Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Nazam

December wo. Pukhto Nazam By Hamdard Yousafzai

 December wo. Pukhto Nazam By Hamdard Yousafzai """"16th December "" اور اغستی پېښور وو‘دسمبر وو  ټول وطن پرهر پرهر وو ‘دسمبر وو  بې نېټې پکښې محشر وو ‘دسمبر وو  وينې وينې هر نظر وو ‘دسمبر وو  زړه د هر انسان اوتر وو ‘دسمبر وو  راج په ښارکښې د شمر وو دسمبر وو  مور د زوي په انتظار وه ‘چې به راشي  زوي ېي تلې په سفر وو ‘دسمبر وو  اه ...واړه روحونو تلي وو اسمان ته  د قيامت هر يو منظر وو ‘دسمبر وو  په جنت کښې فرښتې وې ‘غرېو نيولي  دسمبر وو ‘دسمبر وو ‘دسمبر وو  غريو نيولي ملاکنډ ‘سلګې سلګې وو په ژړا هم ستر خېبر وو‘ دسمبر وو  يزيدانو کربلا وه جوړه کړه  د حيسن ‘‘شهيد لښکر وو دسمبر وو  د زړه غوښې وي د مياندو په انګار کښې  د پلرونو غوڅ ځيګر  وو ‘دسمبر وو  ېوه مور په انتظار ‘زوي ته ولاړه  زوي ترې تلي مرور وو ‘دسمبر وو  اخ!!! همدرده څه بلا وه ‘نه هېرېږي  ستا د زړه نه څوک خبر وو ‘دسمبر وو  ھمدرد

Nangyalay Da Zamany Khushal Khattak yam. Pukhto Ghazal. Khushal Khatak Baba

 Khushal Baba Poem About Aurangzeb Alamgir And Mughal Rulers. دمغولي  استبداد او زورزیاتي پر خلاف دخوشال بابا د لومړني پاڅون اعلان      ( دافغان په ننګ مې وتړله توره )  نومیږی چې دخوشال بابا یو ستر شاهکار   او داوچتې پایې  نظم ګڼل کیږي .دادی دا نظم دآغلو او ښاغلو دوستانو سره شریکوم پرورده که دمغولو په نمک یم داورنګ له لاسه هم دغریوه ډک یم په ناحق یې په زندان کړم یو څو کاله خدای خبر دی که په خپل ګناه زه شک یم پښتنوسره زړه توردی دمغولو خبرداریې په نیتونو یک په یک یم که سره که ناسره راته معلوم دي  په داکار کې په معنا لکه محک یم هغه زیست چې دعزت له مخې نه وي چې يې کا په هغه زیست پورې هک پک یم اوریې پورې په منصب په نوکرۍ شه  چې تر فهم او تر نظر دمغول کلک یم په خپل نام او ننګ چې راشم لیونی شم خبردار کله په سود وزیان دلک یم هرپښتون چې دمغولو نو کري کا که دې زده دهغو واړو بهترک یم دخټکو بې ننګي چې راپه یاد  کړم زړه مې بد له خپله ځانه چې خټک یم چې منصب مې دمغول خور یو ملک وم چې منصب دمغول نشته اوس ملک یم دفرمان دپروانې حکم یې نشته شکر داچې په خپل حکم په خپل وک یم نه مې کار په خاص و عام ته په دی

Loya Khudaya by Ghani Khan Baba. Pashto Poetry

Loya Khudaya by Ghani Khan Baba. Pashto Poetry  اې د ازلونو، ابدونو لويه خدايه ما ته يې د ماشي او ميږي په ژبه وايه  دا درياب د حسن چې په واړه دنيا خور دى څه خو لږ وايه چې راځي د کومه ځايه  څاڅکي د شبنم کې حافظې دي د سيندونو پرخې اودې غېږه کې پرتې دي د ګلونو  کوم خواته کاروان د مينې، خود، مستۍ روان دى دا په چا مٸين دى که خپل حسن يې جانان دى  ځم خو ځم، راځه چې ځو خو دا راسره غم دى لاره ده رڼا کې که تياره کې د دې ځايه  غني  خان کتاب : لټون مخ يا صفحه (78) #لټون Pashto Times. Ghani Khan Ghazal Lyrics

