Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Lyrics

Leader by Ghani Khan. English Translation of Leader.

 Ghani Khan nazam leader in English. Leader Take a crow’s beak,  A snake’s tongue,  A chicken’s brain,  And the heart of a rambler, A dog’s throat  That barks well,  A mule’s stubbornness,  And deck it pride,  Mud from the village,  And the city’s dunghill;  And then befriend  A blind potter,  Who will prepare  A new leader for you.  — Ghani baba

Ghani Khan transcendent ego/absolute self.

 Ghani Khan transcendent ego/absolute self.  By Maaz Yousafzai. Looking at the history of Western metaphysics, we learn that most of the philosophers have been logocentric in their thinking, that is, they believed 'meaning' originates from some 'logos' (source of meaning), which is pure and undefiled. Sometimes in the works of certain poets and philosophers, this logos becomes internalised and is known as transcendent ego/absolute self.  In the poem below, Ghani Khan also seems to have internalised the logos. He considers himself as the originary source of all meanings; that's all meanings emanating from within his 'self'. In other words, he himself becomes the 'transcendental signified', and so he sings: Che za na ym be'mani Janat asman dy, Da Jahan da soz aw meeni mukhtar za ym. Ghani Khan explained In English. Pashto Times

Wadikhla Dunya by Ghani Khan. Lyrics of Stargo da janan ki

 Stargo da Janan ki zama khukli Jehanona di Poet Ghan Khan and Singer Sardar Ali Takkar. وادي خله دنیا سترګو د جانان کی ز ما ښکلی جــهانونه دی وادی خله دنیا زه وګی ستا دا دنیا نه يمه هغه مستی غواړم چې یی مرګ نشى وژلي زه دی د غمونو د بیګاه او ســـــــــبا نه يمه زه یی په غرور درنه د مینی په نوم غـــــواړمه زه ملنګ بی لیازه ستا د ویر واویلـــا نه يمه  یو د سپوګمۍ څاڅکی ماله ټیک له دجانان را زه یم د خالونو د لعلونو ګــــــــــــــدا نه يمه شاعر : غني خان غږ : ټکر Pashto Times Pashto Poetry blogs. Poem. Ghani Khan. Music by Sardar Ali Takkar. Pashto Old Songs and Pukhto Sufi lines with lyrics. 

Palwasha nazam by Ghani Khan baba. Latoon Book

 Palwasha by Ghani Khan. Palwasha Nazam By Khan. Pashto poem پلوشه په غمونو  کښې  خندا  کړه په  خندا  کښې  غم  ھير  نۀ  کړې او  د  ډيرو  په  سودا  کښې  څي  قيمت  د  کم  ھير  نۀ  کړې د  وصال   په  لمغړو   کښې د  فراق  ستم  ھير  نۀ  کړې دا  څې  تې  سترګو  ته  خاندې د  دې  سترګو  غم  ھير ‌ نۀ  کړې د  الله  الله  په  شور  کښې  څې  صنم  صنم  ھير  نۀ  کړې غنی خان بابا لټون Pashto Times Pashto poetry blog. What is  name. Pashto ghazal Palwasha. Palwasha Nazam By Khan. Pashto poem. Lyrics of Ghani Baba.

English Translation. Da Seend Da Speno Shagho

Ghani Khan Kalam with English Translation. Best Of Ghani Khan. Ghani Nazam. Da Send da speno shagho na me jor ko yow mahal with English Translation. نظم. محل شاعر. غنی خان د سیند د سپینو شګو نه مې جوړ کړو یو محل دې ټول خرکي جهان ورته حیران حیران کتل from the pristine sands of Indus, I built a citadel in disbelief, it left the entire world’s people to marvel قالین مې پکښې خور کړو د سرو پاڼو د ګلاب اوچت یې دیوالونه د سازونو د رباب then spread a carpet of all the rose petals that I could grab and raised its lofty walls from high notes of the rabab بیا رنګ مې ورته ورکړو له خوبونو د شباب هر ګل مې ورته راوستو ملیار مې کړو بلبل then painted it all over with colours of youthful dreams  gathered every flower, made its gardener the nightingale نرګس مې په غیږ راوړو هم میلمه مې کړو رامبیل د څاڅکو د شبنم نه مې ښایسته جوړ کړو امیل invited jessamine, brought in my lap the daffodil from the drops of dew made them a splendid coronal نسیم په خندا راوړو زیړ ګلونه د چامبیل شراب مې ورته کړه بیا د اوښکو د ب

