Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Info Blogs

Malak Kaloo Khan Yousafzai and Mughal King Akbar. Pashto Info

Malak Kaloo Khan Yousafzai and Mughal King Akbar. Pashto Info By Ihsan Khan. Pashto Pedia Articles یوسفزیو د سوات په دمګار کلي کې په یوه غونډه کې کالو خان ​​د قبیلې مشر وټاکلو کالو خان ​​خپله قبيله د مغلو پر ضد راوپاروله. زين خان کاکا د يوسفزيو د ځپلو لپاره واستول شو، چې له لومړنيو برياليتوبونو وروسته يې سخت زيانونه واړول. اکبر په ۱۵۸۶ کال کې د زين خان د مرستې لپاره بيربل، ابوفتح او سيدخان غکر ولېږل  ورپسې يوسفزيو د کالو خان ​​په مشرۍ د زين خان او بيربل ګډو ځواکونو ته د کراکر د پاسه او مالندرې د لارې په منځ کې ماتې ورکړه. په دې جګړه کې بیربل ووژل شو. د مغولي مورخ خفي خان په وينا په دې جګړه کې له څلويښتو تر پنځوسو زرو پورې مغلي سرتيري ووژل شول، په داسې حال کې چې د بدواني په وينا په دې ټوله جګړه کې شاوخوا اته زره مغل عسکر ووژل شول  دا د اکبر لپاره یو له سترو پوځي زیانونو څخه و. ویل کیږي چې هغه د خپل ګران درباري بیربل په وژل کیدو خپله غمرازي څرګنده کړه او دوه ورځې یې خوراک او څښاک ونه کړ Tags, Meta Data And Keywords. Malak Kaloo Khan Yousafzai and Mughal King Akbar. Pashto Info. King Akba

Nationalism And Islam. Maulana Khanzeb About Nationalism And Islam.

Nationalism And Islam. Maulana Khanzeb About Nationalism And Islam. د قامیت نظريه او اسلام. مولانا ابو الکلام آزاد پخپل کتاب ( اسلام اور عقل ) کښې د قاميت د نظرئې په اړه ليکي:  زه په وياړ سره واېم چې زه د ديارلس سوه کاله نه مسلمان ېم د اسلام د ديارلس سوه کاله وياړلي رواېات ،علوم و فنون،  زمونږ د تاريخ برخه ده د اسلام دننه مونږ ېو ځانګړې کلتور لرو زه غواړم چې دغه ځانګتياوې دې رانه هيڅوک وانخلي خو ددې سره زه ېو بل ځانګړي حېثيت هم لرم چې زمونږ د ژوند د حقيقتونو څخه پېدا دې اسلام ما ددغه حقيقت د احساس نه چرې هم نه ايساروي بلکښې لار ښودنه راته کوي او هغه دا چې زه په فخر سره وائم چې زما قاميت هندوستانيت دې زه د هند د ېو داسې ناقابل تقسيم قاميت برخه ېم  چې زما نه پغېر دغه تنه نيمګړې ده. مونږ دې خاورې ته د مساوات او جمهوريت رواېات روړي که هندومت د زرګونو کلونو د هند د خاورې دعوی کوی نو اسلام د زر کاله نه مدعي دې ، مونږ د جارحانه قامیت نه يو مرستيال خو دفاعي قاميت زمونږ حق دې چې څوک هم زمونږ په خاوره راځي مونږ به ئې مخه نيسو ، هندوان او مسلمانان په ګډه د ېو قاميت لاندې د خپلې خاورې د ژغورلو حق