Jang. Pukhto Nazam da Matiullah Turab

Pukhto Nazam. Jang Sa De? Poet. Matiullah Turab Matiullah Turab مطيع الله تراب  #نظم  عاجزي زوال نلري جنګ رټل دي جنګ وژل دي جنګ د وينو تويول دي جنګ پردي ته لاس نیول دي جنګ جنګ د ورور د سر وهل دي زوی بې پلاره, پلار وژل دي خوږه مور کونډه کول دي مدرسه کنډر کول دي مکتبونو ړنګول دي جوماتونو سوځول دي جنګ قرآن ته سپک کتل دي د سنتو تېرېدل دي جنګ جنګ په وینو وطن رنګ کړ د غرور ټاپو يې ړنګ کړ بې شرمۍ ولولو شرنګ کړ بې ننګۍ دبدبې دنګ کړ اوس یې یاد دی چې بابا تورې به شرنګ کړ جنګ جنګ د پېغلو بې ستري ده لویه لویه بې ننګي ده وینه تویه افغاني ده مورکۍ ژاړي خیر غواړي بچیان جیګ شي مورکۍ داړي د مستورې ټیکری هلته په پنجاب کې را ځړيږي د وطن دبدبه هلته  د تور څټي پښو ته لویږي مونږه وایو افغانان يو مګر هر ساز ته ګډیږو جنګ  جنګ غیرت راڅخه واخیست اسلاميت راڅخه واخیست افغانیت راڅخه واخیست د پښتون هغه شمله اوس د بې ننګه په سر ایښې د غیرت کیسې تاريخ شو کتابو کې یې تش لولو چې بابا په مشهد خور و په ډهلي يې پاچاهي وه اصفهان یې تر سینې و بخارا په تراره وه پنجابی یې مسلمان و نن چې جنګ دی جنګ کابل په اور لاهو کړ د ارګ شا

Da Khapero Shehzadgai. Latoon Da Ghani Khan

 Da Khapero Shehzadgai.  Ghani khan Da Ghani Latoon. د ښاپیرو شهزادګی د سرو زرو محل کښی یو تخت وو د لالونو اوچت د غرہ په سر وو یو کمال د کمالونو چاپیرہ تری خندا وہ او مستی او مشغولا وہ ګلونه وو، سرونه وو، رنګونه وو، رڼا وہ او ناسته دی محل کښی ښاپیری د شهزادګو وہ چی جوړہ له خوبونو ښائسته نری نری وہ ما وی ای د جنت بی بی زہ ستا د در ملنګ یمه ډیر تنګ د دی جهانه د غمونو نه ئی تنګ یمه لګ پټ می کړہ د غم د تورو سترګو نه محل کښی زر ورکه دا ذرہ به شی د ستورو په غوبل کښی او سترګی ئی راپورته کړی پستی د رڼا سپینی نازکی نازنینی په رنګونو کښی رنګینی رو غم پکښی راوخوت لکه لړہ د ماښام چا ډک کړو له شرابو د سپوژمی د رڼا جام وی واخله دا محل دا تخت دا ټول ساز و سامانه د غمه پټیدہ نشته څوک پټ به شی له ځانه زہ! پښو له د جانان دی دا نغمه د جهان یوسه زہ څاڅکیه! دا دریاب له یوہ قطرہ د ارمان یوسه ته غم ئی، ته خندا ئی، ته بهار ئی، ته خزان خو ما لیدلے خوب کښی دے د حُسن یو جهان چی ډوب به په مستی کاندی ستا غم او ستا ارمان ما وى سر می لوګی شه له تا سترکی می قربان رازہ چی دی د نور جهان له دواړہ شو روان اے شرنګه د ګونګ

