Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat باچا خان بابا چې کله په جیل کی وه او غنی خان په انګلستان کی سبق ویلو بابا یې ترینه ګیله وکړه چې خطونه درلیږم جواب یې نه رالیږې نو غنی بابا په ځواب کښې ورته د نظم ليکلې وو ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي زه يې لولم هره شپه دوبار دوباره کله خاندم کله ژاړم لېونې يم اې زما په بند کې پروت غريبه پلاره نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يې مصيبت دې ستا عزت ته عزت داره خدائې به رحم وه په تا باندې لږ کړې بل ښه زوی به ئې وه کتلې ستا د پاره چې په تا کې کوم ګوهر دې ما کې نشته ستا نيکي زما بدۍ دواړه بې شماره ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې زه کوږ ځغلم لکه اوښه بې مهاره ستا د زړه فوارې ډکې دي د مينې زما زړه وچ کوهې، نه لري يو داره وهم منډې تا پسې خو ته هم لرې وينم ستا ايله ايله د پښو غباره پروا نشته که په منډه منډه مړ شم فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره ۔۔۔۔شاعر فلسفی غنی خان ۔۔۔۔ Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat. Letter To Bacha Khan Baba By Ghani Khan. Ghani Khan Pashto Poetry Poem For Bacha Khan Baba. Pashto Poems o
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.