Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Understanding Ghani Khan

Ghani Khan Aw Ulamaa. Pashto Article By Maulana Khanzeb

 Ghani Khan Aw Ulamaa. Pashto Article By Maulana Khanzeb غني خان او علماء په کال 1928 کښې د پېښور په شاهي مهمان خانه کښې د جمعيت علماء هند کليزه غونډه وه پيرنګېانو اجازه نه ورکوله خو صاحبزاده عبد القيوم ته د جمعیت علماء هند غړو خواست اوکړو هغه د  صوبې حاکم ،جارج روس کېپل ، سره خبره اوکړه او اجازه ئې تړې واخيسته پدغه غونډه کښې مولانا محمد علي جوهر ، مفتي کفاېت الله ، مولانا ظفر علي خان ، مولانا حسرت موهاني ، مولانا حسېن احمد مدني ، او ګڼ شمېر نور د هندوستان مشرانو ګډون درلود.  پدغه غونډه کښې باچاخان او دهغه مرګرو ته هم بلنه ورکړل شوې وه باچا خان او مقصود جان چې د آزاد سکول اتمانزو مشر وو د ېو څو زده کونکو سره ئې پدغه غونډه کښې ګډون اوکړو . غني چې ددغه سکول زده کؤنکې وو پدغه وخت کښې عمر ديارلس کاله وود پښتنو په ټولنيزو ستونزو ئې ډېر ښه تقرير اوکړو غني خان پخپل تقرير کښې دا خبره هم اوکړه !  زمونږ علماء ته خواست دې چې اوس هم وخت شته راوړاندې شئ او د پښتنو سمه لار ښؤونه اوکړئ پښتانه د جهالت په تورو تېارو کښې ډوب  پراته دي  که د هند علماء  د پښتنو خېر نه غواړي  دا د خېر کار نشې کولې نو بېا پ

Mard Of Khushal Khan Khattak. Pukhto Ghazal

 Khushal Khattak Baba Ghazal. Mard Hagha Che Himat Naak. Da Khushal Khan Khattak Mard Sook De? مرد هغه چې همتناک برکتناک له عالمه سره خوږ په زیست و ژواک مخ ې مخ قول ې قول عهد ې عهد نه دروغ نه ې فریب نه تش تپاک  چې خبره د پستئ دبلندئ شی په لویئ لکه اسمان په پستئ خاک په تمکین کښې لکه سبر په سخا کښې په هرخواڅانګې ګنګورې لکه تاک چې دا هسې ښه وېل که زه حېران یم چې خوشال راوړو له کومه دا ادراک

Che Tool Umar Mashoom Way By Ghani Khan. Pukhto Shayeri

 Che Tool Umar Mashoom Way By Ghani Khan. Pukhto Shayeri او چی ټول عُمر ماشوم وے غنی خان بی پرواہ لکه لولۍ وے، په ګلونو ګرځیدلے او چی ټول عُمر ماشوم وے په بلا نه اوړیدلے د دُنیا د اوږو سترګو بی خبرہ ګرځیدلے چی په خُله د جانان نه وے د فراق ورتی غزلے بی پروہ لکه لولۍ وے په ګلونو ګرځیدلے بی خبرہ چی آدم وی د رازونو د حوا نه نا اشنا مجنون اودہ وی د غمونو د لیلیٰ نه او چی حُسن خبر نه وے د خپل حُسن د غورځنګه دا زما زړہ نا اشنا وے د دی خو بدو د جنګه مظہر شیر Pashto Times Ghazal Times. Che Tool Umar Mashoom Way By Ghani Khan. Pukhto Shayeri. Da Ghani Khan Shayeri. Pukhto ghazalay. Da Ghani Kulyat. Collection of Ghani Khan Nazam, nazm, 