Pa Ranra Bandi Mayan Yam, Kho Tyaro na na Weregam

 Pa Ranra Bandi Mayan Yam, Kho Tyaro na na Weregam. Ghani Baba Pukhto Nazam Lyrics. Poet. Ghani Khan  Singer. Sardar Ali Takkar په رڼا باندی مین یم خو تیارونه نه ویریږم که پښیمان په ګناه نه یم پری خو نه غوره کیږم پرون تخم وم نن ګل یم سبا بیا به خاوره کیږم زه د باد یوه چپه یم په صحرا په باغ تیریږم کله باد کله باران شی کله اورو کښی وسوسیږم خو زه ځمه په مخه ځمه که ودریږمه ورکیږم چی ورپیښ شم په ګلونو کړم ځولی د عطرو ډکه خورومه یی چاپیره ورته خاندم خوشحالیږم چی د رنګ په جهان ور شم یو رنګین د بوډی ټال شم رنګارنګ رنګین جمال کښی سپینه شمع شم ګډیږم چی د مستو په محفل کی په ساقی او په جام ورشم  لیونی شانی خمار شم په خوبونو کښی خوریږم چی جهان تیاره تیاره شی اور شی تندر شی اعزاب شی زه پښتون د پښتو غر شم نه ویریږم نه لرزیږم چی د علم په جهان  کی د  هو ښیارو خواه کی کښینم هم هغوی پوری خندا کړم هم په ځان پوری خندیږم په فکرونو لیونی شوم په لټون لټون شوم ستړی خو آخر دغي له راغلم نه پوهیږم نه پو هیږم خو زه ځمه ځمه ځمه تل روان یمه په مخه یو مقام ته ور روان یم یو مقام ته به رسیږم او په لاره چی څه راغله که ت

Yawa Wraze Yaw Sahra Ta Pa Khkar wotay oom Rawan

 Yawa Wraze Yaw Sahra Ta Pa Khkar wotay oom Rawan. Nazam Ghani Khan Singer. Sardar Ali Takkar یوه ورځي یو صحرا کي په ښکار وتی ووم روان  یو ګلاب مي ولاړ ولید، پړقیده ښایسته خندان  زه خفه یې خوا له لاړم، ما وې آه! زما پشان  ته هم ګل یې بدنصیبه روک د زلفو د جانان  نه د چا نیازبیني ګوتي، نرم مخ له به دي یوسي  نه به ښکل دي کړې سرې شونډي د یار سره نازک لبان  هغه غلی شان مسکی سو، وې خان مه کوه خفګان  زه به دا صحرا ورنکړم د ایران په ګلستان  دلته زه یو او یکتایم هلته زر زما پشان  چارچاپېره سپېرې خاوري، زه یوازي یم روښان دلته دې تور ریګستان کي زه د رنګ او نورلمبه یم  د ښایست چپه نغمه یم، کرشمه د لامکان  ستاپه باغ کي په زرګونو، دي ګلاب زما پشان  یو بې نومه سور دریاب کي یو بې نوم څاڅکی روان  ته دي هم په خپل صحرا کي خفه مسې زما وروره  آخر را به سي دیدن له دي څوک سوی غني خان   غني خان Pashto Times. Ghani Khan Lyrics Yawa Wraze Yaw Sahra Ta Pa Khkar wotay oom Rawan. Nazam Ghani Khan Singer. Sardar Ali Takkar Ghani Baba Pashto  Nazam Sehra Lyrics

Watan Da Cha Day? Da Khetawaro, Kwantawaro

 Watan Da Cha De? Da Kheta Waro, Kwana Ta Waro وطن د چا دی؟ د زورورو د خېټورو کوناټورو راځئ چې جوه بله دنیا کړو د لیونیو د سر ببرو سلیمان لایق Suliman Layeq Pukhto Kalam

Ogora Janana. Ghani Khan Baba Pukhto Shayeri. 2022

Ogora Janana. Ghani Khan Baba Pukhto Shayeri. 2022 اوګوره جانانه د تیارې نه رڼا جوړه شوه  The Legend and  Great Ghani khan اوګوره جانانه....! د تیارې نه رڼا جوړه شوه  Pashto Times Pashto Lyrics of Ghan Khan, The Legend Khan Abdul Gaffar Khan Pashto Poetry. Latest Pashto Lyrics of Ghani Khan. Ogora Janana. Ghani Khan Baba Pukhto Shayeri. 2022

Mumtaz Orakzai Nazam For Nizar Yousafzai

 Mumtaz Orakzai Nazam For Nizar Yousafzai. Poet. Mumtaz Orakzay. Nazam. Nizar Yousafzay ښـــــــه!! نو دا نـــــظاره پاتې وه نظاره چـې ته مړ يې زه دې سانده وايم ياره ښــــه نو دا نــــــــظاره پاتې وه نــظاره؟ زه درګـــــــــــــــورم او تا ټق اوچول اناره ښـــــــــه نو دا نظــــــاره پاتې وه نظاره؟ چــې به دومره زر لاس اخلې له خماره ښــــــــه نو دا نظــــــــاره پاتې وه نظاره چـــــــــي اهنګ به جدا کيږي له دې تاره ښـــــــــــــــــه نو دا نظـــاره پاتې وه نظاره چې مختار به لاس په سر شي له اختياره ښـــــه نو دا نظــــــاره پاتــــــــــې وه نظاره چــــــــــې بلبل به مستعفي شي له چغاره ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چـــــــــې به جام هم انکاري شي له خماره ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چــــــــــــــــــــې يو ګل به مرور شي له بهاره ښـــــــــــــــه نو دا نظاره پاتـــــــې وه نظاره چـــــــــــــــــــــې ټپه به وي بغير له يکه ځاره ښـــــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چې به ته کفن کښې پټ شې سم د واره ښــــــــــــه نو داسې خو څ