Hieun Tsiang, Chinese Traveler About Bagram Kapesa Afghanistan

Hieun Tsiang. Hieun Tsiang, Chinese Traveler About Bagram Kapesa Afghanistan. Pashto Info By Darya Khan Esapzai. هیون سیانګ (Hieun Tsiang)  چې په 631 میلادي کال کې له کاپیسي ( نن وخت د افغانستان د باګرام شاوخوا)   څخه تېر شو، موږ ته د هغې په باره کې لنډ معلومات راکوي "دا هر ډول غلے او ډیری ډوله میوه لرونکي ونې تولید وي. دلته د شین (? Shen )  اسونو نسل پیدا کیږي ...دلته  له ټولو برخو څخه د سوداګریزو توکو توکي هم موندل کیږي.   دا دې ځاې موسم يخ او اقلیم دې.خلک یې زړور او سخت دي.  د دوی ژبه ستغه او سخته ده.  د دوی د واده مراسم یوازې د جنسونو یوځای کول دي  د جامو لپاره دوی د ویښتو جامې کاروي ... په سوداګرۍ کې دوی د سرو زرو او سپینو زرو سکې کاروي، او همدارنګه ورسره لګ شمیر کې د مسو سکې ... پاچا د ذات له مخې کهشتری دی.  هغه یو هوښیار شخصیت دی او د زړورتیا او هوډ په توګه، هغه د ګاونډیو هیوادونو تابع کړي، چې تخمناً لس ځایونو کې د ده حکمراني ده سرچینه:   Si-Yu-Ki, I, 54-55 Hieun Tsiang. Hieun Tsiang, Chinese Traveler About Bagram Kapesa Afghanistan. Pashto Info about Hieun Tsiang Visit To

Why British Sikh Soldiers Visited Saragharai Of Orakzai Khyber Pukhtunkhwa?.

British Sikh Regiment And Orakzai Tribes War In 1855. By Latif Orakzai Why British Sikh Soldiers Visited Saragharai Of Orakzai Khyber Pukhtunkhwa?.  د فرینګیانو او د اورکزو ترمنځه ډیر جنګونه او شخړې شوي دي خو د دغه جنګي لړئ پېل  د 1855 کال سخه کیږي چې کله د زیمشت قبیلې خلکو جرنیل چمبرلین کیمپ باندې حمله اوکړه دغه جنګي سلسله بیا تر د فرنګي وتلو پورې روانه وۀ دغه جنګونو کښې یوۀ جنګ د فرنګي او هندوستاني تاریخ په پانړو کښې ډیره په جانبدارۍ سره زمونږ مخې ته وړاندې کیږي دغه جنګ 1897 کښې د سمانې په مقام شوې وو   دغه جنګ باندې د هندوستان د فلمي انډسټرۍ  bollywood  دوه فلمونه هم جوړ شوي دي دا ېو فلم نوم kesari دې چې اوس اوس جوړ شوې دې  اوس به راشو چې د دغه جنګ حقیقت څه دې؟ زما خپل ذاتي فکر مطابق هغه وخت کښې د انګریز خلاف د پښتنو جنګي پالیسي داسې وۀ  چې دشمن باندې حمله اوکړه قلا، کیمپ، پوسټ ورله ړنګ کړه د دشمن فوځ مړ کړه او ټوپک کارتوس او نور مال په لاس واخله خپل  کلي کور او محفوظ ځائ ته واپس ځان رسوۀ فیرنګې د پښتنو دغه واپسۍ تګ ته د اورکزو شکست نوم ورکوي د سمانې جنګ کښې هم دغه پالیسۍ خپله کړي ش

Afghans Who Want To Go Cyprus Via Iran. Pashto Info Blog About Cyprus Visa

Afghans Who Want To Go Cyprus Via Iran. Pashto Info Blog About Cyprus Visa دا له قبرس څخه د یو افغان محصل پیغام دی. له ما یې وغوښتل چې د هغه د نوم له لیکلو پرته یې دلته خپور کړم: "قبرس ته په اوسنیو حالاتو کې ډېری افغان وروڼه غواړي د مجبوریت او یا هم د ښه ژوند جوړولو په پار پناه یوسي. دغه هېواد ته د راتلو لپاره افغانان اړین دي چې لومړی د اېران وېزه واخله او بیا له اېران څخه قبرس ته لاړ شي، خو بدبختانه له ایران څخه په دغو اسنادو نشي وتلای او ددوی تګ په هغه صورت کې کیږي چې غېر قانوني پیسې ورکړي.  یاد هېواد ته د راتلو یواځینۍ لار داده چې په شمالي قبرس کې باید د تحصیل لپاره په پوهنتون کې داخله وکړې او له شمالي بیا جنوبي قبرس ته د انساني قاچاق په ډول محصلین ځي. جنوبي قبرس ته د تللو څخه وروسته لومړی افغانان د مهاجرت نړیوال سازمان کېمپ ته داخلیږي او تر دوو میاشتني ځنډ وروسته له کېمپ څخه ویستل کیږي، خو د کېمپ څخه د وتلو په صورت کې هم له زیاتو ستونزو سره مخ کیږي  لکه: د کاري زمینې نه برابرېدل، د مهاجرت د اسنادو ځنډ او داسې نورې ستونزې. دغو مهاجرینو ته له مهاجرت مخکې داسې خبرې کیږي چې په جنو