How Wali Khan Collected And Preserved Ghani Khan Writings

 Wali Khan and Ghani Khan.  How Wali Khan Collected And Preserved Ghani Khan Writings اوښيار ورور هم خوند کوي   تېر کال چې کله اسلام اباد نه پېښور ته لاړم  نو په پېښور کې  زما لومړی ملاقات د هشنغر یو سپين ږیرۍ سره وشو ، ما سره یې وعده کړې وه چې وینو به یو ځل ، ما سره وخت کم وو يوازې دوه ساعتونو دپاره مې يو هوټل ته راوباله چې يو څو پوښتنې ورڅخه وکړم ، د پوښتنو دوارن کې هغه د غني خان او د ولي خان په اړه يوه کيسه راته وکړه، دا کیسه مې مخکې هم اورېدلې وه خو پوره نه  هغه مشر کیسه کوله ويل یې  غني خان په اخر وخت کې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات ناروغه وو ، هر چېرته به چې کېناست نو لیکل به یې پيل کړل ، لیکل نه وروسته به یې  هغه پاڼه وشلوله او خپل موټي کې به یې ټينګ ونیو او موټي ته به یې زور ورکړ او ایسته به یې هغه کاغذ ګوزار که .  داسې برېښېده چې د ژوند حقیقت ته نور هم ژور ورښکته شوی وو داسې ښکارېده چې څه ویل غواړي خو څنګه یې بیان کړي، ټولنه ته یې غوسه ورتله چې دا څنګه پوه کړم . ولي خان خبر شو چې دا هر چېرته خپل لیکنې غورځوي ، ولي خان لکه جاسوس ده پسې شو او هر چېرته به یې چې کاغذ وغورځاو نو ولي خان به بېرته

Loya Khudaya by Ghani Khan Baba. Pashto Poetry

Loya Khudaya by Ghani Khan Baba. Pashto Poetry  اې د ازلونو، ابدونو لويه خدايه ما ته يې د ماشي او ميږي په ژبه وايه  دا درياب د حسن چې په واړه دنيا خور دى څه خو لږ وايه چې راځي د کومه ځايه  څاڅکي د شبنم کې حافظې دي د سيندونو پرخې اودې غېږه کې پرتې دي د ګلونو  کوم خواته کاروان د مينې، خود، مستۍ روان دى دا په چا مٸين دى که خپل حسن يې جانان دى  ځم خو ځم، راځه چې ځو خو دا راسره غم دى لاره ده رڼا کې که تياره کې د دې ځايه  غني  خان کتاب : لټون مخ يا صفحه (78) #لټون Pashto Times. Ghani Khan Ghazal Lyrics

Da Khapero Shehzadgai. Latoon Da Ghani Khan

 Da Khapero Shehzadgai.  Ghani khan Da Ghani Latoon. د ښاپیرو شهزادګی د سرو زرو محل کښی یو تخت وو د لالونو اوچت د غرہ په سر وو یو کمال د کمالونو چاپیرہ تری خندا وہ او مستی او مشغولا وہ ګلونه وو، سرونه وو، رنګونه وو، رڼا وہ او ناسته دی محل کښی ښاپیری د شهزادګو وہ چی جوړہ له خوبونو ښائسته نری نری وہ ما وی ای د جنت بی بی زہ ستا د در ملنګ یمه ډیر تنګ د دی جهانه د غمونو نه ئی تنګ یمه لګ پټ می کړہ د غم د تورو سترګو نه محل کښی زر ورکه دا ذرہ به شی د ستورو په غوبل کښی او سترګی ئی راپورته کړی پستی د رڼا سپینی نازکی نازنینی په رنګونو کښی رنګینی رو غم پکښی راوخوت لکه لړہ د ماښام چا ډک کړو له شرابو د سپوژمی د رڼا جام وی واخله دا محل دا تخت دا ټول ساز و سامانه د غمه پټیدہ نشته څوک پټ به شی له ځانه زہ! پښو له د جانان دی دا نغمه د جهان یوسه زہ څاڅکیه! دا دریاب له یوہ قطرہ د ارمان یوسه ته غم ئی، ته خندا ئی، ته بهار ئی، ته خزان خو ما لیدلے خوب کښی دے د حُسن یو جهان چی ډوب به په مستی کاندی ستا غم او ستا ارمان ما وى سر می لوګی شه له تا سترکی می قربان رازہ چی دی د نور جهان له دواړہ شو روان اے شرنګه د ګونګ

Mula Jana. Short Nazam by Ghani Khan Baba

 Mula Jana. Short Nazam by Ghani Khan Baba. ‏څه په عېش دی ژوندون تیر کړو مُلا جانه د تلاش د سوزیدو نه خبر نه شوی عبادت سره تلی حوری غلمان د ارمان خاورې کیدو نه خبر نه شوی مست زړګي دی واک وا نه خست دَ شعوره د بهار خزان زپلې ګلزار نه شوی غني خان  بابا Mula Jana. Short Nazam by Ghani Khan Baba. Pashto Times Ghani Khan pashto Poetry Lyrics 2022. Mula Jan by Abdul Ghani Khan. 