Inqilab Ba Razi. Pukhto Inqilabi Ghazal. 2022

Genre. Pukhto Ghazal, Pashto Ghazal. Type. Inqilabi Ghazal. Poet. Saud Bangash څوک  يې  مني  که نه مني، یو انقلاب بـه راځي زه  يې  کومه  پیشګويي، یـو  انقلاب  بـه  راځي د  لـوی  بابا  بچي  بـه  خامخا  کېني  یـوه  ورځ د  لـوی  بـابـا  پـه  نغري،  یـو  انقلاب  بـه  راځي د  هندوکش  ولاړ  نبضونه  به  حرکت کې راشي ګرده  نـړۍ  بــه  لــړزوي،  یـو  انقلاب  بـه  راځي دا  غـلامــان،  دا   بې ضـمـيـره، او   ذليل  وګـړي بــه  له  بــادار   ازادوي،  یــو  انقلاب  بــه  راځي د  لـوی  هېواد  هغه  لـرغـونې او  رښتونې  نقشه به  خدای  پر  ځمکه  لګوي،  یو  انقلاب  به راځي یوه  بدمسته  لېونۍ  سېلۍ  بـه  وړي ځان  سره دا  شیطانان  ټول  عالمي،  یـو  انقلاب  بـه  راځي د  هـر  بـادار  په  کپرۍ کې  بـه  سعـوده!  پښتون د خپلواکۍ سره شراب څښي، یو انقلاب به راځي  سعود بنګښ  Saud Bangash

Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics

 Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics. Singer. Sardar Ali Takkar. Genre. Pashto Nazam .د حرکت شاعری او د لیدلو قران د نا پوهۍ منطق او د کڼو آذان دا د هډکو ژبه او دا د وینې تورات دلته ادم سړی دی نه ئې مذهب نه ئې ذات دلته کښي هر ایات د خود او حسن ایات دلته ګویا منصور دلته ګونګی سقراط تال سره یو ځاې شه د ژوند تصویر جوړ کا د دې تیرو نه ما له بدر منیر جوړ کا یا مې په بډه کا یا مې په بډه شه ګډه شه ګډه شه، ګډه شه ګډه شه شاعر:۔ غني خان بابا غږ:۔ سردار علي ټکر The Legend Great Ghani Khan Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics. Singer. Sardar Ali Takkar. Genre. Pashto Nazam. Suqrat aw Ghani Khan, Masoor Helaj aw Ghani Khan shayeri. 

Qessa Zama Aw Sta. Ghani Khan Pashto Poem

Qessa Zama Aw Sta. Ghani Khan Pashto Poem. Pukhto Nazam da Ghani Khan Baba. کيسه زما ستا  لېونۍ د ګلو لښتې دلته ستړي ځناور! ته د مينې تاج او تخت يې زه شمکور غوندې نظر دې د ورکو په دنيا کې ته د حسن مقام ګورې د صحرا په تور ځيګر کې د ګلونو انجام ګورې دا ستا زړه لکه د شمعې په دې خپله رڼا ګورې تاته ياد د ګوډۍ ټال دى ما ته کندې تيارې تورې تا ته هر ساعت د ژوند کله ګل او کله ستورى د قسمت ناترسه سترګې تاته ګوري ما ته ګوري زه د تورو تيارو جوړ يم ته د سرې سپينې رڼا زه غمګين د غم تصوير يم ته د نور او رنګ کيسه زه يم ظلم د ظلمونو ته د رحم انتها ما ته ټولې کيسې خاورې د پرون او د سبا! تاته سور رنګين بوستان دى ماته تور د غم صحرا ته په خپل سرور کې ورکه زه تالا د خپل جنون ته همه سبا سبا! زه همه پرون پرون ته ليلا له ليلا ښکلې خو زه نه يمه مجنون ته مجنونه جوار کړه ما کې نشته دى جنون اې ليلا ته ښکلى ګل يې او زه يخ او تش خزان ته د مينې امتحان! زه د حسن امتحان ته د مينې سور اميد زما هوش سزا سزا دا کيسه د ګل او زوز دا کيسه زما او ستا #غني  خان مست غني ملنګ غني : مخ ګڼه (258) The Legend Great Ghani Khan يادونه

