د ثور کودتا تاه او ژوندې ولي. __________________ مولانا خانزېب ولي خان پخپل کتاب ( باچا خان او خدائي خذمتګاري ) کښې ليکي چې داؤد خان چې د نادر خان د رور عبد العزيز خان ځوئي او د ظاهر شاه باچا د تره ځوئي وو زما ورسره ډېرې نزدې اړيکې وې ځکه چې د افغانستان په تاريخ کښې ډېر روڼ او ستر مقام ئې لرلو ېو نظرېاتي او په قام مئين مخلص پښتون وو د خپل چاپېريال سره په نړې وال سېاست هم ښه خبر وو خو کله چې ده په ظاهر شاه تخت نسکور کړو او کم انقلاب ئې راووست نو ما باچا خان بابا ته ېو ورځ اووئل چې سره ددې نه چې زه ېو جمهوري سړې ېم د جمهوريت لپاره هرډول قرباني ورکوم د شخصي باچائي نه ېم مرګرې خو د داؤد خان په افغانستان کښې ددې انقلاب سخت خلاف ېم ځکه چې د سېاسي فیصلو تقاضا دا وي چې ړومبې دې سړې د خپل چاپېريال صحي تجزيه اوکړي د افغانستان چاپېريال داسې دې چې افغانستان په شلمه پېړۍ کښې هم د شلمې پېړۍ ملک نه دې هلته لا هغه شان قبائلي ټولنه ده د خانه بدوشې معاشره ده تعليم نشته او د سېاسي شعور او پاليسې خو هډول سؤال نه پېدا کېږي . په قبائلي معاشره کښې ې...