Ghani Khan Nazam Redi Gul. Understanding And Explanation Of Ghani Khan. Reedi Gul Nazam. Poem Of Ghani Khan Explained In Pashto. د غني خان فلسفه: ريدي ګل يوه ورځې يو صحرا کې په ښکار وتے ووم روان يو ګلاب مي ولاړ وليد پړقيدو ښايسته خندان زه خفه يې خوا له لاړم ما وې اه زما پشان ته هم ګل يې بدنصيبه ورک د زلفو د جانان نه د چا نيازبينې ګوتې نرم مخ له به دي يوسي نه به خکل دِ کړي سري شونډې د يار سره نازک لبان هغه غلے شان مسکے شو وې خان مه کوه خفګان زه به دا صحرا ور نه کړم د ايران په ګلستان دلته زه يو او يکتا يم هلته زر زما پشان چار چاپيره سپيرې خاورې زه يواځې يم روښان دلته دې تور ريګستان کې زه د رنګ او نُور لمبه يم د ښايست چپه نغمه يم کرشمه د لامکان ستا په باغ کې په زرګونو دي ګلاب زما پشان يو بے نومه سور درياب کې يو بے نوم څاڅکے روان ته دِ هم خپلې صحرا کې خفه نه شې زما وروره اخر را به شي ديدن له دِ څوک سوے غني خان د مثنوي رومي په اولني شعرونو کې يوه شپيلۍ (بانسري) فرياد کوي چي د نيستان نه جدا شوي يمه او دفرياده مې مرد و زن افسرده دي۔ نيستان د بانس ځنګل ته وايي۔ په ريدي ګل کي هم ګل د ګلستانه
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.