Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Info Blogs

Ukraine. Read About Ukraine In Pashto. Pashto Info about Ukraine

 Ukraine. Read About Ukraine In Pashto. Pashto Info about Ukraine Know About Ukraine In Pashto. اوکراین و پيژنئ دا په اروپا کې د مساحت له مخې دویم لوی هېواد دی او له ۴۰ ملیونه زیات نفوس لري اوکراین کولی شي د ۶۰۰ میلیونه وګړو د خوړو اړتیاوې پوره کړي. دې ته د اروپا د ډوډۍ باسکټ هم ویل شوی دی. بډایه  خاورو او د غنمو او نورو خوراکي توکو پراخو پټیو اوکراین ته د اروپا د ډوډۍ تولید  مستعار نوم هم ګټلی دی. "د سي آی اې د نړۍ د فکټبوک له مخې، اوکراین د پخواني شوروي اتحاد د ټولو زراعتي توکو ۲۵ سلنه تولید کولو. اوکراین یو مهم زراعتي هیواد دی ۱ـ په اروپا کې د اراضي مساحت له پلوه لومړي مقام لري چې قوي کرنه پکې کیږي د بډایه خاورو د مساحت له مخې په نړۍ کې دریم ځای لري (د نړۍ ۲۵٪ حجم له مخې)؛ په نړۍ کې د کفر ګل  sunflowers 🌻 ،کفر ګل تیل   د تېلو په صادراتو کې لومړی ځای لري؛ په نړۍ کې د وربشو تولیداتو په برخه کې دوهم ځای او د وربشو صادراتو په برخه کې څلورم ځای لري ؛ په نړۍ کې د جوارو دریم لوی تولیدونکی او څلورم لوی صادرونکی هم دهد په نړۍ کې د کچالو څلورم لوی تولیدونکی؛ په نړۍ کې د جوترو پنځم لوی ت

History Of Valentine Day Explained In Pashto. Valentine and Pashtun Society.

 History Of Valentine Day Explained In Pashto. Valentine and Pashtun Society. د ویلنټاین د ورځ په حقله بلها افسانې دي خو د ریښتوني ویلنټاین د حقیقیت نه څوک نه دي خبر  په میلادي کال ۲۷۰ کې چې کله د روم بادشاه کلوډیس دوهم وټاکلی شو نو هغه د فوځي کومندانانو لپاره نوی قانون جوړ کړو  قانون دا وو چې یو فوځي که ښځه ولري نو دی به کومندان نه جوړیږي ځکه واده شوی کس هیڅکله یو تکړه فوځي کومندان نه شي کیدلی  سینټ ویلنټاین په دغه وخت کې د روم په فوځ کې یو تکړه کومندان وو او هغه په دې د فوځ نه لرې کړی شو چې د بادشاه ددغې فرمان په خلاف یې واده کړی وو ، بادشاه کلوډیس دوهم ویلنټاین په دغه نافرمانۍ ځنداني کړو ، اتفاق ته ګوره چې په کوم ځندان کې ویلنټاین واچولی شو نو په هغه ځندان جیلر د هغه د ښځې پلار وو ، دغه جینئ ته به په کال کې صرف د فرورۍ په میاشت کې په غلا ځندان ته تلله چې د خپل خاوند ویلنټاین سره ملاقات وکړي ، څه موده پس نور قیدیان خبر شو نو هغوي له به هم خپلې ښځې ځندان ته راتللې او دغسې د فرورۍ میاشت د مینې میاشت وټاکلې شوه . څه وخت پس دغه ورځې د روم د فوځي کومندان ویلنټاین په نامه شوه . په دغه زمان

Importance Of 14 Feb In History. Pashto Info

 Importance Of 14 Feb In History. Pashto Info Galileo Data Of Birth. Pashto Info Blog Who Is Galileo In Pashto? نن ورځ فقط د مئینانو نده؛ بلکې ۳۹۰ کاله وړاندې په همدې ورځ ایټالوي ریاضي پوه، فزیک پوه، ستور پېژندونکي او فیلسوف #ګالیله له ثبوت وروسته دا خبره په ډاګه کړله چې ځمکه د لمر په شاوخوا ګرځي. شاید هغه مهال خلکو د ځمکې ګرځېدل په پټو سترګو منل؛ خو ښاغلی ګالیله پټ سترګی نه و.... موږ اوس هم د ډېرو شیانو او پدیدو ثبوت نه غواړو.... #په_سائنس_مئین_مخلوق Tariq Tassal Importance Of 14 Feb In History. Pashto Info Galileo Data Of Birth. Pashto Info Blog. Scientists Biographies In Pashto. Pashto Biography Of Galileo, Who Is Who In Pashto? Who Is Galileo In Pashto?