Che Masti v aw Zwani V aw Dak Jaam. Complete Nazam Lyrics

Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak jaam.  Der Gulona Lag Yaran aw Rangeen Ghundi Makham.  Pashto Nazam. Masti aw Zwani Poet Ghani Khan Baba چې مستي وي‌ او ځواني وي او جانان وي او ډک جام ډېر ګلونه لږ ياران او غمګين غوندې ماښام عشق څه اور وي‌او څه نور وي، زړه لمبې لکه تنور وي په دې ژوند به زه ورځار کړم جنتونه ستا تمام چې زه ټول عمر زلمی يم، زلميتوب به يو عذاب شي ځکه اوس راباندې ګران دی، چې يې خېشت شي زر تمام تل سپوږمۍ د څوارلسمې،‌ تل جانان د شپاړسمې تل ځواني،‌ سيند د شرابو،‌ دا دوزخ دی که انعام دې دنيا پسې به ژاړم، دا تياره هلال به غواړم هره ورځ به يادومه، نرۍ لړه د ماښام تنګ د حورو وفادارو، بې‌وفا جانان به غواړم ستا آدم په ذات ښکاري دی، د ښکار خوند کوي هر ګام د مستۍ د سيند په غاړه، ثوابي روژې به نيسم اسوېلي به کوم يادوم به د ساقي نيمګړی جام هر يو شی چې ابدي شي، يو آفت شي يو عذاب شي بس يو تا سره مزه کا دا ازل، ابد، دوام بنده نوي رنګ محل کې نوی نوی جانان غواړي بيابان کې سره ګلونه، توره شپه،‌ څراغان غواړي تل تيارو کې دی ورکېږي،‌ تل رڼا کې هم ړندېږي دی بچی د تغيير دی، يو حالت کې نه ټينګېږي که ده

Na Saaz Sho, Na Sooz bus Hase Jwand Tamam Sho.

 Na Saaz Sho, Na Sooz bus Hase Jwand Tamam Sho. Poet. Abdul Ghani Khan Baba, Lewanay Shair. نه ساز شو نه سوز شو بس ھسې ژوند تمام شو  نه خوب شو نه شـړنګ شو نه یاد ګـل اندام شو  دا تورہ تورہ شپه راغله نه ستوری نه سپوږمۍ شته ځوانی  وہ  لاړہ  لاړہ له  یو ګوټ او خالی جام شو  یو  ستورې  د  سبا وؤ لاړ  سور  ګل یو  لاله وؤ لاړ سور  لمـر  زېړې  زېړې  شولو نرې  نرې ماښام شو  قیصه دا حُسـن ھیرہ شوہ مزہ دا مینې تیرہ شوہ  مُلا  بانګ  دا  سبا  وې  آخـر  په  سول  خیام شو  مستی بےپروا ئې ورکه په خود کښې بےخودی ډوبه  اوګورہ  لیونے  ھم  نن  بادشاہ  ته  په   سلام شو .............. ليونے ؔ  فلسفی #The Legend Great Ghani Khan   ملیزئې Saaz Sho, Na Sooz bus Hase Jwand Tamam Sho. Jwand Nazam Lyrics of Ghani Khan Baba. Pashto Poems Lyrics of Ghani. Learn Pashto.