Ghazal Lekalay Na Sham. Ali Akbar Sial Pukhto Shayeri

Ghazal Da Ali Akbar Sial Book. Jwand Janan څو چې د هغو سترګو کجل نه شم داسې به سپرلے نه شمه ګل نه شم  هر څه رانه واخلئ خو د مينې درد دا نازبين ايستے مې د ګوګل نه شم  دا  دور  د  زر     او      زورور  دور  زۀ په ځان ويرېږمه پاګل نه شم  وژني مې د خپله لاسه خپل ارمان  ګل به د ستا د څڼو د اوربل نه شم  نور به د هر ما په خوله سندره شم  يو ستا به کرکژنه ياره خپل نه شم  درد مې جوړ سّياله د زړګي اوځي ځکه خو لیکلے اوس غزل نه شم ____ غزل شاعر : علي اکبر سيال کتاب : ژوند جانان(۱۱۶)

A zama Da Stargo Tora by Ghani Khan

 A zama Da Stargo Tora A Zama da Zra Qarara ‏ای زما د سترګو توره! ای زما د زړه قراره ! ای زما د سر ګلابه! ای زما ښایسته یاره په زارئ درته ولاړیم  یو نظر راباندې وکړه Pashto Poem by Ghani Khan. ستا زیارت له یم راغلی مسافر یمه په لاره _____غنی خان

English Translation of Ghani Khan Poetry Gaday Waday.

English Translation of Ghani Khan Poetry Gaday Waday. Gaday Waday By Ghani Khan .🙏کلام   :    ګډې وډې شاعر.  : عبدالغني خان ترجمه : Engr Shamshad Khan  ویېل  کمتر  وایه  خو  په  هنر  وایه چې  ژبه  لویه لری  هغه ته خر  وایه غمی په هار کښې یو خو در ګوهر وایه ساز د ماښام ښکلی مونځ د سحر وایه چې  وی هیجړا بدو  ته  هغه  ته نر   وایه چې دې خدمت کړی مدام هغه افسر وایه چې  په  تا    شېدا   هغه    دلبر   وایه که وی دې یار ټیکری ورته سره زر ویه غوښه د تور تنځری بوی د عنبر وایه الله  الله  که نه  شې  دلبر دلبر  وایه چې په  مردۍ لر شی هغه  ته بر  وایه بوډا ته خداﺉ یادوه ځوان ته هنر وایه چې ستا نه مخکښې درومی هغه رهبر وایه لکۍ  دې  پرې  کړه  هله  غنی  ته  خر  وایه Pashto To English Translation Of Poem Poem: let you say but less. Poetry: Ghani khan Translation: Eng Shamshad khan Let you say less, but with wisdom. Those having a big taunge, Let you call him a donkey. One single ember in a necklace, But be of pearl. Melody of the evening, But pray of the morning. To be a transgender to bad deeds, Let

Che Me Woleday Da Sta Stargay Khonkhari. Khushal Baba

 Khushal Baba Ghazal. Pashto Poetry lyrics. چې مې وليدې داستا سترګې خونخوارې چې تر اوسه لا ژوندې يم شکر بارې په ياريه به دې هيښ وي چې غلط شي  چې څلور پيسې لري دهغه يارې  مايوه دزړه په غوره ده نيولې که هرڅو په جهان ډېرې شي نګارې وې يې څو لرې ګيلې زما په زړه کې تر حساب وتر کتاب تېرې بېشمارې  دمېږي چې وزر نه وي هومره ښه وي قباحت دی تجاوز له خپلې چارې  اوس به ولې په غلا،غلادمينې کارکړم چې په حال مې خلقې شوې خبر دارې په خاطر به دې قراره قراري وي  که دا خپلې سترګې ونيسې قرارې بې اثره به دا اوښکې پاتې نه شي چې مې ورځ او شپه په مخ ځي لارې لارې نه يوازې دلاله په زړه کې داغ دی په دا باغ کې سينې ډيرې دي داغدارې په خوشال يې عندلیب غوندې اور بل کړ چې پلو له مخه واخيست ګل رخسارې دخوشحال خان خټک بابا کلیات ۳۱۹ مخ Pashto Ghazal Of Khushal Khattak Baba. Book Name Da Khushal Khattak baba Kulyat page 319. Pukhto classic Shayeri. Ghazal Lyrics 

