Gallstone. Stone In Liver Explained In Pashto by Dr. Deedar Yousafzai. #_د_تريخي_کاڼي تريخے د انسان ښۍ طرف ته د اخري پختو نه لاندې د يوې نسکورې ناشپاتۍ پۀ شان د ډنډر نه ځانګي - د تريخي کار دا وي - چې اينه liver کومه مایع خارجوي - هغه پۀ تريخي کښې جمع کيږي - او بيا د خوراک د هضمولو له پاره ترې لږه لږه د کولمو اولې برخې ته ليږي - کله چې اينه ډېر کوليسټرول خارجوي يا د وينې يوه ماده بليروبين زيات خارجوي - نو تريخي ته راتلونکي دغه مايع نوره هم ټينګه شي - او د وړو شږو يا د ګټو شکل اختيار کړي - د خپل روټين خوراک پاتې کول ، يو دم ډېر وزن کمول ، پۀ خوارک کښې فائبر کمول يا د وزن زياتوالے د دې کاڼو د جوړېدو سبب کېدې شي - د ځينو خلکو تريخے د کاڼو ډک وي - خو درد نه کوي او څۀ تکليف ترې نۀ وي - او ځينې وخت يوه ګيټۍ هم انسان د ډېر تکليف سره مخ کړي - د هغې وجه د کاڼي ځائے دے - تر څو چې ګټۍ پۀ دې ډنډر کښې نۀ وي نخښتي - نو درد يا ،تبه يا نور تکليف نۀ محسوسيږي - ځينې وخت پۀ خلکو د وقفې وقفې سره درد ځي او راځي - دا وقفه د ګنټو نه راواخله تر مياشتو پورې هم کېدے شي - د هغې وجه هم دا وي - چې دغه ګيټۍ د وجو
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.