Za ba zam pa Jang Da Qaam, Za Nangyalay Zwan

Za ba zam pa Jang da Qaam za che kala zwan Sham. Pashto Song lyrics Poem. Ghani Khan Baba. Za Ba zam Singer. Sardar Ali Takkar خوږدی ماته ملک زما ،خوږ تر کل جهان زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان  وينه ده توده زما رګونو کې د ننګ سر که مي قام غواړي زه به یې نه کړمه په څنګ  زور دے ماليدلے هم د توپ هم د تفنګ  زور مي د غيرت دے د همه زورونو خان زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان  سر څه د سپي سر وي چي فدا نه شي په قام نر هغه نرنه وي چي شيدا نه شي په قام نوم ناموس یې څه وي چې دی شي دبل غلام دا نوم به بدل کړم يا به کړم بدل جهان  زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان  زه پښتون بابا د خپلو وينو پيدا کړي  زه پښتني مور په غيرتي پيو لوي کړي  موږ په پلار نيکه دي د مردۍ کارونه کړي زه به غلام نه شم که غلام شي ټول جهان  زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان زه به په وجود يمه کوټلے وزير اس کوم به د کاروان خبردارے لکه جرس يم به د ظالم سترګو کي تل د سترګو خس زه به لکه باز يم د نرتوب مرد ميدان زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان  زه به لوي زړګے لکه شيرشاه د بنګالے لرم مټ به ابدالے لرم همت به روهيل

Qismat By Ghani Khan Baba. Pashto Song Lyrics

Pashto Nazam Poetry. Qismat lyrics.  Poet. Ghani Khan Vocalist. Spogmai Khuram کلام   : ؎ قسمت  🍁 شاعر  :  خان عبدالغني خان غږ.    : سپوږمئ خرم زہ خو نه وائم چي نشته زہ خو وائمه چي شته دې خو دنيا ئی  عجيبه ده اؤ قانون ئی عجيبه دې ښکلې باغ ډک دخوبونو دګلونو د نورونو دروازې ئی کله دار وی  کله درد،کله صليب اوچت تخت برہ پرې ناست دې يو غلام دې د غمونو چاله تخت د چنګيز ورکړی اؤ خوبونه د غريب  کله سپی له خوله کي ورکړي د شاھين شنه وزرونه کله ګډ کړي په ډيران کي  د نرګس مھين خوبونه يو ته سرو شونډو کي پټ شی يو ته پټ شی په صحرا چاته خود ،چاته بي خودہ چاته مرګ شی چاته ساه کله سترګې د کمترې  په سرو سترګو کي د باز کله سور ظالم عقاب شی په باز راولي شاہ باز زہ خو نه وائم چي نشته زہ خو چغې وهم چي شته دې خو دنيا ئی د عجبه ده او قانون ئي عجيبه  دے۔ Pashto Lyrics By Pashto Times. Qismat Nazam of Ghani Khan also recorded by Engineer Momand in early  90s. Legendary Ghani Khan also known as Lewany Falsafy.  Za Kho Na wayam che Na Shta. Zra me hum waye che ye ta.. The Legend Great Ghani Khan. Waya Waya Mulla