Donkey Letter To Me. A Letter From Donkey. Pashto Letter. Pashto Satire

Donkey Letter To Me. A Letter From Donkey. Pashto Letter. Pashto Satire (د يو خر خط زما په نوم) نګار صېب سلامونه او نېکې هېلې!  ړومبے خو يو دا سپيناوے پکار دے چې په دې دومره خلکو کښې زه تاته ولې خط ليکم؟ نو د هغې وجه دا ده چې ستا زياتره ملګري (د خط په بل مخ ئې نامې هم ليک دي) زمونږ په شان خويونه لري او ته ورسره ښه ګوزاره کوې، دا دې په مونږ احسان دے. دويم سوال دا پېدا کېږي چې يو خر خط څنګ ليکلے شي نو صېبه تاسو هسې خپلو ډګريانو ته غره نه شئ، د فطرت  نه هر څوک ذده کړه کوي خو ستاسو سره ژبه ده نو ځکه کله ځان ته اشرف المخلوقات او کله د کائناتو محور وايي. ګنې تاسو خو د حد درجې کم عقل ئې، چې څوک مو لوټ کړي نو هم هغو ته هارونه اچوئ، دروازې ورته جوړوئ، په صوفو ئې کينوئ او د زنده اباد نعرې ورته وهئ. ويره مو دومره ده چې هر يو په فېس بک ليکلي ئې " ميجر فلانہ کے ساتھ خوش گوار موڈ میں" نو دا اوس چيشے شو. مونږ نه د چا د زنده باد مرده باد چغې وهو او نه ستاسو هومره وېريږو. که څوک مو برناحقه ډېر تنګ کړي نو د لتې "وسله " پکښې هم کاروؤ.  کم عقلي او ويره خو پريږده خپلې بې صبرۍ ته وګورئ ‌

MCQs Of Pashto Lecturer And Subject Specialist By KPPSC 2022.

MCQs Of Pashto Lecturer And Subject Specialist By KPPSC 2022. By Dr. Sohail Khan د‌ا د پښتو اېس اېس او ليکچررشپ امتحان ۲ جون ۲۰۲۲ سوالونه وو ـ دنيا چرته ورسيده او پښتانه اديبان؟ د تعليم په ژبه کښې او د بلوم ټيکسانومي په دليل دا د ټولو اخيرنۍ کيټګري يعني " معلوماتي" سوالونه دي ـ او په پرچه کښې به د لسو فيصدو نه زياتي معلوماتي سوالونه نه وي ـ په دې پرچه کښې سل په سل معلوماتي سوالونه دي ـ د خوشحال خان خټک د پلار څه نوم دې ؟ که چرې دا چاله نه ورځي نو هغه ګنې د پښتو ليکچرر نه شي جوړيدې ـ اوس د لسم جماعت سوالونه هم conceptual learning  ته بدل شوې دي دلته مونږ ليکچران په دې اخلو چې د فلانکي کتاب ليکوال څوک دې ؟؟؟؟ ۱) شمائل نامه چا ليکلې ده ۲)پښتو ګرائم ليکونکے څوک دے ۳)د خوشحال او اقبال ليکونکے څوک دے  ۴)د‌سکند‌ر خان ديوان مرتب کونکے څوک دے ۵)د مراه المحققين کتاب د چا دے ۶)برنده افسانه خاموشي  ۷)ځول او مشالونه د چا دے ۸) مشالونه د چا کتاب دے ۹)د کاظم خان شيدا د پلار څه نوم دے ۱۰) په عرفان د محمد کتاب د چا دے ۱۱) د خيام رباعيانې چا ترجمه کړي دي ۱۲) سيد تقويم الحق کاکا خېل د وفات نېټه

