله شونډو کي شراب او کوکۍ کي قضا راغلله سُر خمار یې راکه پېمانه په پېمانه خوب وینم چي پټ شوم په نسیم کي بهر لاړمه خوا له دجانان لکه دمیني نظر لاړمه سترګو د دلدار له لکه خوب دصحرا لاړمه یو شرنګ کي می لوټ کړه دعمرونو خزانه خوب وینم چي زه لکه لولکه په سیل ووتم پورته دنرګس نه شوم به خوا د رامبیل ووتم تاو د سپیني غ

44 Millions Views For Ali Zaffar And Gul Panra Pashto Duet Song

 Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Tor mala Rawra  44 millions Record Views for a Pashto Song in 2 Months The Folk Pashto  Song remixed By Ali Zaffar And Gul Panra breaking All the records with 44 Millions Views only On Ali Zaffar Youtube Channel only in 62 Days... almost 800,000 Daily views ( Only On One Upload) Daily Views for Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Tor mala Rawra..? 800,000 Views Daily Only On Ali Zaffar Youtube Channel, Think about the rest, The Facebook uploads, Gup Panra GP Official channels, WhatsApp circulation, radio broadcast, On airing on TV screens, Audio Formats downloads etc...  it will be surely 2 to 2.2 Millions daily and these are  rough, minimum estimated calculations.  Lar Sha Pekhawar ta Kamis Tore mala Rawra is classic Pashto Folk song originally recorded by radio Pakistan Peshawar back in 70s remixed by Ali Zaffar And Gul Panra in 2021. Lar sha pekhawar ta Qamis Tore ma la rawra folk song remix proved all time hit song and broken all the records to get views no other P

Khushal Khattak Baba Kalam With Meanings of Difficult Words

 Khushal Khattak Baba Kalam With Meanings of Difficult Words مار که هر څو پېچ و خم ځي خپلې سوړې لره سم ځي د غفلت له خوبه وښ شه! شيرين عمر دم‌ په دم ځي مرګ به هېڅ سړی پرې نه ږدي وار په وار په درست عالم ځي بې دليله به ځان ورک کا مسافر چې په تورتم ځي د پښو وار يې خطا کېږي چې قاضي لره څوک ګرم ځي که قضا و ته تسليم شي هم په دا له دله غم ځي د دوزخ د اور علاج کا چې سحر تر سترګو نم ځي هغه عمر لکه باد دی چې په غم د بیش و کم ځي چې تور مشک دې حبطه کړل په کافورو څه ستم ځي چې نه پول لري نه پوله هغه هر چېرته خرم ځي منډيې مه پرېږده خوشحاله که دې سر لکه قلم ځي _ _ _ خوشحال خان خټک کليات مخ _ ۳۴۴/۴۵ پېچ و خم :- ګډ وډ (پاملرنه :- فارسی اسم "پیچ" بطور معطوف الیه سره "و" بطور حرف عطف لګېدو سره فارسی اسم "خم" بطور معطوف مېلويدو نه مرکب عطفی جوړ شه. پښتو کښې بطور اسم استعماليږي) قضا :- حکم، د خدای امر، هغه الهی حکم چې د مخلوق په حق کې واقع شوی وي، ابدي فرمان، الهي فرمان (پاملرنه:- قضء ← قَضا          عربی ژبه کې ثلاثی مجرد په باب کې مشتق اسم ده۔ عربی نه پښتو ته اصلی معنی و  ساخت

No Kafir Di Shama. Haroon Bacha Ghazal Lyrics

No Kafir Di Shama. Haroon Bacha Ghazal Lyrics. Type and Genre. Ghazal Song Poet. Ali Akbar Sial Singer. Haroon Bacha که بې له تا مې زړۀ درزېږي نو کافر دې شمه که مې په ژوند کې ساه غړېږي نو کافر دې شمه لکه غنم مې پسې زړۀ له غمه ټک وچاودو که به مې رزق ته زړۀ کېږي نو کافر دې شمه که د تمامې دنیا ښکلي یو غونچه شي د ګل که ستا د مخ سره جوړېږي نو کافر دې شمه بس ددی يو صنم سجده   راته روا    کا ربه که سر مې بل بت ته ټيټيږي نو کافر دې شمه بې ستا د یو څاڅکي خمار،خمار نظر جانانه که مې په سیند تنده ماتېږي نو کافر دې شمه تا دې بڼو په چړو سیال داسې غوڅ کړی نۀ دی درد که یې لږ هم قرارېږي نو کافر دې شمه اکبر سیال