Lyrics Of Ghani Khan Nazam Sehra

 Pashto Poem. Ka Pa Shagho Ki Jwandoon v Poet. Legendary Ghani Khan Baba. Ka Pa Shago Ki Jwandoon we, Raba  صحرا    د غني بابا کلیات که په شګو کې ژوندون وي  ربه بومې ځه صحرا له که سودا کې ناز او شړنګ وي ما مرۍ ورکړه سودا له که په سا کې مستي نه وي ربه مرګ راوله سا له که هلال پېغام د نور د خندا د رڼا نه وي ماته غوره توره شپه ده ډېره غوره د هلاله که د ژوند مطلب بل نشته بس ژړل دي سوځېدل دي . دا خپل جوش په بېرته واخله دا خپل هوش په بېرته واخله . زه پتنګ ستا په رڼا یم مین ستا په تورو نه یم . که کافر که مسلمان یم یمه ستا، د نورو نه یم . زما واړه کمزورۍ دي، جوړې ستا، ستا د کماله تیاره ځکه شوله توره، چې شوه ورکه د هلاله . چې تا ورک کړمه حیوان شم چې تا ووینم انسان شم . ته دریاب د شنو چینو یې زه پټی د لوږو تندو چې تا ورک کړم بیابان شم چې تا ښکل کړمه بوستان شم . دا ګنا زما د څه ده، چې زه چغې شم جانان شم دا خو ستا د ښایست قصور دی، چې زه غم شم بیابان شم . یا خو واک د بادشاه راکړه او یا صبر د فقیر را . دا ژوندون دی رنګین خوب له یو ښایسته شان تصویر را . چې ستا حسن پر بندي کړم داسې لاس داسې زنځیر را که

Za Intizar Kawoma Sta Sa Stargo. Pashto Ghazal Lyrics

 Pashto Folk Lyrics. زه انتظارکومه ستا دسترګو ولې پنا ه شوې ته زما دسترګو چې په ګلونو ددنیا کړم نظر مثال مې نشته دآشنا دسترګو چې په سلګو یمه یوازې نه یم اوښکې بهیږي دهر چا له سترګو څومره ښایست چې ستا په ستر ګو کې دی نشته نرګس او دلاله دسترګو هرخواته ګورمه دنیا لټوم نشته هغه چیرته خندا دسترګو صدیقي  خوښ دی په خلوت ددنیا چیرته به پټ شي ددنیا دسترګو Background of This Song. سیف الملوک صدیقي په اصل کې دپښتونخوا دسوات دکبل دسیمې او سیدونکی او دسوات دوالی سلاکار ( مشیر) و . دی دپښتو ژبې غزلبول شاعر و.دده دا لاندیني شعر په اصل کې یوه مرثیه ده چې  دغزل په قالب کې  یې ویلې ده او ښاغلي صدیقي دغه مرثیه  دخپل کوچني ورور په مړینې ویلې وه .  دغه غزل دافغانستان نامتو سندرغاړې میرمن قمرګلې هم پخپل غږ کې ویلی و.  کله چې ارواښادې ګلناربیګم دصدیقی صیب دغه  غزل په خپل غږ کې واوراوه او خپور شو  نو ښاغلي صدیقي په عدالت ( کورټ) کې پرې  مقدمه وچلوله او دهغه ادعا داوه چې ارواښادې ګلناربیګم دغه غزل  زما داجازې پرته په خپل غږ کې ویلی د ی، خو وروسته بیا ددوی ترمینځ دغه لانجه دنورو خلکو په منځګړتوب په سوله ایز ډول

Translation of Ghani Khan Nazam Bahana In English. English Translation of Ghani Khan

Translation Of Ghani Khan Nazam Bahana. نظم.   :  بهانه  شاعر.  : عبدالغني خان ترجمه : انجينئر شمشاد خان کتاب  : لټون    چې يې عمر په صحرا وي، له خزانه ګيله نه که دومره وسومه غمونو، چې اوس سوى مې سينه نه که تا وې ما له ډالۍ راکړه، ما غريب سره څه وينې چونګ ازغي مې دي ټول کړي، په دې لارې ستا په ځمکه زما اوښکې شګو وڅښې،ګل لاله ترې زرغون نه شو په ما يې دا هم پېرزو نه شو بيا له خواره نه ګيله که زه په څه ستا مدار وکړم په څه ستا سترګې رڼې کړم زه ولاړ کچکول په لاس کې پکې بوي زړې اوبه که چې ځواني يې ورژيږي، او د زړه غوټۍ شي مړاوې د تاتار کوه قاف حورې، به څوک څه که او څوک څه که لېوني ورو ورو ورکيږي، ځان په خپلو ګوتو وژني ستا فراق عشق يې بهانه کړم، او هر څه کا اوس هر څه کا Poetry: Ghani khan. Translation: Engr Shamshad Khan. Those whose living has been in a desert, they never complain the autumn, so many grief burnt me, see my chest has now no feeling for causticity. you asked me to give you a gift, what you see with me the so poor, i have collected a handful of thorns here on the land of your