Pa Ranra Bandi Mayan Yam, Kho Tyaro na na Weregam

 Pa Ranra Bandi Mayan Yam, Kho Tyaro na na Weregam. Ghani Baba Pukhto Nazam Lyrics. Poet. Ghani Khan  Singer. Sardar Ali Takkar په رڼا باندی مین یم خو تیارونه نه ویریږم که پښیمان په ګناه نه یم پری خو نه غوره کیږم پرون تخم وم نن ګل یم سبا بیا به خاوره کیږم زه د باد یوه چپه یم په صحرا په باغ تیریږم کله باد کله باران شی کله اورو کښی وسوسیږم خو زه ځمه په مخه ځمه که ودریږمه ورکیږم چی ورپیښ شم په ګلونو کړم ځولی د عطرو ډکه خورومه یی چاپیره ورته خاندم خوشحالیږم چی د رنګ په جهان ور شم یو رنګین د بوډی ټال شم رنګارنګ رنګین جمال کښی سپینه شمع شم ګډیږم چی د مستو په محفل کی په ساقی او په جام ورشم  لیونی شانی خمار شم په خوبونو کښی خوریږم چی جهان تیاره تیاره شی اور شی تندر شی اعزاب شی زه پښتون د پښتو غر شم نه ویریږم نه لرزیږم چی د علم په جهان  کی د  هو ښیارو خواه کی کښینم هم هغوی پوری خندا کړم هم په ځان پوری خندیږم په فکرونو لیونی شوم په لټون لټون شوم ستړی خو آخر دغي له راغلم نه پوهیږم نه پو هیږم خو زه ځمه ځمه ځمه تل روان یمه په مخه یو مقام ته ور روان یم یو مقام ته به رسیږم او په لاره چی څه راغله که ت

Yawa Wraze Yaw Sahra Ta Pa Khkar wotay oom Rawan

 Yawa Wraze Yaw Sahra Ta Pa Khkar wotay oom Rawan. Nazam Ghani Khan Singer. Sardar Ali Takkar یوه ورځي یو صحرا کي په ښکار وتی ووم روان  یو ګلاب مي ولاړ ولید، پړقیده ښایسته خندان  زه خفه یې خوا له لاړم، ما وې آه! زما پشان  ته هم ګل یې بدنصیبه روک د زلفو د جانان  نه د چا نیازبیني ګوتي، نرم مخ له به دي یوسي  نه به ښکل دي کړې سرې شونډي د یار سره نازک لبان  هغه غلی شان مسکی سو، وې خان مه کوه خفګان  زه به دا صحرا ورنکړم د ایران په ګلستان  دلته زه یو او یکتایم هلته زر زما پشان  چارچاپېره سپېرې خاوري، زه یوازي یم روښان دلته دې تور ریګستان کي زه د رنګ او نورلمبه یم  د ښایست چپه نغمه یم، کرشمه د لامکان  ستاپه باغ کي په زرګونو، دي ګلاب زما پشان  یو بې نومه سور دریاب کي یو بې نوم څاڅکی روان  ته دي هم په خپل صحرا کي خفه مسې زما وروره  آخر را به سي دیدن له دي څوک سوی غني خان   غني خان Pashto Times. Ghani Khan Lyrics Yawa Wraze Yaw Sahra Ta Pa Khkar wotay oom Rawan. Nazam Ghani Khan Singer. Sardar Ali Takkar Ghani Baba Pashto  Nazam Sehra Lyrics

Mastana Saqi Rasha, Yow Jam Jaam Rawra. Ghani Baba Kalam.