Death Story Of Ghani Khan Son Faridoon Khan. Real Story In Pashto

 Death Story Of Ghani Khan Son Faridoon Khan. Real Story. د غني خان بابا د زوي د مرګ باره کښې غلط فهمي .... "دا یوه غلط فهمي ده چې د فریدون خان مرګ د یو زمیدار د لاسه شوے ؤ ـ زما د والد صېب د زمیدار سره پټي کښې شر راغلے ؤ ـ هغه ورله پۀ بېلچه سر وهلے ؤ چې د هغې سره زما د والد صېب د وجود یو طرف (نیم وجود/پېرلائز شوے) کار پرېښودے ؤ ـ زۀ د شپږو کالو وم چې د والد صېب وفات مې د څلور دېرش کالو پۀ عمر کښې د معدې د کینسر لۀ کبله پۀ کال ۱۹۸۷ء کښې اوشو ـ د یو خان واحد نیازبین زوے ؤ ـ  ډېرو خلقو غني بابا ته خپلې مشورې پیش کولے (د جهګړې نه پس) چا ورته وې چې سر ئې درله راوړو چا وئیل چې ژوندے ئې راولو خو غني بابا ورته ووئیل چې بس ما ته دې ځان نۀ ښایي یعنې زما مخې له دې نۀ راځي نو ما بخښلے دے-" د غني خان بابا د نمسي مشال خان مختلفې مرکې لټون،ترتیب او لیک ؛ - عدنان خیالي ۶ ستمبر ۲۰۱۸ Death Story Of Ghani Khan Son Faridoon Khan. Real Story In Pashto. Pashto Times Pashto Blogs. Understanding Ghani Khan Baba. Pashto Sherona, Ghani Khan Pashto Sherona. Pukhto Sherona 2022. نوټ ـ دا مختصر لیک مې د

Kidney Stone. Kidney Stone Explained In Pashto.

 Kidney Stone. Kidney Stone Explained In Pashto.  By Dr. Didar Yousafzai د_ګردو_کاڼي د ګردو يا پختورګو د ګيټو متعلق اکثر د خلکو دا سوچ وي - چې ګنې زمونږ د څښلو پۀ اوبو کښې نرۍ شږه وي - هغه پۀ ګردو کښې جمع‌ شي او ګيټۍ يا کاڼي ترې جوړ شي - داسې نۀ ده - د چا د څښلو پۀ اوبو کښې کۀ نرۍ شږه وي هم نو هغه کېلشيم کاربونېټ يا سيليکېټ شي - او هغه د معدې پۀ لار نېغ پۀ نېغه پۀ ډکو متيازو کښې بهر اوځي  د ګردو کاڼي پۀ ګردو کښې جوړيږي - ګرده چې تشې متيازې جوړوي - پۀ دې کښې بلها فاضل مادې وي - چې د وجود نه ئې اوباسي - کله چې پۀ متيازو کښې د اوبو مقدار کم وي نو متيازې ټينګې شي او دغه فاضل مادې پۀ يو بل پورې ونخښلي - او بيا ورو رور دومره غټې شي چې د ګردې نري رګونه ئې نشي فلټر کولے - (عموماً پۀ ورځ کښې دولس ګلاسه اوبۀ څښل پکار وي - چې متيازې د تېزابي اثر لاندې نۀ راځي - او دغه مادې پۀ يو بل پورې نۀ نخښلي -    د ګردو کاڼي عموماً درې قسمه وي - کېشليم اکزيلېټ ، کېلشيم فاسفېټ او د يوريک اېسډ کاڼي - خو د ټولو نه زيات تقريباً ۷۰ فيصدي دا اولنے قسم وي - د کېلشيم خوراک د وجود له پاره ډېر مهم دے - مونږ چې کوم پۍ ،