Palwasha nazam by Ghani Khan baba. Latoon Book

 Palwasha by Ghani Khan. Palwasha Nazam By Khan. Pashto poem پلوشه په غمونو  کښې  خندا  کړه په  خندا  کښې  غم  ھير  نۀ  کړې او  د  ډيرو  په  سودا  کښې  څي  قيمت  د  کم  ھير  نۀ  کړې د  وصال   په  لمغړو   کښې د  فراق  ستم  ھير  نۀ  کړې دا  څې  تې  سترګو  ته  خاندې د  دې  سترګو  غم  ھير ‌ نۀ  کړې د  الله  الله  په  شور  کښې  څې  صنم  صنم  ھير  نۀ  کړې غنی خان بابا لټون Pashto Times Pashto poetry blog. What is  name. Pashto ghazal Palwasha. Palwasha Nazam By Khan. Pashto poem. Lyrics of Ghani Baba.

Pashto Poetry For Afghan Begging Cute Blue Eyed Girl

 Pashto Short Poem Kabalai Dedicated to Blue Eyed Girl Zainab  of Kabul Afghanistan. Kabalai Jenai by Darwesh Rokhan مغرور دې په ښايست باندې اسمان دى کابلۍ خو خېر غواړې اوس، خپل وطن دې وران دى کابلۍ نو ته خو د کنعان د يوسف خېلو  شهزادګۍ يې په دې ښار کې خو حسـن  ډېر ارزان دى کابلۍ افسوس نه دى؟ چې زه د احمد شاه بابا د کور  يم  او ته ژاړې د بل ور ته، ارمــــان دى کابلۍ د  چا نه دې د سوې لوپټې پوښتنه وکـــړم؟ په  دې جنګ کې خو لاس د خپل افغان دى کابلۍ پخپله دې په خپل حسن تمام وطـن لـمبه کـړو اوس ژاړې چې زما پکې جــانان دى کــــابلۍ په بوې کې د بارودو اخلو ساه دروېش روښانه زما د زړه کــابل هـــغسې وران دى کــــابلۍ درويش روښان              درويش روښان مغرور دې په ښايست باندې اسمان دى کابلۍ خو خېر غواړې اوس، خپل وطن دې وران دى کابلۍ    د  چا نه دې د سوې لوپټې پوښتنه وکـــړم؟ په  دې جنګ کې خو لاس د خپل افغان دى کابلۍ درويش روښان Poet. Darwesh Rokhan Darwesh Rokhan Poetry For Afghan Girl.  Alexander Said About Afghan Beauty " God Must Have Love with Afghans for He created them very beautif

Na Saaz Sho, Na Sooz bus Hase Jwand Tamam Sho.

 Na Saaz Sho, Na Sooz bus Hase Jwand Tamam Sho. Poet. Abdul Ghani Khan Baba, Lewanay Shair. نه ساز شو نه سوز شو بس ھسې ژوند تمام شو  نه خوب شو نه شـړنګ شو نه یاد ګـل اندام شو  دا تورہ تورہ شپه راغله نه ستوری نه سپوږمۍ شته ځوانی  وہ  لاړہ  لاړہ له  یو ګوټ او خالی جام شو  یو  ستورې  د  سبا وؤ لاړ  سور  ګل یو  لاله وؤ لاړ سور  لمـر  زېړې  زېړې  شولو نرې  نرې ماښام شو  قیصه دا حُسـن ھیرہ شوہ مزہ دا مینې تیرہ شوہ  مُلا  بانګ  دا  سبا  وې  آخـر  په  سول  خیام شو  مستی بےپروا ئې ورکه په خود کښې بےخودی ډوبه  اوګورہ  لیونے  ھم  نن  بادشاہ  ته  په   سلام شو .............. ليونے ؔ  فلسفی #The Legend Great Ghani Khan   ملیزئې Saaz Sho, Na Sooz bus Hase Jwand Tamam Sho. Jwand Nazam Lyrics of Ghani Khan Baba. Pashto Poems Lyrics of Ghani. Learn Pashto.