Pakistanis Visit To Israel Explained In Pashto. Israel And Pakistan

Pakistanis Visit To Israel Explained In Pashto. Israel And Pakistan By Adv Hamayun Kaasai د اسرائیل وزیراعظم ويلي دي چې له پاکستان څخه وفد ورغلى دى. دا اول ځل دى چې له سرکاري پلوه تصدیق شوى دى، هسې پټ تعلقات له وختونو روان دي. له اسرائيل سره د پاکستان اړيکې زړې دي. دا وخت چونکې د ابراهيميک اېکارډ خبرې روانې دي. يعنې د ابراهیم على سلام او د هغه د اولادونو پر بنياد د يو والي او اتحاد خبرې روانې دي. په دا کشې تر مزهبي زيات نسلي اړخ اړين دى. عرب او يهود وايي موږ دواړه د يوه ابراهیم اولادونه يو نو بيا جهګړه او اختلاف د څه? دا اتحاد په خاصه توګه د ايران او بله خوا به د چين پر زد به ډېر کارګر وي. دغه پاکستانيان بيا هغه د پښتو په مثال، چې ما مه شمېره در ګډ يم. دا بيا په مزهبي بنيادونو ځان ور ګډوي. خو يوه خبره څرګنده ده چې د هند پر زد دوى ته دا ملګرتیا يوه ګټه هوم نه شي رسولى. البته د ايران پر زد به د ده خاوره هتمن کارول کېږي. دغه ابراهيميک اېکارډ پاکستان ته پمله برابره کړې، چې له اسرائيل سره پخپلې پټې اړيکې نورې اولسي کړي او خلق ورباندې خبر شي. د عربو د ملګرتیا پس اولسي فشار به هوم کم شي. البت

Wali Khan, Sardar Sikandar Hayyat And Helicopter. Ethics

Wali Khan, Sardar Sikandar Hayyat And Helicopter.  ‏انسانی اخلاقیات 1972  میں ارباب سکندر خان خلیل نیپ کیطرف سے صوبہ پختونخوا کے گورنر تھے. کہیں دورے پر جانا تھا ساتھ میں خان عبدالولی خان بھی جا رھے تھے.گورنر اپنے ھیلی کاپٹر پر گئے اور ولی خان نے اپنی گاڑی کا رخ کیا کسی نے پوچھا آپ تو پارٹی کے مرکزی صدر ھیں اور اسی پارٹی کا گورنر  ‏ھے آپ ھیلی کاپٹر پر ساتھ کیوں نہیں جاتے؟  ولی خان بابا نے جواب دیا.. میں مرکز میں اپوزیشن لیڈر ھوں اور اپوزیشن لیڈر کو سرکاری ھیلی کاپٹر میں سفر کی اجازت نہیں ھاں گورنر کو سرکاری ھیلی کاپٹر ملا ھوتا ھے.وہ اس میں سفر کا قانونی حق رکھتا ھے سوال کنندہ نے پوچھا کہ فی الحال ملک میں ‏کوئی آئین نہیں اور کوئی قانون آپ کو جوابدہ نہیں ٹھہرائے گا..  ولی خان بابا نے تاریخی الفاظ کہے بھائی ھر چیز کو قانون کی نگاہ سے مت دیکھو. اخلاقیات بھی کوئی چیز ھوتی ھے اس کے بعد اپنی گاڑی میں بیٹھ کر چلے گئے Wali Khan, Sardar Sikandar Hayyat And Helicopter. Pashto Pedia, Pashto Times. Pashto Info Blogs.