What Is Secularism? Secularism Explained In Pashto

 What Is Secularism? Secularism Explained In Pashto What Is Secularism In Pashto? سیکولریزم  دریمه برخه کتاب: د فکر زېری ژباړه: غورځنګ اتل که چېرته سیکولریزم د ټولنیز نظام په توګه قبول کړو، نو دینداره به بې دینه او خدای پرست به بت پرستنه شي؛ نو ویلای شو، چې سیکولریزم د اسلام لپاره کوم خنډ او خطر نه دی، نه هم د پاکستان  راتلونکی په خطر کې دی؛ بلکې زموږ له انده پر سیکولر اصولو ولاړ پاکستان به ډېر روښانفکره، پرمختللی او متمدن هیواد وي  د سیکولریزم موخه دا نه ده، چې د ټولنې دننه ګډوډي زیاته کړي  او اخلاقي نظام له منځه یوسي؛ بلکې سیکولریزم یوه داسې فلسفه ده، چې د فکر او شخصي آزادۍ لپاره ځانګړې شوې ده؛ د تقلید او روایت پرستۍ پرځای د عقل او علم پر ځواک تکیه ده، نو ځکه خو سیکولرانو تل هڅه کړې، تر څو خلک له وهمپالني / توهم پرستۍ (په پټو سترګو د یو څه منل. ژباړن) څخه وساتي او د عمل او فکر خواته یې راوبلي. دا کومه ځانته فلسفه نه ده  زموږ صوفي کرامو به هم ویل چې حقیقت خپله وپلټئ، خپله یې زده کړئ او که د خالق یا مخلوق سره هم اړیکه ټینګوئ؛ نو باید مخبنا یې پر حق ولاړه وي؛ نه د جنت او دوزخ له وېرې.

Benefits Of Chicken Soup. Chicken Soup Explained In Pashto.

 Benefits Of Chicken Soup. Chicken Soup Explained In Pashto. #_يخني_او_يخني يخني کۀ د چرګ د پښو وي - او کۀ د غوا يا ګډ د پښو وي - پکار ده چې د يخنۍ پۀ موسم کښې د مشرانو د خوراک برخه ضرور وګرځولے شي - خو صرف هغه يخني چې پۀ کور کښې د صفائي د ضروري لوازماتو سره تياره شي  دغه د پښو هډوکي او د دې د پاسه غوښه ډېر مهم وټامنز او معدنيات لري - کومه چې زمونږ د څرمنې ، هډوکو او جوړونو له پاره ډېره فائده منه وي - دا ټول پروټينز وي او پروټيپز د اماينو اېسډز ته جوړ وي - دا چې کله پۀ ګنټو اوخوټکيږي - نو امائنو اېسډز د لېس داره مادې پۀ شکل کښې را بهر شي - او پۀ جوړونو کښې موجود د لېس داره مادې کمے پوره کوي  د دې نه علاوه‌ پۀ دې کښې موجود زنک ، کاپر او کېلشیم وغېره د هډوکو د طاقت له پاره ډېر معاون وي - د دې د استعمال سره د هاضمې نظام هم برابريږي - او چونکه کمې کېلوريز لري نو وزن هم کنټرول ساتي  پۀ دې کښې خاص قسم اماينو اېسډز ګلايسين او ارجنين پۀ وجود کښې سوزش کموي او دغسې د مدافعت قوت زياتوي - او بيا پۀ تېره تېره  ګلايسين د مزغو کارکردګي هم ښۀ کوي - او پۀ خوب کښې هم مدد ورکوي - خو يو احتياط پکار دے - چ

Wealth, Money Or Education. Comparison In Pashto Blog

 Wealth, Money Or Education. Comparison In Pashto Blog.  ځینې وايی: پرمختګ په درس او پوهنتون نه دی دوی د ځینو کسانو مثلانونه وړاندې کوي، چې سواد نه لري ولې پیسې پیدا کړي دي. ګورئ! لومړی: دا د کومو کسانو مثلانونه چې وړاندې کوئ، دا په ملیاردونو کسانو څو تنه دي. یعني ټول مالداره خلک بې سواده نه دي.  دوهم: لوست او زده کړه د پیسو لپاره مه کوئ.  دریم: بې سواده خلک پیسو پسې منډې وهي ولې باسوادو پسې بیا پیسې په منډه روان وي څلورم: باسواده خلک چې پیسې پیدا کړي د ولس او هېواد د پرمختګ سبب کېږي. بې سواده چې پیسې پیدا کړي اکثره یې مافیا شي.  خبره د پیسو نه ده. خبره د پرمختګ، معنویاتو، وطن او سیستم جوړونه او با عزته ژوند دی  مکتب او پوهنتون ته په مینه لاړ شئ  صیام پسرلی Pashto Times Comparison Of Wealth And Education In Pashto. Money Making Or Education? Pashto Info Article about Money Vs Education. Pashto Blog About Wealth Vs Education. Wealth, Money Or Education. Comparison In Pashto Blog