 Mastana Saqi Rasha, Yow Jam Jaam Rawra. Poet. Ghani Khan Baba. Singers. Sardar Ali Takkar, Shah Wali Afghan, Ustad Zaffar Farooq, Gul Panra, Haroon Bacha يو جام  مستانه ساقي راشه يو جام جام راوړه موسکى شه په خندا شه يو جام جام راوړه پياله کېږده شېرينه، ځواني د ځوانۍ وينه رنګ رنګ مستي رنګينه، حسينه، نازنينه مجنونه يمه ليلا شه يو جام جام راوړه يو ګل يه رژېدلى، يو باغ يم سوځېدلى يو ساز د ژړا يم، يو اه د بلبلې ژوندون شا زما ساه شه يو جام جام راوړه ګل فامه ساقي راشه يو جام جام راوړه يو راګ يمه خاموشه، نغمه يم فراموشه ځوني مې په غم بايله، مستي راوړه بې هوشه د درد دارو زما شه يو جام جام راوړه موسکۍ شه په خندا شه مست مست راکړه خوبونه، چې پټ کړم پرې غمونه شروع کړه د ژوند تال ته، نازک د ښايست سرونه دلبر شه، دلربا شه يو جام جام راوړه مستانه ساقي راشه يو جام جام راوړه يادونه : دغه نظم په لټون کتاب کې د (يو جام) په عنوان په (690_691) مخونو کې راغلى دلته بيا د دوهم ځل لپاره د (يو جام) په عنوان راغلى  #غني  خان لټون : مخ يا صفحه (793_794) لټون پسې لټون : مخ يا صفحه (70_71) د غني کليات : مخ ګڼه (600_

Nurse. Ghani Khan Baba Nazam to Tribute Nurse. Poetry

Nurse. Ghani Khan Baba Nazam to Tribute Nurse. Pukhto Nazam Nurse By Ghani Khan. کلام           :   نرس سندر غاړی  : سردار علی ٹکر  شاعر          : غني خان د دړد مند د خوار خدمت، خدمت نه دے عبادت دے لکه مور، رحم او مینه د حوا اصلی فطرت دے دا د مرګ سرہ جګړی، دا نرتوب او شجاعت دے دا دړد په اور کښی رحم او تیارو کښی سپین مشال ھر ژوندے د ښځی ځوی دے ھم ئی خیشت ھم ئی کمال  که دنیا ورته سپک ګوری، دنیا څوک دی پیژندلی د شمکورو خرو ګله دہ، ھر یو لال ئی خاوری کړے لور د خیشت اور مور د ژوند، دی له رب پیدا حوا کړہ دا خو مونږ شاعرانو یا ساقی یا دلربا کړہ د مغرب قچر تہذیب دا یوہ مسته شان بلا کړہ نه ئی مور کړہ، نه ئی خور کړہ  نه ئی د دین، نه ئی د دنیا کړہ د حوا اصلی مقام رحـــــــم مینه او خدمت دے دا د مرګ سرہ جګړی، خدمت نه دی عبادت دے Ghani Khan Tribute To Nurse. Pashto Poem By Ghani Khan Baba "Nurse".

Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics

 Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics. Singer. Sardar Ali Takkar. Genre. Pashto Nazam .د حرکت شاعری او د لیدلو قران د نا پوهۍ منطق او د کڼو آذان دا د هډکو ژبه او دا د وینې تورات دلته ادم سړی دی نه ئې مذهب نه ئې ذات دلته کښي هر ایات د خود او حسن ایات دلته ګویا منصور دلته ګونګی سقراط تال سره یو ځاې شه د ژوند تصویر جوړ کا د دې تیرو نه ما له بدر منیر جوړ کا یا مې په بډه کا یا مې په بډه شه ګډه شه ګډه شه، ګډه شه ګډه شه شاعر:۔ غني خان بابا غږ:۔ سردار علي ټکر The Legend Great Ghani Khan Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics. Singer. Sardar Ali Takkar. Genre. Pashto Nazam. Suqrat aw Ghani Khan, Masoor Helaj aw Ghani Khan shayeri. 

Mansoor Helaaj In Ghani Khan Pashto Poetry

 Mansor Helaaj  ( منصور حلاج) In Ghani Khan Pashto Poetry. خوش قسمته خوش نصيبه وي منصوره خلکو جوړ کړو درله دار څه مزيدار  ما راوړي دي زړګی کي دا ازله  هم منصور هم يی سرور او هم يی داد  وايه وايه دا رندانو بابا وايه  د زمونږ غوندي د ورکو کومه لار منصور حلاج د غني خان په شاعرۍ کښی Pashto Times.