Red Cross by Henry Durant. Pashto Info About Red Cross Society. Pashto

Red Cross by Henry Durant. Pashto Info About Red Cross Society. Pashto blog By Ameer Khan Yousafzai. د فرانس د فوځي بادشاه نپولین سره د ټولو اروپایانو نفرت وو خو هیچا هم د خپلې ویرې نه د هغه په خلاف غږ نه شو پورته کولی ، کله چې د سلفیرونو په جنګ کې د فرانس فوځ د اطالویانو قتل عام وکړو نو د سویټزرلینډ هنری ډونانت د انساني همدردۍ په بنیاد د خپلو ملګرو سره د دواړو له خوا زخمي عسکر اوچت کړل او د هغوي علاج یې وکړو  د دغې نه پس هنری ډونانت د Red Cross (سرې میاشتې) په نوم د انسانانو سره د مرستې لپاره د تنظیم بنیاد کیښودلو ، که هنری ډونانت نه وی نو ریډ کراس به نه وو که ریډ کراس نه وی نو مللی متحده او د هغې لاندې ادارې به نه وې ، که د مللی متحده ( اقوام متحده ) ادارې نه وی نو نن به په نړۍ کې د بشري مرستو یوه اداره هم نه وه . هنری ډونانت په انساني تاریخ کې لومړی انسان وو چې د هاغه د دغه نیک کار نه د نړۍ د هر نسل هر رنګ او هر مذهب او عقیدې لرونکي انسانان ترې نن هم هم ګټې پورته کوي . هنری ډونانت بینکار هم وو کله چې د جنیوا د بانک صدر وو نو بانک د هغه د عفلت د لاسه دیوالیه شو او جنیوا ښار یې د مالي

Info about Sindhudesh Revolutionary Army In Urdu. Karachi Blast

Sindhudesh Revolutionary Army ( also known as  Sindhudesh Liberation Army)  claims the responsibility of remote control bomb attack in Sadar Karachi last night Karachi Blast. Info about Sindhudesh Revolutionary Army or Sindhudesh Liberation Army In Urdu. سندھودیش انقلابی ارمی پاکستان کے صوبہ سندھ میں فعال ایک مسلح تنظیم ہے  جس کا نام پہلی بار سنہ دوہزار دس میں اس وقت منظر عام پر ایا جب اس تنظیم نے حیدراباد میں ہونے والے بم دھماکوں کی زمہ داری قبول کی تھی. خیال کیا جاتا ہے کہ سندھودیش کی موجودہ تحریکی لہر محترمہ بےنظیر بھٹو کی شہادت سے وقوع پزیر ہوئی ہے سندوھو دیش لیبریشن ارمی کا سربراہ شفیع محمد برفت جبکہ مسلح ارمی کی قیادت دریا خان بطور کمانڈر انچیف کررہے ہیں سندھودیش لبریشن ارمی کے قیام تحریک اور مسلح جدوجہد کا مقصد ایک ازاد خودمختار سندھی قومی ریاست کا قیام ہے جو ان کے خیال میں پاکستان کے موجودہ ریاست میں ایک مقبوضہ علاقہ ہے. سندھودیش تحریک سمجھتی ہے کہ سندھ بلعموم اور بلخصوص شہری سندھ میں مہاجر او دیگر غیر سندھی لوگوں کی ابادکاری سندھیوں کے وسائل، شناخت،  زبان اور مفادات کے لئے ایک

Communism, Socialism VS Capitalism. Explained In Pashto. Life Comparison

Communism, Socialism VS Capitalism. Explained In Pashto.  Communism VS Capitalism In Pashto by Noor Badshah Ysfzai. په سوشلزم ولاړ هیوادونه لکه چین، کیوبا، ویتنام، کوریا یا د روس غوندې ترهګر هیواد ولسونه سخت په غربت، بندیزونو او محرومیتونو کې ژوند کوي.  د دې هیوادونو کې چې انسان معذوره یا بیمار شي، نو ریاست ورته د زهرو ستن وهي چې دا وس په مونږ بوج دے.  دې هیوادونو خپلو خلکو ته یوه یوه کمره وړوکی کور ورکړے وي، شپه او ورځ فارټیلایزر خوراکونه، ماچې، فاسته  او مکرونی خوري ، نو ریاست چغې وهي چې عوام په خیټه موړ دی، او خپله پروپګنډه کوي. په دې هیوادونو کې د یو ، دوه ډېر بچي نشې پیدا کولی. او که چرې یې پیدا کړې نو نظام یې ورته ډېر سخت جوړ کړے چې بیا بچۍ نه شی ساتلی.  په دې هیوادونو کې د ریاست خلاف بیان او مظاهره نشې کولې، ګنی پټ په پټه دې پهانسی کوي، او هیڅوک درباندې نه خبریږي.  هم د دې یادو هیوادونو د سیاسی مشرانو بیا په نورو هیوادونو کې خزانې دي او د عیاشیانو ژوند کوي، او په خپل ولس مکرونی، پاستا او ماچې خوروي. د دې په مقابل کې په جمهوری او کپیټلیسټ هیوادونه لکه جرمنی، برطانیه، جاپان، نوزلی

Top Ten Poorest Countries Of Asia. English And Urdu Info.