Symptoms Of Heart Attack Or Cardiac Arrest In Pashto.

 Symptoms Of Heart Attack Or Cardiac Arrest In Pashto. By Aman Shams د زړه د حملې نښې نښانې - د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي - د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي - خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې - د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس - چټک، کمزوری او غير منظم نبض هر هغه وخت که تاسو ته پورته اعراض پيداشي کوښښ وکړئ چې تاسو په ځمکه کښېنئ، دېوال ته تکيه و وهئ او حرکت و نه کړئ. که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي. روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ Pashto Times Health Blogs In Pashto. What Is Heart Attack In Pashto. How Cardiac Arrest Happens. Pashto Blog Pashto Article about Heart attack.  Symptoms Of Heart Attack Or Cardiac Arrest In Pashto.

Sawan Musa Khel, An Unsung Pashtun Hero Swand Mussakhel

 Sawan Musa Khel, An Unsung Pashtun Hero Swand Mussakhel  پښتون اتل ساوڼ موساخېل ليكوال / نياز موسا خېل  د پښتنو په قامي تاریخ کې ګڼ داسې نومیالي دي چې د خپل وطن او قام د خپلواکۍ لپاره یې ملي مبارزه کړې ده او له مودو راهیسې یې د خپل ولس زړونو او ذهنونو کې اوسېږي. په دغو کې یو د  جنوبی پښتونخواه (بلوچستان)، موساخېل ضلعې اوسېدونکی ساوڼ موساخېل هم دی د پښتو ژبې او پښتنو تاریخ پوه،لیکوال او څیړونکی سید خېرمحمد عارف وایې چې د ساوڼ موساخېل ملي مبارزه نه هېرېدونکې ده «ساوڼ موساخېل داسې نومیالی او مېړنی وو چې پرله پسې ۱۴ کاله یې د فرنګیانو پر ضد مبارزه وکړه. دی فراري و او استوګنه یې زیاتره په افغانستان کې وله او د جګو غرونو مېشت و. له افغانستانه به راغلی، دلته به یې پر فرنګیانو بریدونه وکړل او بیرته به غرونو ته فراره شو. د نوموړي د مبارزې سیمه ډېره پراخه وه. ده د موجوده خېبر پښتونخوا په اسماعیل خان ډېره، د موجوده پنجاب په غازی خان ډېره، د موجوده سویلی پښونخوا په ژوب، بوري او موساخيل کې ګڼ عملیات کول او مورام یې دا نه وو چې ګوا کې څوک وځوروي یا چا ته تاوان ورکړي، بلکې مبارزه یې (د هغه زمانې په

Pashto Calendar, Persian, Hindi And Islamic Calendar. Pashto Months Names

 Pashto Calendar, Persian, Hindi And Islamic Calendar. Pashto Months Names By Rizwanullah Shamal Baroon Dir Lower. ګروپ کښې چا پوسټ کړے وۀ چې پښتو کښې د میاشتو نومونه څۀ دي؟  ما هلته دا تفصیلي کمنټ د پوهې په غرض شریک کړو.  خو غوښتل مې  چې دلته یې د یو جدا پوسټ په صورت کښې ستاسو سره شریک کړم اصل کښې درې قسمه کلینډرې استعمالیږي. شمسی   solar calender  چې د نمر په حساب سره وي   لکه جنوري فروري تر دسمبره ارین خلک بیا دغه شمسی کلینډر د  کتک مګهر   تر پوهـ ماګهـ  پورې وائی. دوېم قسم کلینډر قمري  lunar calender  کلینډر دے چې د میاشتو حساب یې د سپوږمۍ د وړې کیدلو غټې کیدلو په بنیاد وي دغه کلینډر د  محرم صفر نه تر ذي الحج پورې وي. پښتانۀ دغه قمري هجري کلینډر بیا د عاشورې  (حسنیانو) نه شروع کوي تر لوے اختر میاشت پورې یادوي. درېم کلینډر astronic calender   د ستورو د حساب کلینډر دے چې حمل، ثور تر حوت پورې دے.  پښتانۀ دغه نومونه د ورے ، غوائی نه تر کب په نومونو یادوي. خلاصه دا چې پښتنو درې واړو کلینډرو د میاشتو د پاره  خپل نومونه لري.  د شمسی د پاره کتک مګهر وغیره د قمري هجري د پاره حسنیانو صفره وړ