Ghani Khan Quote About Pashtuns And Music

Ghani Khan Baba Quote Translated Into English. The great Pashto Poet and Philosopher Ghani Khan says:  "Pashtoon loves fighting but hates to be a soldier, Loves music but has a great contempt for the musician (dum). English To Pashto Translation Of Ghani Baba. پښتانه جنګونه خوښوي خو د سرتیري جوړیدو نه ډډه کوي او سندري سره مینه کوي خو سندرغاړي ( ډم) جوړیدل ورته د پیر مذهب کنځل دي غنی خان بابا، غوره وینا

Qessa Zama Aw Sta. Ghani Khan Pashto Poem

Qessa Zama Aw Sta. Ghani Khan Pashto Poem. Pukhto Nazam da Ghani Khan Baba. کيسه زما ستا  لېونۍ د ګلو لښتې دلته ستړي ځناور! ته د مينې تاج او تخت يې زه شمکور غوندې نظر دې د ورکو په دنيا کې ته د حسن مقام ګورې د صحرا په تور ځيګر کې د ګلونو انجام ګورې دا ستا زړه لکه د شمعې په دې خپله رڼا ګورې تاته ياد د ګوډۍ ټال دى ما ته کندې تيارې تورې تا ته هر ساعت د ژوند کله ګل او کله ستورى د قسمت ناترسه سترګې تاته ګوري ما ته ګوري زه د تورو تيارو جوړ يم ته د سرې سپينې رڼا زه غمګين د غم تصوير يم ته د نور او رنګ کيسه زه يم ظلم د ظلمونو ته د رحم انتها ما ته ټولې کيسې خاورې د پرون او د سبا! تاته سور رنګين بوستان دى ماته تور د غم صحرا ته په خپل سرور کې ورکه زه تالا د خپل جنون ته همه سبا سبا! زه همه پرون پرون ته ليلا له ليلا ښکلې خو زه نه يمه مجنون ته مجنونه جوار کړه ما کې نشته دى جنون اې ليلا ته ښکلى ګل يې او زه يخ او تش خزان ته د مينې امتحان! زه د حسن امتحان ته د مينې سور اميد زما هوش سزا سزا دا کيسه د ګل او زوز دا کيسه زما او ستا #غني  خان مست غني ملنګ غني : مخ ګڼه (258) The Legend Great Ghani Khan يادونه

Lyrics. Har sa Da Rab, Hama da Rab by Ghani Khan

 Understanding Of Ghani Khan Baba. Explanation of Ghani Khan Nazam Jwand. Poem. Jwand  Means Life Lyrics. Har sa Da Rab, Hama da Rab  ژوند هر څه د رب او همه د رب           زه يو ماښام له راغلے يم باغ او انګور ميخانه ديار              زه خو يو جام له راغلے يم مينه مستی او خمار دبل                 رقص او خندا او سينګار دبل ګل او نرګس او ګلزار دبل زه يې تش ديدار له راغلے يم زه دلولکۍ وړې په شان                ګل او غوټئ او بهار ګورم زه لکه شمع بليږمه                       ښائست او مستی د دلدار ګورم لوې سمندر د مستئ له ما                 څاڅکے د رنګ راوړے دے زه پرې د نمر رڼا لټوم                    ما هم مشال بل کړے دے هر څه د رب او همه د رب زه  يو ماښام له راغلے يم باغ  او انګور ميخانه د يار زه خو يو جام له راغلے يم ژوند د دنيا د هر نعمت نه خوږ او د ټولونه زيات نا پائيدار، چې د هغه خوږوالی د هغه ناپائيداری او عارضيت پټ کړے دے.ژوند څه څيز دے ولې او د څه مقصد لپاره څنګه ، د څه نه او څوک يې پيدا کوی ؟ او ولې دومره زيات بې وفا  دے ؟ مونږ وئيلے شو چې ژوند په زمانی مکان کښې دخپلې اغازی نقطې نه