Tapos Ka Jawab. Lyrics Of Ghani Khan Nazam. Tapos

 Waya Waya Mula Jana. Ghani Khan Baba Poetry Lyrics. نظم      :  تپوس کۀ جواب 🎭🔥 شاعر     :  غني خان بابا غږ        :  همايون خان  Singer. Hamayoun Khan وایا وایا ملا جانه ژوند تپوس دي که جواب ژوند وصال دي که جنون دي که ارام که اضطراب ژوند امام دي که ګلفام که ممبر وي که محراب که یو مست غوندي جهان کښ رنګین خوب دي دا سراب که لمحه دا نور ګټل دی دا دي تور تاریک جهانه ژوند تپوس دي که جواب دي  وایا وایا ملا جانه ژوند فرغون دي او غرور دي  که جنون دي او سرور دي دا نمرود دا زرو تخت دي  که رنګین مرګ دا منصور دي دا حسین مسکي مسکي دي که یذید مست په غرور دي دا بهار دي که ګلاب دي لږ پټ شوي دا خزانه  ژوند تپوس دي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو مست دا میو جام دي که یو مات دا غم کچکول لیوني مخ دا خیام دي که اوښيار مخ دا بهلول یو رنګین باغ دا ګلونو که دا اور دا ازغو شپول که یو تیښته یو فرار دي تښتیدل دی له خپل ځانه ژوند تپوس وي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو خیشت دي چه خوریږی که جمال چه خاوري کیږی دا ساز خپل مرګ ته کړی ساندي که یو اور دي چه بلیږی دا دي تلو مقام دمه شته که دا سا نه سا تښت

Badshahi Da Jehan Sa Kre. Ghani Khan Badshahi Lyrics

 Lyrics Of Ghani Baba Songs. Complete Nazam Badshahi da Jehan Sa Kray. Poem : Badshahi Da Jahan Sa Kree  Poet : Ghani Khan Baba  Vocalist : Abdullah ❤ ‏بادشاہی د جهان څه کړې ځان له ولي زياتوې غم د انصاف تلل مشکل دي څه به زيات کړې څه به کم 🥀 شاعري    :    غني خان باچا  بادشاهي د جهان څه کړې ځان له ولې زیاتوې غم د انصاف تلل مشکل دي څه به زیات کړې څه به کم داسې تخت به څه کړې چې پرې شپه او ورځې ژاړې خپل غمونه دې لا لږ دي د جهان غمونه غواړې د ټټوانو په ګله کې غټ ټټو مخکې روان وي لوى باچا د ځناورو د هماو لوى حیوان وي دا دنیا د سپي لکۍ ده نه نېغېږي نۀ سمېږي په وجود توره پیشو ده چې يې وینځې لا تورېږي بادشاهي هله جوړېږي چې نیم لګي شي نیم مړه کړي چې یو کس د بل په غوښو د خپل کور کوتري ماړه کړي د دې ژونده څۀ مطلب شو چې یا مرې یا به بل وژنې دا مېوه ګلاب د څۀ شو باغ ساتې او بلبل وژنې ربه ما له که دې راکړه بادشاهي د کل جهان زه به يې وغورځوم له کوره لکه سوټې په ډېران دا یو دوه ګړۍ ژوندون زه په جګړو نه شم تېرولى د دې ظلم په کټوۍ دې ربه بل کېږده برغولى ما له راکړه څو ګلونه یو نیازبین شانتې جانان یو وړو