War Of Stray Dog in 1925. Pashto Info Blog Pashto Times

 War Of Stray Dog in 1925. Pashto Info Blog Pashto Times په 1925 کال کې یو یونانی سرتیری د خپل سپي د پیدا کولو په موخه په غلطی سره د بلغاریا له پولې واوښت چې دا مسأله د دواړو هیوادونو تر مینځ د جګړې د رامینځ ته کیدو سبب شوه  دا جګړه د "کوڅه ډبي سپی" په نوم مشهوره ده War Of Stray Dog in 1925. Pashto Info Blog Pashto Times Info Blog. War Of 1925 Caused By Stray Dog

World First Air Conditioned City In Dubai UAE. Pashto Info Blof

 World First Air Conditioned City In Dubai UAE. Pashto Info Blof 50  کلن متحده عربي امارات په دوبۍ کې د ځمکې پر مخ  لومړنی د تودوخې کنټرول وړ ښارګوټی جوړوي دوبۍ کې په ۴۸ میلیونه فوټ مربع ځمکه کې د ایرکنډیشنډ سیټي  (air-conditioned city)  په نوم داسې ښار جوړېږي، چې د هوا د تودوخې درجه به یې د ځمکې لاندې سیسټمونو په مرسته یخه او کنټرول ساتل کېږي دا به د نړۍ لومړی د تودوخې کنټرول وړ ښار وي چې هوټلونه، روغتیایی کلینکونه، تیاترونه، د نړۍ تر ټولو لوی شاپينګ مال او د نړۍ ترټولو لوی سرپټي پارک لري. یاد ښارګوټي باندې شاوخوا 7 بیلیونه ډالر مصرف راځي، چې هرکال به تر 180 میلیونه بهرنیان د لیدو لپاره راجلب کړي، دا به د دوبۍ مال سربیره د اماراتو بله د عاید سرچینه وي. نړۍ خپل اولویتونه پيژندلي، ځکه خو د اقتصادي او عایداتي زیرمو په جوړولو بوخته ده، خپل راتلونکي نسل ته د عاید سرچینې  (income sources)  او افزار برابروي.۔   نړۍ چیرته ورسیده او موږ لا په دی خبرو  کوو چې انجونې تعلیم وکړې او که نه   Dubai UAE. Air Conditioned City Of Dubai Mall. Dubai Mall. AC City Of Dubai. Pashto Times Pashto Info Blog.

Trinidad and Tobago, A Country where Pakistani Can Go Without Via

Trinidad and Tobago, A Country where Pakistani Can Go Without Visa. Urdu Info Blog Trinidad And Tobago. Urdu Article ٹرینی ڈاڈ اینڈ ٹوبیگو  کا نام بھی  ان ملکوں میں شامل ہے جہاں پاکستانی ویزہ کے  بغیر جا سکتے ہیں – اسی وجہ سے عام پاکستانی اسے تیسری دنیا کا کوئی غیر معروف اور غریب سا ملک سمجھتے ہیں  کریبین کا یہ  چھوٹا سا ملک 'زیادہ  فی کس آمدنی ' والے ملکو ں میں شمار ہوتا ہے – 2020میں اس کی فی کس جی ڈی پی 15،384 امریکی ڈالر تھی جبکہ اسی سال پاکستان کی فی کس جی ڈی پی 1،194تھی ( یہ اعدادو شمار تھوڑے کم زیادہ ہو سکتے ہیں لیکن دونوں ملکوں میں فرق اتنا ہی ہے    ٹرینی ڈاڈ اینڈ ٹوبیگو کی جی ڈی پی میں مینو فیکچرنگ  / ویلیو ایڈڈ کا حصّہ 21% ہے جو مسلسل بڑھ رہا ہے جبکہ پاکستان میں 11% ہے جو مزید کم ہو رہا ہے  اس ملک کے پاکستان کے ساتھ ویزا فری سفر کی وجوہات تاریخی ہیں –  نو آبادیاتی دور میں مزدوروں کے طور پر آنے والے ہندوستانی ٹرینی ڈاڈ اینڈ ٹوبیگو کا سب سے بڑا ایتھنک گروہ ہیں – بھارت اور پاکستان  کے سفری انتظامات کی بنیاد ان ملکوں کا اس گروہ کا آبائی وطن ہونا ہے  پاکستانی اس ویزا فری مل