 Top Ten Poorest Countries Of Asia. English And Urdu Info. Top Ten Poorest States In Asia. Urdu, Pashto English Info.  ایشیا کے دس غریب ترین ممالک 1. Myanmar. Burma میانمار، برما 2. Laos  لاؤس 3. Cambodia  کمبوڈیا 4. East Taimur مشرقی تیمور 5. Afghanistan افغانستان 6. Bengladesh بنگلادیش 7. Nepal نیپال 8. Bhutan  بھوٹان 9. Yemen  یمن

Why Sri Lanka Is In Trouble? Economic Crisis In Sri Lanka.

 Why Sri Lanka Is In Trouble? Economic Crisis In Sri Lanka. Economic Crisis In Sri Lanka. Reasons By Siraj Ul Haq Hashim. د سريلانکا اقتصاد له بشپړ مفلس کېدو سره مخ دی، بلکه ټول سيستم د سقوط له ګواښ سره مخ دی،‌ د خوراکي توکيو بيې په بېساري ډول مخ په لوړېدو دي، بازار کې د سون مواد نه پيدا کيږي، قهرجن ولس په شديدو مظاهرو لاس پورې کړی، له ولسمشر او وزير اعظم پرته چې بېرته د ولسمشر ورور دی، نورو ټولو وزيرانو په ټوليز ډول استعفا ورکړې، د نورو لاملونو تر څنګ د دغه اقتصادي ناورين يو مهم او ښکاره لامل د چين زبېښونکي قرضونه دي، چې اوس سريلانکا د دغو قرضونو له ادا کولو عاجزه ده... سريلانکا دغه قرضونه د تېرې لسيزې له پيله تر ۲۰۱۵ کاله پورې له چين څخه اخيستي دي، په ۲۰۱۷ کال کې سريلانکا ونه توانېده چې د چين د ۱.۴ مليارده ډالرو قرض خلاص کړي، نو خپله يوه مهمه بندرګاه يې يو چينايي شرکت ته د ۹۹ نهه نوي کلونو په کرايه ورکړه، په بل عبارت: له خپلې بندرګاه ورتېره شوه، طبعا سريلانکا لومړنی هيواد نه دی چې د چينايي قرضونو او پانګونو په لومه کې نښلي، او خپلې بندرګاوې، هوايي ميدانونه يا نور ارزښتمن منابع له لاس

Adolf Hitler Letter To Ghazi Amanullah And Amanullah Letter To Hitler. Pashto Translatuon

 Adolf Hitler Letter To Ghazi Amanullah And Amanullah Letter To Hitler. Adolf Hitler Letter To Ghazi Amanullah Khan Of Afghanistan. Pashto Translation د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزي په وياړ! شاه امان الله خان ته د جرمني مشر #آډولف_هيټلر ليک: "د القابو او ډيپلوماتيكو احتراماتو وروسته آډولف هيټلر و اعليحضرت #غازي_امان_الله خان ته داسي نوشته کړي وه: " موږ دواړه پوهيږو چي د آلمان ملت او افغان ولس دواړه آريايي نژاده دي، ددغه نژادي بنسټ پر اساس آلمانيان او افغانان سره يو نژاد او ورونه دي. د آلمان دولت تصميم نيولى دى چي تاسي خپل ښاغلى ورور اعليحضرت په ۴۸ ساعتو کي دننه بيرته د افغانستان د سلطنت امير قايم مقام کړي. د آلمان دولت ستاسي څخه دوستانه تقاضىٰ کوي چي ستاسي د واک ته د رسېدلو سره سمدستي ده افغانستان دشمالي سرحداتو پر خوا نظامي حمل او نقل او د تعرض له پاره بشپړي تيارياني ونيول سي. د المان دولت به ستاسي سره د هر نوعه مالي او لوجيستيکي مرستو څخه درېغ و نه کړي؛ چي په دغه تدبير به په سيمه کي زه او تاسي دواړه خپلو ګټو او سياسي اهدافو ته يو د بل په مرسته او همکاري ورسېږو. زه د خپل

Hejrat And Takfir Party Of Shakri Mustafa Of Egypt.