Wali? Walay? Nazam By Ghani Khan Baba

 Lyrics of Wali ( Why) Pashto Nazam Poetry Poem. Abdul Ghani Khan Baba. Singer Sardar Ali Takkar. خـــدایا عقل چی وو زړه دی ولي راکــــړو. 🧡 په یو ملـــک کښي دوه خودسره بادشـــاهان  بادشاهی او فقیری دي ولي یو کړه 💙 ده ژوندون په هره ساه کښي مرګ پنهان  ولي غم لکه آسمان په جهان خور دے .. خدایا ولي خوشحالی دي کړه نایابه .. ولي جوړ دي کړو ننګی ده ګُل ده پاڼو ..  خدایا ولي نشه بیاﺉ له شرابه  ولي ښاٸست او رنګ دي دواړه خور او رور کړو .. ولي ولي دي جهان کړو ډک په رنګ .. ولي کوڼ دي زه پیدا په جهان نه کړم .. خدایا ولي دی آواز پوست کړو ده چنګ .. ولي ماته دي عطا کړو فکر و خیال .. ولي ولي په رڼا ورځي خوبونه .. خدایا ولي دي ځوانی هر چا له ورکړه .. خدایا ولي دي پیدا کړل اُمیدونه.. ولي جوړ دي ده یار سترګو کښي جنت کړو.. ولي تریخ دي کړو بیلتون او خوږ وِصال .. خدایا ولي دي سپوږمۍ له رڼا ورکړه .. چی زنګۍ مي ده مستۍ په مهین ټال .. ولي جوړ دي کړو ازغی ده ګُل په خوا کښي .. ولي زړه مي پاک خو جسم مي ناولے .. ولي ماله دي ده ”ولی“ طاقت راکړو .. خدایا ولي ، خدایا ولي ، خدایا ولي .. غني خان بابا Pashto Times, Gha

Ta Da Noor Samandarona by Ghani Baba. Lyrics

 Ta Da Noor Samandarona, Za Da Khawri Yow Zara by Ghani Khan Baba. Sufi Lyrics By Ghani Khan Baba Singer. Fizza Fayyaz ته د نور سمندرونه، زه د خاوري یو زره ته    د    نور   سمندرونه زه    د    خاوری    یو    ذره دا    زما    او    ستا به څنګه شي    دوستي    او   یارانه توره شپه کې تش صحرا   کی زه    جانان      جانان   کومه نه    دلبر   نه   یې  خبر شته نه     قدم      نه    نشانه ډېر    پیران    مې     ټنګولې مذهبونه    لټولې چېرته    ټکې   رڼا   نشته بس   قيصو    پسې   قيصه   ده موټې خاورې  نه   جوړ   شوی موټې   خاورې   به   جوړېږم زه   دې   ولې   جوړولم؟ څه   حاجت   وو   د  دې ساه؟ یا  مې  سم   د  زړګي   یار کړه زه   به   ځان   درنه   قربان   کړم یا دې  ټکې   تش   ژوندون   له دې   بل   خر   ولټوه.... شاعر: غني خان❤️ غږ : فضا  فياض💓 Pashto Times, Pashto Lyrics Blogs. Ghani Khan Nazam by Fizza Fayyaz.  Da Noor Samandarona, Za Da Khawri Yow Zara by Ghani Khan Baba. Learn Pashto Reading by Reading Pashto Songs lyrics and Writings. Sufi Lyrics By Ghani Khan Baba Singer. Fizza Fayyaz