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso

BMW Cars With Remote Control Color Change. Pashto Info about Tesla and BMW Cars

BMW Cars With Remote Control Color Change. Pashto Info about Tesla and BMW Cars. BMW Latest 2022 Cars With Latest Technology. هغه ورځ ټيسلا شرکت اعلان وکړ چې تولید کړی موبایل به یې د خاوند په خوښه رنګ بدلوي ورپسې یو بل شرکت هم اعلان وکړ چې موبایل یې د خاوند په خوښه د رنګ بدلولو وړتیا لري نن بي ایم ډبیلو شرکت هم خپل یو موټر نندارې ته وړاندې کړ چې د یوه اپلیکیشن په مرسته به یې خاوند رنګ په خپله خوښه بدلوي د رنګونو په اړه غالبا د فورډ موټورو د شرکت د خاوند یوه مقوله مشهوره ده چې: (موږ د هر رنګ موټر تولیدوو خو په دې شرط چې رنګ نصواري (ماشي) وي.) همدا لیدلوری یې د ماتې لامل هم شو همدا د صنعت په نړۍ کې د سرتمبګۍ یوه بېلګه هم ده چې په بازارموندنه کې یې (مارکېټينګ مایوپیا) بولي، یعنې دا چې شرکت د پېرودونکو د اړتیا په پرتله پر خپل تولید ډېر ټینګار کوي او پېرودونکی یو ډول مجبور ګڼي چې د ده تولید به مني.  د رنګونو د بدلون دغه ټکنالوجي اوس نوې ده، ښايي راتلونکي کلونه دومره عامه شي چې زموږ د اړتیا وړ ورځنیو ډېرو کاروونکو توکو ته هم ورسېږي.  خو لوی چیلنج د رنګ شرکتونو او د رنګ په اساس د بازار انحصار

Hejaab, Hijab, Parda, Satar, Aurat Explained In Pashto

 Hejaab, Hijab, Parda, Satar, Aurat Explained In Pashto حجاب او ستر...  حجاب ستر دی، د بدن پټول دي، ټولنیز ارزښت دی، له ناوړه او شیطاني سوچه خونديتوب دی.  ښځو او نارينه دواړو ته په روښانه لارښونو د ستر او پټوالي امر شوی...   حجاب او ستر د خوی او اخلاقو سمون سره مخامخ تړاو لری.. خو حجاب او ستر له ژوند لرې والی نه دی، حجاب زنداني کېدل او بنديتوب نه دی.  حجاب په ژوند، ټولنه، د واکمنۍ او ټولنې سمبالولو کې د ګډون لپاره لازم شوی... ښځې او نارينه په حجاب، ځان ساتلو، نېک خوی، ښو اخلاقو يو له بل سره همکاري کوي، د ټولنې جوړښت، ابادۍ، سمسورتيا او روغتيا لپاره ګډ او يو ځای کار کوي Amanullah Atta, BBC Pashto

Who Was Sakhi Arsala Khan? Sakhi Arsala Khan Sook Wo?