 Hejrat And Takfir Party Of Shakri Mustafa Of Egypt. Pashto Info blog About Mustafa Shakri. د تکفير او هجرت اسلامي ګوند مشر او بنسټګر (شکري مصطفى) نوميدو. د مصر د حج او اوقافو وزير او لوى مفسر او عالم شيخ محمد الذهبي يې چې کله اختطاف کړو او هغه باندي يې د کفر او  ردت فتوا صادره کړه بيا يې په بې رحمۍ سره تړلى ووژلو ونيول شو او محاکمې وروسته اعدام شو. د هغه تنظيمي ارشادات خپلو پلويانو ته داسې وو: 1 پرته زما له ډلې او د تنظيم پلويانو څخه بشپړ وګړي کافران دي، زمونږ له تنظيم څخه که هر غړى ووتلو هغه مرتد کافر دى او ورسره جنګ جګړه او وژنه يې زمونږ لپاره اولويت دى. 2 سلف صالح او صحابه کرامو د کورونو او نورو ودانيو او د هيوادونو اباديو لپاره هېڅکله زدکړه نه ده کړې، دوى فقط او فقط ديني زدکړه کوله د اخرت لپاره نو ځکه دين بايده د دنيا لپاره هېڅکله کار نه سي او دغه کړنه د کافرانو لويه نښه نښانه ده. 3 پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې (نحن أمة أمية لانكتب ولا نحسب) مونږ له سواد څخه خالي امت يو، نه ليکل کړو نه حساب. د حديث مطابق بايده مونږ هم له تعليم او زدکړو څخه لاس واخلو او بيسواده امت اوسو

Mansoor Halaj Sook Wo. Who Was Mansoor Helaj. A Great Sufi

 Mansoor Halaj Sook Wo. Who Was Mansoor Helaj. A Great Sufi منصور حلاج Who Is Mansoor Helaj?  منصور سوک  وو ؟ دا هعه لږه پیجنګلي درسره شیر کوم په پښتو اشعارو کې دمنصور یادونه ----------------------------------- منصور دپښتو ، فارسي ، اردو، هندي ، ترکي او عربي ژبې دشاعرانو په شعرونو کې ډیر یاد شوی دی. خو دده اصلی نوم حسین و ، پلاریې منصور حلاج نومیداو دی هم دخپل پلار منصورپه نامه په منصور سره مشهور شوی دی اودده پلار ته یې ځکه حلاج وایه چې مالوچ (رویي) به یې حلاجي کول. حلاج په یوه سنی مذهبه کورنۍ کې پیداشوی و. دده دزیږیدو نیټه د۸۵۸ زیږدیز/میلادي کال دمارچ دمیاشتې ۲۶ مه نېټه یا ۲۴۴ لیږدیز/هجري کال ښودل شوی دی. نوموړی دفارس په یوه سیمه کې چې الطور نومیده زیږیدلی وهماغلته په یوه دیني مدرسه کې شامل شو او ۱۲ کلن و چې سپيڅلی قرآن یې حفظ کړاو دسهل بن عبدالله تستری نه یې تجوید او دتصوف علم زده کړ او بیا چې لږ لوی شو نو عراق ته لاړ او په بصره کې دعمرو مکي نومي صوفي دمریدانو په کړۍ کې ورننوت ، ورپسې بیا بغداد ته لاړ او دمشهور صوفی جنید بغدادي مریدو. همداراز ده دخپل ژوند ډیره موده په سفرونو او دنورو

Chauvinism and Fascism Explained In Pashto.