Marg By Ghani Khan baba. Pashto Nazam Lyrics

 What Is Death by Ghani Khan? Marg Nazam Poet. Ghani Khan Baba Singer. Sardar Ali Takkar Type. Nazam and Sufi Pashto Lyrics مرګ لويه نيکى وه چا تا اوکړه د انسان سره مرګ ستا کورله يوړو ګنى وو به تل د ځان سره مرګ هغه نيټه چى جانان کيښوه د جانان سره مرګ پټه نکاح ده د مکان د لا مکان سره مرګ کښى د ژوندون د درياب پټه کناره ده مرګ مجبوره ځانله د خپل حُسن ننداره ده مرګ بس يو ګواه ﺯما د ژوند ستا د جلال اې عجيبه خانه د تيارې او د هلال #عنى_خان Pashto Times, Poetry Blog. Pashto Sufi Lines, What Is Death by Ghani Khan? Marg Nazam Poet. Ghani Khan Baba Singer. Sardar Ali Takkar Type. Nazam and Pashto Sufi Lines.

Nun Ba Shpa Zama Da Yar pa Kom Makan v. Hamid Baba Pashto Kalam

 Hamid Baba Pashto Kalam. ◇ ﻋﺒﺪﺍﻟﺤﻤﻴﺪ ﻣﻮﻣﻨﺪ ◇ کليات ●نظم ﻧﻦ ﺑﻪ ﺷﭙﻪ ﺯﻣﺎ ﺩ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﻣﮑﺎﻥ ﻭﻱ ﺟﻠﻮﻩ ګر  ﺑﻪ پۀ ﮐﻮﻡ ﻫټ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﺩﮐﺎﻥ وي ﺷﺮﻣﻮﻟﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺣﺴﻦ ﮐﻮﻡ ﺗﺮﮐﺎﻥ ﻭﻱ ﮐﻮﻡ ﺩﮐﺎﻥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﺧﻮﻟﯥ ﺩ ﺩُﺭﻭ ﮐﺎﻥ ﻭﻱ ﭘﻪ ډﻳﻮﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﻣﺦ څوﮎ پتنګان ﻭﻱ هم خوﺍهان ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺎﮐﺎﻥ ﮐﻪٔ ﻧﺎﭘﺎﮐﺎﻥ ﻭﻱ ﻭﻟﯥ ﻧﻪٔ ﭼﻮﯤ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻏﻤﻪ ﺯﻣﺎ ﺩﻟﻪ ﭼﯥ ﺩې ﻭﺍﻭﺭﯦﺪﻩ ﺩﻳﺎﺭ ﺩ ﺗﻠﻮ ﺑﺪﻟﻪ ﻧﻪٔ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻫﺴﯥ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ څوﮎ ﭼﯥ ﻳﯥ ﻭﺍﺧﻠﻲ ﺧﺴﻤﺎﻧﻪ ﺩ آﺏ ﻭﻧﺎﻥ څوﮎ ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﺭﺑﺎﻧﺪﯤ ﻫﺴﯥ ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ څوﮎ ﭼﯥ ﻳﯥ ﻭهٔ ﺑﻮﻟﻲ ﭘﻪ ځار ﺍﻭ ﭘﻪ ﻗﺮﺑﺎﻥ څوﮎ ﻳﺎ ﻳﯥ ﺳﻴﻮﺭﯼ ﮐا ﭘﻪٔ ﺳﺮ ﻻﺱ ﺩ ﺍﺣﺴﺎﻥڅوﮎ ﻳﺎ ﻳﯥ ﻭﮐﺎ ﺩﺑﻞ ﮐﺎﺭ ﺳﺮ ﻭ ﺳﺎﻣﺎﻥ څوک ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﺴﯥ ﻏﻤﻪ ﻧﻪٔ ﻣﺮﻡ، ﮊﻭﻧﺪﯼ ﭘﺎﻳﻢ ﺗﻮ ﺯﻣﺎ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ ﺷﻪ, ﺑﯥ ﻭﻓﺎ ﻳﻢ ﺧﻮﺩ ﭘﻪ ﺧﻮﺩ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﻻړ ﺳﺘړﯼ ﺳﺘﻮﻣﺎﻥ ﺧﺴﺘﻪ ﺩﻝ ﭘﻪ ﺧﺴﻤﺎﻧﻪ ﺩ ﺁﺏ ﻭ ﻧﺎﻥ ﺍﺭﺯﺍﻥ ﻭﺳﺖ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻧﺎﮐﺎﻣﻪ ﭘﻴﺮﻱ ګران ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻳﺎﻗﻮﺕ ﺑﻪ ﭘﻠﻮﺭﻱ ﺭﺍيګان ﺩ ﺑﯥ ﻗﺪﺭﻩ ﺟﻮﻫﺮﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪٔ ﺩﮐﺎﻥ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻏﻤﻪ ﺁﻩ ﺍﻓﺴﻮﺱ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺭﺍکړي ﺧﺪﺍﯼ ﭘﻪ ﺩﺍ يړګ ﭘﺮ ﺩ ﻫﻤﺖ ﭼﯥ ﺣﺎﺿﺮ ﺷﻮﺍﯼ ﺩ ﺑﯧﮑﺴﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ګوره ﻧﺎﺳﺖ ﺑﻪ ﻭﻱ ﺧﭙﻪ ﭘﻪٔ ځينو ﺧﺮﻭ کې ﮐﻪ ﺑﻪ ﭘﺮﻭﺕ ﻭﻱ ﻟﮑﻪ ﻟﻌﻞ ﭘﻪٔ ﺍﻳﺮﻭ ﮐﯥ ﮐﻮﻡ ﺳﺮﻭﺩ ﺑﻪ ﮐﺎ ﻟﻪ ﺯړﻩٔ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻭﺭﻭ کې ﺩ ﺳړﻱ ﻣﻬﺮ ﺑﻪ ﻏﻮﺍړﻱ ﭘﻪ ﭘﯧﺮﻭ کې ﻧﻪ ﺑﻪ ﻣﻮﻣﻲ ﺩﻏﻪ ﻧﻮﺭ ﭘﻪ ﺩﺍ ﺑﺸﺮﻭ ک