 Who Was Sakhi Arsala Khan? Sakhi Arsala Khan Sook Wo? سخي_ارسلا_خان دا نوم د پښتنو پۀ ټولنه کښې لکه د حاتم طائي د سخاوت د استعارې پۀ توګه کارولے کيږي - ارسلاخان پۀ کال ۱۷۹۳ کښې د صوابۍ پۀ زېده کلي کښې زېږېدلے وۀ   د سخاوت ئې دا غالم وۀ - چې دۀ به پۀ خپل کلي کښې لنګرې چلولې - د دې نه علاوه دے شاعر هم وۀ او د ازادۍ پۀ تحريک کښې ئې د انګرېز خلاف ښۀ جوښته مجاهده هم کړېده   ارسلا خان هم پۀ دغه سلسله کښې سوات ته تلے وۀ - او د سوات د حکمران سېد اکبر شاه پۀ فوځ کښې تحصيلدار وۀ - او غالباً چې وزير هم پاتې شوے وۀ - او بيا ۱۸۵۷ کښې پۀ يو جهاد کښې شهيد شوے وۀ - او هم هلته ئې مقبره ده    ډاکټر ديدار يوسفزے

Communist Party Of Cuba. Pashto Info Blog

 Communist Party Of Cuba. Pashto Info Blog. د کیوبا کمونیست ګوند(PCC): په ۱۹۵۹ میلادي کال کښې فیدل کارسترو او د هغه ملګري انقلاب ته لار هواره کړه او په ۱۹۶۱ میلادي کال کې د کیوبا مشري د کمونیست ګوند په غاړه واخیست او له شوروي اتحاد سره یې خپلې اړیکې پراخې کړي. له دې وروسته د امریکا متحده ایالاتو له کیوبا سره هر ډول سوداګریزي اړیکي وشلول. کله چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې شوروي اتحاد ړنګ شو، نو کیوبا اړ شو، چې د خپلې سوداګرې لپاره نوي لارې وموندي، نو په دې برخه کې یې له چین، وینزویلا او بولیویا هیوادونو سره خپلې اړیکي پراخې کړي. د کیوبا کمونیست ګوند شاته یو ستر تاریخ پروت دی، چې دوی څه ډول دغه ګوند جوړ کړ او په څه ډول یې انقلاب ته لاره هواره کړه؟ د دې ګوند مشري فیډل کاسترو کول او چه ګوارا یې تر ټولو فعال غړی وو. د اکتوبر له انقلاب وروسته په ټوله نړۍ کې د سوسیالیزم ریښې وغځېدل. په هر ځای کې د حکومت خلاف ستر- ستر پاڅونونه وشول، چې هندوستان، کیوبا، ویتنام، آرمنیا، بلغاریا، افغانستان او چین یې ښه بېلګي دي. د PCC  ګوند غړو د هیواد د خپلواکۍ او د کمونیستي ټولنې د رغولو لپاره ډېري هڅې وکړل. چه ګوار

Pukhto Adab Ki Adabi Tehrikona by Rashid Khan

 Pukhto Adab Ki Adabi Tehrikona by Rashid Khan {{  ادبي تحريکونه په پښتو ادب کښې }}  ليک:- رشيد احمد په پښتو ادبي تحريکونو اونوروداسې موضوع ګانو باندې ليکل خو کيږي ولې په کتابي ډول ډير کتابونه  نه لري  او د تحقيق اوتنقيد دا ميدان يا پنګه درنه نه ده۔ ۔ دپښتو ادب دمئينانو اوليکوالو نه دډير کار تقاضه کوي۔ نن سبا  دپښتو په تحقيقي ادارو کښې تحقيق زيات تر دشخصياتو نه تاويږي راتاويږي اوداسې علمي  ليکونو نه ډډه کيږي ځکه چې کار اوزيار پکښې ډير کول وي ،وخت پرې زيات لګي مطالعه اودمطالعې لپاره مواد هم غواړي۔ په شخصياتو ليکل اسان وي ځکه چې اکثر ټول مواد موضوع پخپله محقق ته ورکړي۔ حمزه بابا د ډاکټر قابل خان افريدي نه هم دغه ګيله کړې وه چې دهغه په ليکونو(خطونو) کښې خوره شوې ده۔ نو خبره مې کوله په دغه موضوع کتابونه اوليکونه دنيشت برابر دي ۔   په دې سرخط يعنې د "پښتوادبي تحريکونه"  اګاهو" د ډاکټر راج ولي شاه خټک يوه مقاله د کتاب شکل کښې چاپ اوخوره شوې وه۔ کومه چې ددۀ د پي ايچ ډي دمقالې موضوع وه۔ يو کوشش ئې ضرورکړے وو خو متاسفانه نيمګړې وه اود"پښتو ادبي تحريکونه" تشه په نامه وه۔