Utmankhel Pashtun Tribes And War Of Prang Ghaar. History Info دَ پړانګ غار غزا او دَ اُتمانخېل ننګيالى هر کله چه دَ فرنګېانو فوج په تنګې باندے کېمپ او لګاوه..نو اُتمانخېلو په مشهور مرکزی کلی پړانګ غار ئے دَ حملے کولو اراده اوکړه .. داکلے دَ غاړے دَ اُتمانخېلو په قبلئيزه حصه کښے په داسے برېد دے ېعنے دَ اتمانخېلو دَ غرونو په جنوبی لمنو کښے دَ هشنغر علاقے ته سېلمه او دَ اوتمانخېلو دَ امبار اُتمانخېل او دَ پنډېالئ مهمندو ته نزدے دے..دَ دے ځائے دَ وهلونه دَ فرنګې غرض په اَواره او دَ غره په لمنو کښے اَبادو اُتمانخېلو طاقت ختم کول وو..په پړانګ غار چه فرنګي کومه حمله کړے وه دَ دے په هقله په تارېخ صولت افغانی کښے لېکې .....:. " تنګې ته دَ انګرېزانو برېګېډ فوج دَ وړاندے نه راغلے وو..پنځه زره فوج ئے نور راجمع کړ. دٙدوئ په مقابله کښے دَ اوتمانخېل ڼګېالی وو..ورسره دَ هغوې په اِمداد کښے دَ روانی (راونړی) قوم خلق وو او څه دَ سېد اکبر بادشاه صاحب دَ لښکر غازېان وو..چه مخکښے دَ ارباب اجون خان خلېل او ارباب سردار خان خلېل امداد له په چارسده باندے دَ حملے کولو په موقع دلته راغلی وو لا دلته پاتے وو....