Horay By Khushal Baba. Pashto Poetry

 Hora ( Whores)  by Khushal Khan Khattak. ‏واعظان چې يادوي د جنت حورې ما په دا سترګو ليدلي په دنيا دي ستا د شونډو په دوران په ما روا شول که شراب په واړو خلکه ناروا دي ‎#خوشال Peshawar ( Pekhawar) In Classic Pashto Writings of Khushal Khan Khattak ‏څوک چې یاد کا پیښور زړه زما شي منور  د دې خوشې ملک هر څه شته خو پښتون، پښتنې نشته ‎#خوشال ‎#فراقنامه Pashto lyrics. Horay by Khattak baba. Khushal baba aw Pekhawar. Peshawar in Pashto Classic Poetry. Ghazal Shayeri aw Pukhto

Abid Malang Pashto Poetry Ghazal. 2022

Abid Malang Pashto Ghazal. ويخ يمه خوب نۀ وي آرام نۀ کيږي  ياد سره دې بلکل ناکام نۀ کيږي دلته چاته مۀ وايه چي خوښ مې يې دلته د جذبو احترام نۀ کيږي کومې بدبختۍ د اولس وژاړم کومه تجربه مې پۀ قام نۀ کيږي سيده يم صفا صفا غږېږَمه مانه د هيندوانو رام رام نۀ کيږي اوس حالات خراب دي ښۀ وختي راځم اوس رانه شوخي پۀ ماښام نۀ کيږي هله به ښاغلے شم چې مړشومه داسې خو د چا راته فام نۀ کيږي ستا له وجې ستا د لېوني عابد څنګه به قيصې د بدنام نۀ کيږي New Pashto Poetry By Abid Malang Dir Maidan. Pashto Times Poetry Lines. Pashto Lyrics and Pashto Vibes. Lyrics of Abid Malang 202 Ghazal. Pukhto Shayeri aw Ghazal Lines by Abid Malang.