  Chauvinism and Fascism Explained In Pashto. By Sheraz Khan Momand. Chauvinism Explained In Pashto. معنا خپله نظريه باندې ړوند باور او خپله ډله تر ټولو قوي او سمه ګڼل او نور خلک ، نور نظريات او نورې ډلې هسې خره ، کمعقل او فضول ګڼل  What Is Fascism In Pashto? Fascism Explained In Pashto. معنا خپله هغه نظريه په زور په خلکو باندې منل او چې څوک يي نه مني نو هغه ته کنځل وينا کول او هغه سپکول Chauvinism and Fascism Explained In Pashto. Pashto Times

Pagrai, Dastar, Turban, Patkay. History And Value Of Pashtun Dastaar.

 Pagrai, Dastar, Turban, Patkay.  History And Value Of Pashtun Dastaar. By Latif Yaad. پګړۍپه پښتنو کې دغیرت ، عزت اوویاړ نخښه او په پښتو ادبیاتو کې یې یادونه: --------------------------------------------- چې دستارتړي هزاردي ددستارسړي په شماردي (خوشال بابا) په پښتوژبه کې پګړۍ ته بګړۍ ، پټکی یا لونګۍهم ویل کیږي . په پښتنو کې دپګړۍ دتړلو او په سرولودود دلرغونو زمانو راهیسي رواج لري . ویل کیږي چې په لرغونو آریائیانو کې دپکهت قبیلې چې مقصد ترې پښتانه دي غټې او اوږدې پګړۍ تړلې ،له همدې کبله په نورو آریايی قبيلو کې دوی دپګړیو په وجه ځانګړي خلک پیژندل کیدل او پګړۍ ددوي د ځانګرتیا یوه نخښه ګڼله کیدله . پګړۍ یا پټکی یا لونګۍ په پښتنو کې دعزت اوشان اوشوکت او ویاړ نخښه ده اوپه درنه سترګه ورته کتل کیږي او چا چې دپګړۍ سپکاوي وکړ نو ددې مانا داده چې هغه سړي دهغه بل سړي عزت ته په سپکه سترګه وکتل او داپه پښتنوکې یو نه بخښونکي جرم ګڼل کیږي .پګړۍ په پښتنو کې دغیرت اوویاړ نخښه ګڼله کیږي او په پښتنو کې چې دکومې قبیلې مشر مړشي نو دهغه زوی یاورورته دمشرۍ پګړۍ په سرتړله کیږي او هرڅوک دپګړۍ اهل نه ګڼل کیږي. ی

Russia Ukraine War Explained In Pashto. Ukraine Conflict

 Russia Ukraine War Explained In Pashto. Ukraine Conflict Russia Attack On Ukraine. Pashto Info د اوکراین شخړه خبره داده، چې د اوکراین لانجه نۀ دومره غټه ده چې درېیمه نړېواله جګړه ترې جوړه شي او نۀ دومره وړه ده، چې همدلته پای ته ورسي دا لۀ تېرو ۷۵ کالو راهیسې د اروپا پر ځمکه لومړۍ ډزې وې، چې وشوې ۲۱ مه پېړۍ د قدرتونو د مخامخ جګړې نه، بلکې د نیابتي جګړو، استراتېژیکو سیالیو او اقتصادي ("زما" پالنې) پېړۍ ده اوکراین کې د روسیې د اقدام پر وړاندې د ناټو بې وسۍ دا جوَته کړه، چې داځل نړۍ یو قطبي هم نده او دوه قطبي هم نه، بلکې اوس څو قطبي نړۍ لرو، چې دا حالت کۀ څۀ هم پۀ عمومي توګه د نړۍ پۀ خېر ندی؛ خو تر ډېره بریده د درېیمې نړۍ د ملتونو پۀ ګټه دی بلاروس ورسره کلک ولیاړ دی او چین هم لا لۀ وړاندې پۀ یاده قضیه کې د روسیې ملاتړ اعلان کړای وو، چې پدې کار سره ضمناً پر تاېوان خپل تسلط توجېه کړي. همدارنګه پۀ ورته قضیو کې د چین او روسیې همنظري د ملګرو ملتونو پۀ امنیت شورا کې د یو بل شا مظبوطوي؛ ځکه چې دواړه هیوادونه م.م کې د ویټو حق هم لري او ذروي وسلې هم همدارنګه شمالي کوریا، وینزویلا او ایرا