Saaz Sho, Na Sooz Sho, bus Hase Jwand Tamam sho. Ghani Khan Lyrics

 Pashto Poem. Na Saaz Sho, Na Sooz Sho, bus Hase Jwand Tamam sho. Poet. Ghani Khan Baba Singer. Farooq Ustad کلام : خان  عبدالغني خان غږ   :  محترم فاروق استاد زۀ یم ناست ځان له جانان   یو تصور کښې جوړومه کله  یې  سترګې تورومه   ، کله یې شونډې ښکلومه په دې  هر څه دې  راضي يم اے د تورو سپينو خانه  ژوند څه مرګ مې هم قبول دے په  خندا يې قبلومه   زه یم ناست  د غم په  هار کښې  د رڼا بڅری  پییمه خم  د رنګ کښې  لا خمار شته    زه ترې لپې ډکومه   د سخی ګوتو دې ځار شم څنګه ښکلی ویش دې وکړو زه یو څاڅکے   خو ځیګر  کښې   دریابونه   ګرځومه مرګه !    ځه  چرته  ورکیږه   زۀ   لا نۀ  يمه     وزګار  خم   د رنګ    کښې لا خمار شته  زۀ تری  لپې ډکومه   خلق   وایې لاړ بوډا شو   غنی خپلې  مستۍ   وخوړ زه یم ناست د  یار ویښتو کښې  د نرګس  ګلونه ږدمه

Irada Nazam By Ghani Khan With English Translation

 Irada Nazam By Ghani Khan With English Translation. نظم  : اراده  شاعر : عبدالغني خان ترجمه : انجينئر شمشاد خان نه مې يار شته نه به وشي  اوسني ياران دي خوشي   چې حاجت يې درته وينه  ستا به پلار نيکه هم ښۀ شي  کار چې خلاص شي داسې تښتي  د ليندې نه لکه غشي  چې ياري په شلتالو شي  دا ياري به څۀ ياري شي  نن خو دومره ياران ډېر دي  لکه سيند کښې خشي بشي  سخا بادام دي وا يې نخلي يؤ به ډک وي سل به تشي  په فايده دې ظاهر خاندي  خو پکښې اوبۀ اوبۀ شي  تۀ  په دغه لاره مۀ ځه  غني دا به درته ښۀ  شي Pashto To Ebglish Translation Of Ghani Khan Nazam " Irada". Poetry: Ghani khan Poem: Intention. Translated by: Eng Shamshad khan Neither have a love, Nor it could be, When in wish, Might be yours nice father and Grand father too. Run away, When needful done, Like a bow from an archer. Of what value a friendship, If could be for want of peach. Today loves in so much abundance, Like bushes in a sea. Are like rotten almonds, One filled yet other hundred empty. Apparently happy on your gain, But burn in

Rangona Aw Ghani Khan Baba. Pashto Poem Ghani Baba

 Ghani Baba Aw Ranguna. Colors And Ghani Khan رنګونه_او_غنې ⁦❣️⁩ سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ سپين دې د کفن رنګ سپين دې د فنا رنګ سپين دې د ټګئ دستار، سپينې د سپی سترګې دې، سپين ئي جال او سپين ئي دام سپين دې د ملا رنګ سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ تور دی د شيطان لباس توره د انکار توراه، تورې د غم سترګې دې تور دې د بلا رنګ، تورې د مرګ پنجې دې تورې د بهوؤ دهاړې دې  توره د ماتم جړۍ تور دې د ژړا رنګ سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ سور دې د ګلاب او د وصال او د خمار رنګ سره دا د ځوانئ نشه سور دې د بهار رنګ سور دې د پالنګ او د خوبونو د دلدار رنګ سور تورو غمونو کښې د حسن او رڼا رنګ سپين سره مې نه لګې سپين دې د فنا رنګ شنې د غنې سترګې دې شين دې د وفا رنګ شين د چمنونو او فصلونو او زلا رنګ شنه د اميد پانړه ده شين دې د صبا رنګ شين دې د سپرلې د خوشحالو او د خنده رنګ سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ Pashto Times. Lyrics Of Ghani Khan Baba Pashto Poems. Singer. Sardar Ali Takkar Song. Rangona, Ranguna Colors and Ghani Khan Baba. Pashto Poetry.

A zama Da Stargo Tora by Ghani Khan

 A zama Da Stargo Tora A Zama da Zra Qarara ‏ای زما د سترګو توره! ای زما د زړه قراره ! ای زما د سر ګلابه! ای زما ښایسته یاره په زارئ درته ولاړیم  یو نظر راباندې وکړه Pashto Poem by Ghani Khan. ستا زیارت له یم راغلی مسافر یمه په لاره _____غنی خان