Khan Shaheed. Khan Abdus Samad Khan Birth Day Today. 07 June. Pashto Info about Khan Shaheed. د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د زېږون ورځ 7 م جولائې 1907 ليک: فضل اشنا په دا ورځ د پښتون افغان د مستعمريت ، محکوميت او د ظلميت په خلاف داسي ماشوم دنيا ته راغلی چې نغري يا خاندان يې شاو خوا 147 کاله د خپلي خاوري د ساتنې او د خپل اولس د ازادۍ دپاره پرله پسې سرشيندنې کړې وې، د هر زورور ظالم ، جابر استعمار ، سامراج او استثمار په خلاف يې نيکه برخوردار خان اڅکزی 1764، کې په پاني پت هندوستان کې د خپلي توري ځلا آسمان ته ورسول، د وخت د زورور مغزي يې په افغاني توره او پښتني غیرت داسي ورمات کړه چې تر اوسه يې د اولادونو په غوږونو کې د هغه ننګيالۍ توري شرنګی ازانګې کوي ، د اتلسمې پېړۍ په نهمه لسيزه کې بوستان خان اڅکزی (تېمورشاه واکمني ) فاتح ترکستان سو، په لومړي افغان انګليس جنګ کې غازي عبدالله خان اڅکزي د انګرېز جنرال برنس هډونه ورمات کړه، او کابل يې د انګرېز په وينو ولړئ، د مور لخوا يې فتح محمد خان اڅکزی د کندهار ګورنر او د فتح محمد خان اڅکزي زوی جنرال محمد حسين خان اڅکزی د ميوند د جنګ بر
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.